څيړونکي: که څه هم په خېبرپښتونخوا کې ترهګريز بريدونه زیات شوي خو پوليسو هم د دغو بريدونو د ناکامه کولو هڅې کړي دي.
دوی وايي پوليسو ته په ځینو سيمو کې جديده وسله ورکړل شوې خو بايد دغه وسله په ټولو سيمو کې ورکړل شي چې هغوی د وسلوالو مخالفینو مقابله وکړي.
د پوليسو شمېرې ښيي تر ټولو زيات پوليس سرتيري ۲۰۹ په کال ۲۰۰۹ کې او ۱۷۲ په کال ۲۰۰۸ کې د ناامنۍ په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي وو.
تفصيل د فرید شینواري په راپور کې.