په افغانستان او پاکستان کې څېړونکي وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان د هغو نه ځينې تمې لرلې لکه د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] پرضد اقداماتو او خپلې خوښتې ځينې غوښتنې خو وایي هغه شان ونه شوه.
دغه څېړونکي وایي د طالبانو حکومت هم د پاکستان نه تمه لرله چې په رسميت پېژندنه کې به یې په نړيواله کچه استازيتوب وکړي خو د هغې په ځای پاکستان په نړیوالو فورمونو بدل بيانونه ورکړل، ځکه د دواړو اړيکې د بې باورۍ سره مخ دي.
د څېړونکو په نظر د پاکستان او افغانستان کې د واکمنو طالبانو اړیکې تاوجنې دي او ځينې وايي داسې حالات په خوښه جوړ کړی شوي دي او د هغې څو علتونه دي.
په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو زده کړو د څانګې استاذ خورشيد خان وايي، د تورخم بندولو د لارې پاکستان په افغانستان کې واکمنو طالبانو د فشار اچولو دپاره کاروي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "په افغانستان کې د واکمنو طالبانو غبرګون هم سخت ښکاري، د دواړو ګټې جدا دي، د دواړو منځ کې اړیکې خرابې دي او دا د يو بل په ضد پاليسيانو په شکل کې په نظر راځي چې د يو بل سره سمې نه ښکاري".
نوموړی وايي د ده په نظر "د دواړو هېوادونو اړیکې په راتلونکې کې هم سمې نه ښکاري ځکه د دواړو ملکونو په کچه داسې کومې سنجيده خبرې نه ښکاري، پاکستان د طالبانو نه د ټي ټي پي پرضد د ګامونو اخستو غوښتنې، او طالبانو د پاکستان نه غوښتل چې مارکيټ ورته برابر کړي او په نړیوال سياست کې یې د رسميت پېژندنې په برخه کې رول ادا کړي پاکستان په لومړۍ کې هغه شان وکړه خو اوس یې نه شي کولی".
په افغانستان کې د نړيوالو چارو کار پوهه استاز جاوېد مومند وايي، "دواړه هېوادونه کولی شي چې ثبات خوا ته لاړ ".
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "پاکستان کې چې د تېرو څلورو، پينځه لسيزو راهسې د افغانستان په حواله کوم فکر کولو هغه سم نه وو، پاکستان اوس بايد د يو پرمختللي او باثباته افغانستان په لټه کې وي ځکه دا پاکستان په ګټه هم ده".
نوموړي زياته کړه، "په دې صورت کې پاکستان په طالبانو د ټي ټي پي په برخه کې فشار واچوي، او طالبان د پاکستان نه د رسمیت پېژندنې په برخه کې تمې لرې هغه د پاکستان د وسه وتلې خبره ده، پاکستان به يو څه هېوادونه په دې برخه کې قانع کړي خو پاکستان په خپله ستونزې لري چې د افغانستان مسله حل کړي او که طالبانو هم کومې تمې لرلې يا لري هغه هم غلطې دي".
په شپږم ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو، په چترال کې د افغانستان د لوري ترهګرو د پاکستان په پوستو بریدونه کړي، خو طالبانو دغه دعوې رد کړې وې. او ټي ټي پي د بریدونو زمه وارۍ منلې وې.
هم په شپږم ستمبر په تورخم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې او د هغې وروسته تراوسه پورې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې پرته ده.
له دغې وروسته د پاکستان په کراچۍ ښار کې شاوخوا 300 پورې افغان کډوال نيول شوي چې ډېر پکې قانوني اسناد لرونکي هم شامل دي.
د پاکستان پخوانی سفير ایاز وزير وايي، "پاکستان په ښکاره ويلي چې غېر قانونه افغانان دې بيرته ستانه شي، د غېر قانونه خلکو دپاره د هر ملک پاليسي وي، د تورخم معامله او نورې اړیکې ښه خبره نه ده پکار ده چې اړیکې سمې وي".
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "ټي ټي پي په افغانستان کې موجودګي لري هر څوک یې مني او ټي ټي پي په پاکستان حملې کوي نو د پاکستان زړه خو به په هغې خفه کيږي".
نوموړي زياته کړه، "د دواړو خواو نه غلطۍ کيږي او پخوا هم شوي دي او دا بد مرغي ده چې دښمن د دواړو اړيکو ښې نه غواړي. د دواړو اړيکو ښه کېدل ګران نه دي خو که سنجيده شي".
او د افغانستان د سیاسي چارو کار پوهه عزيز معارج وايي، "پاکستان د مختلفو لارې په طالب چارواکو فشار راوړي چې خواستونه یې ومني".
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، "د دواړو اړيکې د بې باورۍ مخ نه دي بلکې دا سختګي جوړه شوې ده، طالبان د پاکستان نه بغاوت نه شي کولی، اړيکې تړينګلې نه دي، بلکې جوړې کړی شوي دي کنټرول اړیکې دي که پاکستان وغواړي هر وخت دا اړیکې سمېدی شي".