واشنګټن - ایران د زیارت یا پنجشنې په ورځ غوښتنه کړې چې افغانستان دې د هغوی د اوبو حقونو ته درناوی وکړي او تور یې لګولی چې هلته په سیند جوړ شوي بند د دوی غاړې ته اوبه کمې کړي خو طالبانو ویلي، د وچکالۍ له امله اوبه کمې شوي او د کجکي اوبه تر کماله خانه هم نه رسېږي ایران خو لا لېرې خبره ده.
د ایران ولسمشر د ایران د جنوب ختیځې وچکالۍ ځپلې سیمې څخه د لیدنې پر وخت وویل، افغان واکمن دې ژر تر ژره د سیستان بلوچستان خلکو ته د هغوی د اوبو حقونه پرېږدي.
"زما خبرې جدي ونیسئ چې بیا وروسته شکایت و نه کړئ او و نه وايي، چې مونږ ته نه و ویل شوي او یا فکر وکړئ چې تاسو به له دې مسلې څخه په ډیپلوماټیک ډول او د سیاسي مذاکراتو له لیارې تېر شئ او یا به د وخت له تېرو سره دا مسله حل شي. بلکه د وخت تېرېدل دا مسله نه حلوي."
د طالبانو د رایاست وزرا لخوا په یوې اعلامیې کې راغلي،
"اسلامي امارت یوځل بیا ژمنه کوي چې د هلمند د اوبو د تړون په نظر کې نیولو سره ټوله سعیه کوي چې ایراني ولس ته د هغوی سره ژمنه شوې اوبه ورته پریښودل شي، خو په دې شرط چې زموږ د اوبو زیرمې هغې کچې ته ورسیږي چې که یې ایران ته ورخوشي کړو نو د هلمند په وچ رود کي به په سوونو کلیومتره لار ووهي او ایران ته به ورسیږي حال داچي فعلا د کمال خان بند کي هیڅ اوبه شتون نه لري او د کجکي بند لیږ اوبه که ورخوشي شي تر هغه ځایه نه رسیږي، نو په کار ده چي ایراني لوری دا حقایق درک کړي."
په بیان کې راغلي،
"د افغانستان او ایران ترمینځ د اوبو تړون چې نیمه پيړۍ وړاندې په ۱۳۵۱ لمریزکال کې لاسلیک شوی، تر اوسه پخپل ځای دی، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې په شوو تعهداتو باندې عمل وکړي.
داچې په دا وروستیو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې سخته وچکالي تیره شوه، د اوبو سطحه ټيټه شوې، د هلمند د رود په ګډون زموږ ګڼ ولایتونه اوسيمې له وچکالۍ څخه کړيږي او کافي اوبه شتون نه لري.
په داسې یو حالت کې د ایراني اړخ لخوا په مکرر ډول د اوبو غوښتنه او بیا په رسنیو کې یو لړ نامناسبي څرګندونې په زیان بولو."
د طالبانو په بیان کې دا هم راغلي چې،
"ایراني چارواکي د هلمند د اوبو په اړه باید لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل کړي، وروسته بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، داچې واقعیت سم نه وي مطالعه شوي، او داسې څرګندونې مخې ته راځي چې د دوه وروڼو او مسلمانو هیوادونو د خلکو او هیوادونو ترمينځ سیاسي فضا خرابولی شي، دا د هيڅ جهت په ګټه نه ده او باید تکرار نشي."
دغه ډول د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ خبر ورکړی وه چې امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوبو پر مسلې هم خبرې کړي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزرات په یو بیان کې ویلي چې: " (متقي) د هېواد په لویديځ کې د اورښتونو او اوبو د کمښت د ستونزو په شرحې سره، د اوبو د حق پر مسلې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوي هوکړه لېک په چوکاټ کې، د افغانستان پر رسمي دریځ ټینګار درلود. "
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالاهیان چې هغه هم له یاد ولایت څخه لیدنه کوله د شورو یا چهارشنبې ناوخته په افغان چارواکو باندې غږ کړی چې د هلمند په سیند باندې د کجکي لوی جوړ شوي بند څخه دې اوبه پرېږدي.
"له افغان لوري څخه زمونږ ښکاره غوښتنه دا ده چې د کجګي ډېم دروازې دې پرانیزي مخکې له دې چې وخت ضایع شي، تر څو د هغه هېواد خلک چې ددغو اوبو په لاره پراته دي او همدارنګه د سیستان بلوچستان خلک اوبه ولري"
هغه ویلي چې همدا غوښتنه یې له خپل سیال امیر خان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې هم کړې ده.
"له افغانستان څخه د اوبو پرېښودل او د ایران د اوبو حق پوره کول یو سمه لاره او د ایران جدي غوښتنه ده او دا د دواړو هېوادونو پر اړیکو باندې اغیز لري."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد د اوبو برخه یې په حقوقي توګه د ۱۹۷۳ کال په تړون کې ځانګړې شوې او غوښتنه کوي چې افغانستان یاد تړون ته ژمن پاتې شي.
خو د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مخکینی وزیر خان محمد تکل ډیوې ته وویل، افغانستان د معاهدې د تطبیق لپاره خپل ټول مکلفیتونه ترسره کړي چې یو یې د دهراود سټېشن دی چې نصب مو کړ.
ښاغلی تکل زیاتوي، پوښتنه داده چې ایران ولې نه حاضرېږي چې خپله دنده ترسره کړي او ایا داسې خو به نه وي چې موضع قصدن ځنډوي او د کمال خان د له منځه وړلو او یا هم د ډیزاین تغیر ته یې خېټه په اوبو کې ایښي وي؟
"ایران ولې د معاهدې له تطبیق څخه ډاریږي. په تېر کې ولې د معاهدې د ۵۱ او ۵۲ فیلرونه له مینځه یوړل او د دې پروسې د تطبیق د مخنیوي لپاره یې زموږ په همکارانو ولي په ځلونو وسلوال بریدونه کول، موږ ولې دوئ ایران ته په دومره اسانۍ برائت ورکوو؟"
مخکیني افغان ولسمشر په نیمروز کې د کمال خان د بند د پرانېستې غونډې ته وویل:
"اوبه مفته چاته نه ورکوو، خو پیداوار د نیمروز په ایران باندې په افتخار خرڅوو. که تېل راکوې بیا رانه اوبه وغواړه."
څېړونکي وايي، د افغانستان د اوبو د مهار په برخه کې د تېرو جمهوري حکومتونو پالیسي سمه او غوره وه او ایران اوس ښايي د طالبانو له دې کمزورتیا څخه چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې چا په رسمیت هم نه دي پېژندلي د اوبو په برخه کې په خپله ګټه کار واخلي.
سیاسي کارپوه انجینیر مطیع الله خروټی ډیوې ته وویل،
"د افغانستان اسلامي امارت ته په کار ده چې، د علي حضرت محمد ظاهر شاه د وخت هغه تړون چې د هلمند د اوبو په اړه شوی ده، د هغه مواد باید قرارداد کړي، او هېڅ ډول فشار ته، نه سیاسي فشار ته او نه بل فشار ته تن کښې نه ږدي په دې چې د افغانستان اوبه د ټول ولس حق دی او دې کې نه حکومتونه حق لري او اشخاص او افراد حق لري چې په خپله خوښه کړنې وکړي."
د هلمند سیند د هلمند له غرونو څخه تر زرو کیلومټرو پورې بهېږي تر چې د هامون جهیل ته پریوځي کوم چې د ایران او افغانستان ترمنځ پوله باندې پروت دی.
د همون جهیل د نړۍ له سترو جهیلونو څخه دی چې د ایران او افغانستان ترمنځ په ۴۰۰۰ کیلومټره ځمکه باندې پروت او د هلمند په سیند ډکېده.
خو اوس وچ شوی او څېړونکي یې په اسبابو کې وچکالي، د افغانستان بندونه او د اوبو کنټرول یادوي.