پاکستاني او طالب چارواکي په خبرو بوخت دي خو د تورخم دروازه په دريمه ورځ هم تړلې پاتې ده
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تجارت او د خلکو د تګ راتګ لویه لاره تورخم د تېرو دریو ورځو راهسې تړلې پرته ده او د خلاصېدو خبرې يې لا نه دي کاميابې شوي.
په دواړو خواو بند پاتې په زرګونو خلکو، مريضانو او تجارتي کاروانونو ته اجازه نه ورکول کيږي چې د يوې خوا نه بلې خوا ته واوړي.
په لواړګي کې بند پاتې افغانان وايي د ښځو او ماشومان حالت په خصوصي توګه ډېر خراب دی.
تفصيل د فريد شينواري په رپوټ کې