په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې ویلي، پاکستاني چارواکو سره یې په پاکستان کې د افغانانو د نيولو مسله شريکه کړې او زياته کړې یې ده، "په مختلفو بهانو د افغانانو نیول کېدل د دواړو ګاونډیو هېوادونو [افغانستان او پاکستان] پر اړیکو منفي اغیزه کوي، باید مخه یې ونیول شي".
په اسلام اباد کې د افغانستان د واکمنو طالبانو سفارتخانې ویلي، د سفارت چارواکو یې د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت د چارواکو سره د افغانانو نيول کېدو په تړاو خبرې شوي دي.
سفارتخانې په ټويټر ويلي، د سفارت سرپرست یې سردار احمد شکېب د پنجشنبې- زیارت په ورځ د پاکستاني چارواکو سره په مختلفو بهانو د افغانانو د نيولو او ځورولو مسله په جدي ډول راپورته کړې او د دغه لړۍ د ودرولو غوښتنه یې کړې ده.
شکېب ويلي، پاکستاني چارواکو ته یې د ويزې د ستونزو او پاکستان کې مېشتو افغانانو دپاره د روښانه تګلارې جوړولو هم ويلي دي.
ويل شوي، پاکستاني لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده يواځې هغه کسان نيسي چې قانوني اسناد نه لري، خو پاکستاني چارواکو يا دولتي رسنيو په خپله د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په افغانانو غږ کړی د قانوني اسنادو بغېر دې د پاکستان د سفر څخه ډډه وکړي، ځکه د دغو افغانانو له امله ډېری وخت اسناد لرونکي افغانان د پاکستاني پوليسو لخوا ځورول کيږي.
طالب استازو له دې وړاندې ويلي وو په وروستيو کې د اسلام اباد او پېنډۍ سره په کراچۍ کې د افغانانو د نيولو لړۍ پېل شوې ده.
د طالبانو سفارتخانې ويلي وو، "د اسلام اباد او پینډۍ په پينځو مختلفو ساحو کې پولیسو په دې نامه چې ګویا افغانانو په مظاهرو کې برخه اخیستې او یا د اوسېدو اسناد نه لري، د هغوی د نیولو لړۍ پیل کړې. نیول شوي کسان ټول بې ګناه او غریب خلک دي چې د مې د نهمې مې نېټې له پېښو سره هيڅ تړاو نه لري".
پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته هم په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.
د پاکستان حکومت ويلي د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.
خو پاکستاني چارواکو ياد بهرنيو چارو وزارت د افغانانو د نيولو په حواله څه نه دي ويلي.
تېر کال د پاکستان د سيند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ او صوبې په نورو برخو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون افغانان نيول شوي وو، طالب استازو ويلي وو د 2000 نه زيات افغانان نيول شوي زياتره پکې بندي کړی شوي، خو ډېرې یې بيا خوشي شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.
د سيند صوبايي حکومت او کراچۍ پوليسو تل دغه تورونه درکړي چې ګنې افغانان ځورول کيږي، پوليس ترې پېسې اخلي او قانوني اسناد لرونکي هم نسي.
د دوی په وينا يواځې غېر قانوني بهر ملکي وګړي نيول کيږي او پوليس څوک ځوروي نه او که د چا نه پېسې اخستل کيږی او ځورول کيږي نو رپورټ دې کوي د ککړو پوليسو ضد به کارروايي کولی شي.