بټګرام: په چېرلفټ کې ايسار شوو 8 کسانو د ژغورلو دپاره عمليات روان دي

بټګرام کې ايساره شوې ځانګو

د خېبرپښتونخوا په بټګرام ضلع کې يو چېرلفټ يا هوايي ځانګو د رسیو يا پړو شلېدو له امله په هوا کې ايساره شوې ده، چې د شپږو زده کوونکو په ګډون اته کسان پکې ايسار شوي دي.

د بټګرام ضلعې د مرستيال کمیشنر وياند محمد مزمل وي او اې ډیوه ته وويل، سهار په اته بجې ضلعي انتظاميې ته خبر تر لاسه شوی چې په الايي کې د يوې هوايي ځانګو نور پړي شلېدلي او په يو پړي ايساره شوې ده.

هغه وويل دوی ته ځايي خلکو ويلي چې په ځانګو کې ټول اته تنه سواره دي، شپږ د سکول ماشومان دي او دوه نور ځايي کسان دي.

مزمل زیاته کړه، د خبر ترلاسه کېدو سره ضلعي انتظامیې د ايسارو شوو کسانو د ژغورلو دپاره هڅې پېل کړی شوي دي.

هغه وویل ځانګو ته رسايي ګرانه ده ځکه پوځي هيلي کاپټرې راغوښتل شوي او د ايسارو شوو کسانو ژغورولو هڅې روانې دي.

پاکستانۍ رسنۍ او په ټولنيزو رسنيو د ځانګو ويډيوز هم خپرې شوي چې دغه ځانګو ورکې ليدلي کيږي او هیلي کاپټرې هم ورسره چاپېر ګرځي.

د پاکستان وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اېکس ويلي دي د ځانګو پېښه اندېښمنه ده، چارواکو ته یې لارښوونه کړې ده چې په ځانګو کې ايسار کسان په حفاظت سره وژغوري.

نوموړي ویلي، د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارو او ضلعې چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې ځانګو کې ايسار شوي اته کسان خوندي وژغوري.

هغه ويلي چارواکو ته یې دا لارښوونه هم کړې په غرييزو علاقو کې د دغه ډول ځانګوګانو د خوندي ساتلو معاينه وکړي او يقیني کړي چې دغه ځانګوګانې خوندي چليږي.