د خېبرپښتونخوا د سر ښار پېښور کارخانه دارو غوښتنه کړې قانون نافذونکې ادارې دې د دوی د ځان او مال د ساتنې دپاره ګامونه پورته کړي ځکه دوی د امنيتي وضعې څخه سخت پرېشانه دي او که امنيت ورته برابر نه کړی شو نو کارخانې به بندې کړي او د ملک نورو برخو ته په منتقل کېدو به مجبوره شي.
خو د پېښور پوليس وايي، دوی د امنيت دپاره ګامونه پورته کړي دي.
پېښور کې د کارخانه دارو اتحادیې پرون ويلي، د کارخانه دارو غونډه شوې او دوی د قلنګ پرچيانو او لاسي بمونو بریدونو، د امنيت د نيشوالي سره مخ کړي او سخت اندېښمن کړي دي.
د کارخانه دارو مشر ملک عمران اسحاق ویلي، د حکومت زمه واري ده چې کاروباري طبقې ته تحفظ ورکړي.
دوه ورځې وړاندې د پېښور په خوندي ګڼل کېدونکې علاقې حیات اباد کې د يو کارخانه دار په کور د لاسي بمونو بريد شوی، ځاني تاوان پکې نه وو شوی خو څلورو ګاډو او کور ته یې تاوان اوښتی وو.
د رپورټونو ترمخه د کارخانه دار په کور د قلنګ نه ورکولو وروسته لاسي بمونه غورځول شوي وو.
د پېښور د کېنټ علاقه چرته چې زیاتې کارخانې موقعيت لري، د پوليس مشر اېس پي وقاص شاه وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ومنل چې کارخانه دارو ته د قلنګ ټيليفونونه او پرچې راځي او که دوی ورته ځواب نه کوي نو د ويرولو دپاره پرې داسې بريدونه کيږي.
هغه وويل "په حیات اباد کې په تېرو شپږو مياشتو کې دا لومړۍ پېښه شوې ده".
نوموړي زیاته کړه "د حيات اباد په تازه پېښه کې پوليس د وړاندې څخه نه وو خبر کړی شوي، په علاقه کې پولیس ګزمې زياتې کړي دي او دوی د کاروباريانو د اتحادیې مشر ته ويلي چې کله ورته هم د قلنګ ټيليفون راځي دوی دې پرې پوليس خبروي".
وقاص شاه وویل، "د سي ټي ډي پوليس د قلنګ او دې اړونده پېښې ګوري او د حیات اباد د پېښې مقدمه هم درج شوې ده".
نوموړي وويل، "د قلنګ دپاره زيات ټيلیفونو د افغانستان د نمبرو نه راځي، خو دوی ته د زیاترو پېښو اطلاع نه ورکول کيږي، داسې پېښې کمې کيږي او وړاندې که داسې پېښې شوي نو دوی بيا په حیات اباد کې پوليس زيات کړي او ګامونه یې پورته کړي دي".
د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې د تېرې مياشتې په وروستيو کې په دوه ورځو کې پرله پسې دوه سيکان وژل شوي او د يوې پېښې زمه واري داعش منلې وه.
تېر کال هم په پېښور کې سيکان په هدفي پېښو کې وژل شوي چې زیاتره یې کاروباريان وو او د هغو پېښو زمه وارۍ هم داعش منلې وې.
د يادو پېښو وروسته پېښور کې مېشت سیکانو ويلي وو، پېښو اندېښمن کړي او دومره ويريدلي چې د سيکانو ډېرو کورنيو پنجاب ته کډې کړې وې.
په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د روان کال په لومړو شپږ مياشتو کې وسله وال بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.
په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.
اسلام اباد کې د امنیتي او پاليسۍ د چارو څېړنيزې خپلواکې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پيس سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي د کال 2022م پرمهال د پاکستاني طالبانو لا قانونه ډله ټي ټي پي او داعش خراسان د هېواد دننه د تشدد لوی کردارونه پاتې شوي او د ترهګرۍ 262 حملې شوي چې 14 پکې ځانمرګي بريدونه هم شامل وو. په دغو حملو کې 419 کسان وژل شوي او نزدې 700 ټپيان شوي وو.
په ياد رپورټ کې ویل شوي وو چې ټي ټي پي ،د طالبانو ځایي ډلې حافظ ګل بهادر، داعش او نورو مذهبي ترهګرو ډلو په کال 2022 کې په مجموعي توګه 179 حملې کړې وې او په کال 2021م کې دغو ډلو 128 بريدونه کړي چې په کې 250 کسان وژل شوي وو.