چارواکي: که پېښور پوهنتون ته خپلې پيسې زر تر زره ورنکړل شوې، د اګست تنخواګانې به ورکول ممکن نه وي
د پاکستان هاير ايجوکيشن اسلام اباد ته د پېښور پوهنتون چارواکو ويلي چې که ادارې د پوهنتون 345 ميلين روپۍ بقاياجات زر تر تر زره ورنکړي نو استاذانو او نورې عملې ته به د اګست مياشتې تنخوا ورنکړی شي.
پوهنتون د ګرمۍ د اوږدې رخصتۍ نه وروسته په لومړي سېپټمبر بيرته خلاصيږي.
تفصيل د مدثر شاه او هاشم علي په رپوټ کې