د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، د نړیوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] څخه د پور په پروګرام تر لاسه کېدو د خدای شکر ادا کوي خو ورسره یې زياته کړې ده د آی اېم اېف پروګرام "حلوه يا کهير" نه دی دا سخت شرطونه دي او اقتصاد پوهان وايي پاکستان د خپل اقتصاد د ديواليه کېدو څخه د بچ کېدو موقع ترلاسه کړه.
شهباز شریف د پنجشنبې- زیارت په ورځ په ملتان کې يوې دستورې ته په وینا کې وويل، "سخت شرطونه مو منلي د دې دپاره چې ملک په راتلونکې کې ثبات پله لاړ شي په ملک کې غربت او بې روزګاري ختمه شي".
د خزانې وزير اسحاق ډار ویلي، د نړیوالې مالياتي ادارې د انتظامي بورډ د منظورۍ وروسته د آی اېم اېف لخوا د پاکستان مرکزي سټېټ بېنک ته د 1.2 ډالرو لومړی قسط ترلاسه شوی او پاکستان د پرمختګ په لار روان شوی دی.
مطبوعاتو سره په خبرو کې نوموړي ويلي، "د آی اېم اېف په اوسني پروګرام یې د وړاندې نه ولس خبر کړی، دا د نهه میاشتو سټېنډ باي پروګرام دی، د لارې به یې پاکستان ته درې اربه ډالر ترلاسه کیږي، لومړی قسط یې د یو اعشاريه دوه اربه ډالرو، دويم د جايزې وروسته په نومبر او بل به په فرورۍ کې ترلاسه کيږي."
اقتصاد پوهان وايي د آی اېم اېف څخه د پور پېسې ترلاسه کېدو سره د ملک د ديواليه کېدو دعوې سمې دي خو د پاکستان د اقتصاد مسله ورسره نه ده هواره شوې.
د اسلام اباد په نړيوال اسلامک پوهنتون کې د اقتصاد د څانګې استاذ معراج الحق وايي، د پاکستان د اقتصاده مسله هواره نه شوه البته موقع ورته په لاس ورغله چې پاکستان خپلې اقتصادي مسلې هوارې کړي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د پاکستان حکومت چې اوس کوم بجټ وړاندې کړی وو هغه یې د آی اېم اېف د پروګرام په رڼا کې جوړ کړی، ګراني جوړه شوې ځکه چې د پاکستان حکومت د آی اېم اېف سخت شرطونه د وړاندې نه منلي دي".
هغه وويل "پاکستان ته د اقتصاد ښه کېدو موقع ترلاسه شوه که چرته د ملک اقتصادي مسلې کمېيږي يا هوارېدو هڅه کيږي په راتلونکې کې د ګرانۍ امکان ښکاري".
او اقتصاد پوهه جرنلسټ وکیل الرحمان هم وايي، "يو ملک کله هم په قرضونو د ترقۍ په لاره نه شي روانېدی، خو د پاکستان د ديواليه کېدو اوسنۍ خطره ختمه شوه او د بهرنیو قرضونو واپس کولو مسله یې هواره شوه د دې حده پورې دا خبره سمه ده".
نوموړي زیاته کړه، "پاکستان به هغه وخت د اقتصاديي پرمختيا په لاره روانيږي چې اقتصادي نظام ته بيا کتنه وکړي او اصلاحات وکړي".
نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف د پاکستان د معاشي کارکردګۍ په اړه ویلي راتلونکي کال 2024م کې به د پاکستان دننه بې روزګاري د 8.50 فیصدي نه 8 فیصدي ته راکوزه شي.
په دې رپورټ کې ویل شوي چې تېر مالي کال کې دپاکستان معاشي کارکردګي منفي 0.5 فیصدي پاتې شوې ده او حکومت تېر کال د جي ډي پي د ودې د 0.3 فیصدي مثبته پاتې کیدو دعوه کړې وه.
رپورټ کې اندوینه شوي چې کال 2024م کې به دپاکستان دننه اوسطاً ګراني د29.6 فیصدي نه 25.9 فیصدي ته راټيټه شي.
آی ایم ایف ویلي چې سږکال دمالي خسارې دمعمولي کمیدو امکان دی اؤ دا به 7.50فیصدي پاتې شي؟
د پاکستان دقرضونو په اړه د نړیوالې مالیاتي ادارې دې رپورټ کې ویل شوي چې کال 2024م کې به د پاکستان په ذمه د قرضونو بار 81.8 فیصدي نه 74.9 فیصدي ته راټیټ شي.