په افغانستان کې د طالبانو له خوا د جينکو په تعليم له لګول شوي بندېز وروسته د زده کړو څخه محرومه کړل شوې جينکۍ وايي چې دوی د له نفسیاتي ستونزو سره مخ دي او خپل راتلونکې په تيارو کې ويني.
دوی د طالب چارواکو نه غوښتنه کوي چې په دغه پرېکړه دې نظر ثاني وکړي او جونو ته دې د تعليم ترلاسه کولو اجازه ورکړي.
د میرمنو د حقونو فعالان وايي، که چېرې دا بندېز دوام وکړي نو دا به د جينکو ترڅنګ د ټولنې په مجموعې ژوند هم ژور خراب اثر وکړي.
تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې.