پاکستان: الېکشن کمېشن د 14 دسمبر پورې د نوو حلقه بنديانو کولو اعلان کوي

Election commission of Pakistan

د پاکستان الېکشن کمېشن د نوې [ډيجيټل سرشمېرنې] په بنياد د راتلونکو انتخاباتو دپاره د نوو حلقه بنديانو کولو پرېکړه کړې ده. پاکستانۍ رسنۍ وايي د الېکشن کمېشن د اعلان سره په ملک کې په 90 ورځو کې د عام انتخاباتو کېدل ناممکن شوي دي.

الېکشن کمېشن د نوو حلقه بنديانو کولو د پرېکړې په اعلاميه کې ويلي، د حلقه بندیانو عمل به د دسمبر په مياشت کې سرته ورسي او د دسمبر په 14مه نېټه به ختمي حلقه بندیانې اعلان شي.

الېکشن کمېشن د حلقه بندیانو کولو دپاره د صوبايي حکومتونو او شمارياتو د ادارې نه مرسته غوښتې او ويلي يې دي، د روانې میاشتې څخه به د حلقه بنديانو کولو انتظامات پېل کیږي، په ستمبر کې به د حلقه بنديانو دپاره کمېټيانې جوړولی شي، د اووم اکتوبر پورې به ابتدايي حلقه بنديانې وشي، نومبر پورې به په حلقه بنديانو د اعتراضونو او دسمبر د نهمې پورې به ټول عمل ترسره شي.

الېکشن کمېشن ویلي، روان کال په ملک کې د اوومې سرشمېرنې رسمي نتيجې اعلان شوي ځکه د نوو حلقه بندیانو کولو پرېکړه شوې ده.

د اييني چارو پوهان وايي کله قامي اسمبلي د وخت څخه مخکې تحليل شي نو بيا عام انتخابات په 90 ورځو کې کې دننه کول وي او که چري اسمبلۍ په خپل وخت تحلیل کيږي نو بيا به د دستور ترمخه انتخابات په 60 ورځو کې دننه کول وي.

د پاکستان تېره قامي اسمبلۍ د وخت نه وړاندې تحليل يا ماته کړی شوې وه.

پاکستان پيپلز ګوند ويلي، د ايين ترمخه د انتخاباتو کېدو غوښتنه کوي.

د پيپلز ګوند مرکزي سيکرټري اطلاعات فېصل کريم کنډي په اېکس يا پخواني ټویټر ويلي، په ايين کې د حلقه بندیانو کولو د ضرورت خبره نشته خو اييني ضرورت دی چې انتخابات په 90 ورځو کې وشي.

او پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي، د الېکشن کمېشن لخوا د حلقه بنديانو کول ردوي او د مشترکه مفاداتو د کونسل پرېکړه به په سپريم کورټ کې چېلنج کوي.

د پاکستان مشترکه مفاداتو کونسل يا شريکو ګټو شورا په پينځم اګست په ملک کې د اوومې ډيجيټل سرشمېرنې منظوري ورکړې وه.

په اییني توګه د پاکستان د تېر حکومت موده په 12م اګست سرته رسیدونکې وه خو مخکيني وزیراعظم شهباز شریف په نهم اګست د قامي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه د هیواد صدر ته لیږلې او صدر عارف علوي هم په هغه ورځ د قامي اسمبلۍ ماتولو منظوري ورکړې وه.

د پاکستان مسلم ليګ ن ډلې سره تعلق لرونکي د کورنیو چارو مخکيني مرکزي وزیر رانا ثناالله د شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز سره خبرو کې ويلي وو په ايين کې درج دي چې د کال 2016 د سر شمېرنې په بنياد دوېم الېکش نه شي کېدی او دستور وايي د سرشمېرنې وروسته حلقه بنديانې ضروري دي او په حلقه بنديانو کې نزدې 120 ورځې لګېدی شي.

رانا ثناالله ويلي وو 2023 د انتخاباتو کال نه دی.