اختر حیات خان: خېبرپښتونخوا کې د پوليس په قربانیو امن قايم دی، خو د پوليس وژنې سېوا شوي

د خېبرپښتونخوا پوليس مشر [آی جي] اختر حيات خان ويلي، "که په صوبه [خېبرپښتونخوا] کې نن امن قايم دی نو د پوليس د قربانو په نتيجه کې دی". خو د پوليس شمېرو ترمخه د تېرو اته کلونو په مقابله کې په صوبه کې د پوليس وژنې يو په دوه سېوا شوي دي.

پاکستان کې څلورم اګست، په پېښو کې د وژل شويو پوليسو د [شهيدانو د ورځې] په توګه نمانځل کيږي.

اختر حیات خان د يادې ورځې په مناسبت پېغام کې ويلي، د خېبرپښتونخوا پولیس مثالي پوليس دي.

هغه ويلي، "نړۍ دې ته حېرانه ده چې يو داسې ځواک [پولیس] چې نه ورسره اوزار او نه وسايل شته بيا هم د ترهګرۍ ضد کلک ولاړ دي ځانمرګو بريد کوونکو ته غاړه وتي او د هغو منصوبې یې ناکامه کړي دي".

نوموړي زياته کړې، "شايد په نړۍ کې به داسې پولیس وي چې په دومره سختو حالاتو کې یې قربانۍ ورکړي او خپل فرايض یې ترسره کړي دي".

پوليس مشر ژمنه کړې د وژل شوو پوليس شهدا پېکج نور ښه کولو دپاره به هڅې دوامداره ساتي.

روانه میاشت د خېبرپښتونخوا پوليس ويلي، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې سږ کال په پوليس تر ټولو خونړی بريد په 30مه جنورۍ شوی وو.

په پېښور کې په 30م جنورۍ په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګي بريد شوی د 80 نه زیات کسان پکې وژل شوي زياتره یې پوليس وو.

خېرپښتونخوا پوليس پخوانی لوړ پوړی چارواکی اخترعلي شاه وايي، په دې کې هیڅ شک نشته چې پوليس د هر ډول جرمونو او ترهګرۍ په وړاندې په لومړي صف کې دي او په صوبه کې که څه هم لږ ډېر امن دی د پوليس د قربانو په وجه دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "د تېر په پرتله که وکتی شي پوليس سره وسله او وسايل تر ډېره حده پورې شته او شمېره یې هم سېوا کړی شوې ده".

په پوليس د سياسي فشارونو او نورو مشکلاتو په حواله نوموړی وايي، "پوليس ځواک د سياسي فشارونو له امله اغېزمنيږي خو دا بيا په پوليس مشر اډاڼه لري چې هغه څنګه کولی شي چې د سياسي فشار او نورو حالاتو مقابله وکړي، خپل ځواک او دنده په سمه توګه ترسره کړي".

د خېبرپښتونخوا پوليس شمېرو ترمخه تېر کال په 2022م کې صوبه کې 55 پوليس اهلکار او په 2021م کې 44 پوليس اهلکار وژل شوي وو. چارواکي وايي دا هغه شمېرې دي کومو پوليسو ته چې شهدا پېکج ورکړی شوی دی.

د خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه د کال 2006م نه راپدېخوا کال 2009م د خېبرپښتونخوا پوليس دپاره تر ټولو خونړي کال وو، په دغه کال 209 پوليس اهلکار وژل شوي وو.

د پوليس شمېرو ترمخه تراوسه پورې ټولو زياتې پوليس وژنې په پېښور کې شوي 358 پولیس وژل شوي، په دويم نمبر ډېره اسماعيل خان کې 221 او بنو کې 211 پوليس وژل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا پوليسو د کال 1970 نه تر روان 2023 کال پورې د وژل شوو پوليسو شمېرې وي او اې ډيوه سره شريکې کړي چې ترمخه یې د 1970 نه تر 2006 پورې 369 پوليس اهلکار وژل شوي او بيا د 2007 نه د روان کال تراوسه پورې 1603 پوليس اهلکار وژل شوي دي.

پوليس رپورټ کې ویل شوي په وژل شوو پوليس اهلکارو کې لوړ پوړي افسران هم وژل شوي خو تر ټولو زياته شمېره پکې د سپاهيانو ده او ټول 1392 سپاهيان وژل شوي دي.

په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې، پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز [پي آی سي اېس اېس] په خپل يو رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د روان کال په لومړو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.

د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.

په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې په پوليس او نورو امنیتي ځواکونو د زياترو بريدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] منلې دي.