خارجه وزارت: پاکستان تل په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره د ترهګرۍ اندېښنه شريکه کړې

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، پاکستان تل په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره د ترهګرۍ په حواله خپلې اندېښنې شريکې کړي دي، او په دغه مسله ورسره په رابطه کې دی.

د کورنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهره بلوڅ نه د زیارت- پنجشنبې په ورځ خبري غونډه کې پوښتنه شوې، داسې رپوټونه دي چې افغان حکومت د پاکستان سره په پوله پرتو سيمو څخه د تحریک طالبان پاکستان غړي شمال پله منتقل کوي، د پاکستان سره یې پرې تفصيل شريک کړی دی؟.

هغې په ځواب کې ويلي، "په کومه ځانګړې مسله به څه ونه وايي خو پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره تل د ترهګرۍ اندېښنه شريکه کړې ده.

هغې زياته کړې، "د ترهګرۍ ضد مبارزه باندې د دواړو خواو ترمنځ بحث کيږي، او دا به مناسب نه وي چې د مطبوعاتو په راپور تبصره وکړم، او د افغانستان سره په ګډه د ترهګرۍ ضد مبارزې تمه لرو".

د روانې میاشتې په څلورمه نېټه په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي وو، پلان لري زرګونه پاکستاني کډوال چې د پاکستان سره په سرحدي ولایتونو کې پراته دي، د هیواد نورو سیمو ته لیږي ځکه شک کیږي په پاکستان کې د ترهګرۍ د پیښو ډېروالی د همدې کډوالو له کبله دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وي او اې ته ويلي وو، دغه کډوال اوس مهال د خوست، کونړ او پاکستان سره په پوله پرتو ځینو نورو ولایتونو کې پراته دي.

هغه ډېر تفصيل نه وو ويلی خو زياته کړې یې وه، د پلان له مخې به دا کډوال د افغانستان نورو ولایتونو ته ولیږدول شي تر څو یقیني شي هغوي سرحدي کرښو ته لاسرسی ونلري او نه هم په هغو بریدونو کې لاس ولري چې په پاکستان کې دننه کیږي.

له دغې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي وو، د طالبانو حکومت ورته یو وړاندیز سپارلی،د کوم له مخې به د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي د ډیورند کرښې ته نزدې پرتو سیمو څخه د افغانستان نورو برخو ته منتقل کړی شي.

خو د طالبانو وياند په خپلو څرګندونو کې د تحریک طالبان پاکستان نوم نه وو اخستی.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې نه په خبري غونډه کې د شمالي وزیرستان نه افغانستان د کډه شوو خلکو د ستونزو او بيرته ستنولو پوښتنه شوې او هغې یې په ځواب کې ویلي، "هغه ټولې مسلې چې پاکستان پرې اندېښنې لري د پاکستان حکومت ورته لومړيتوب ورکوي".

او زياته کړې یې په دغه موضوع ډېر معلومات نه لري نور جزيات به یې ترلاسه کوي.

په شمالي وزيرستان کې په کال 2014م کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملياتو له امله د سيمې نه نزدې یو لک رجسټرډ شوې کورنۍ کډوالې شوې او د کال 2015م د مارچ د میاشتې راهسې د دغو کډوالو بيرته ستنېدو عمل پېل شوی او تراوسه روان دی.

په کډوالو کې په زرګونو شمېره کورنۍ افغانستان ته کډه شويېاو د واپسۍ په ورستي پړاو کې یې د 7000 نه زیاتې کورنۍ د افغانستان نه بنو ته راوستل شوي دي.

د ممتازه زهره بلوڅ نه د طالبانو د دفاع وزير ملا يعقوب د پاکستان په حواله څرګندونو پوښتنه شوې خو هغې ويلي داسې کوم بيان یې نه دی ليدلی ځکه پرې تبصره نه شي کولی.

ملا یعقوب د افغانستان د طلوع نيوز سره په مرکه کې د ډېورنډ د کرښې، افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودګۍ په حواله د پاکستاني تورونو، او ورته نورو موضوعاتو باندې خبرې کړي دي.

[په خبر کې ځینې معلومات د وي او اې اشنا څخه اخستل شوي]