سوداګر: د تورخم تړل کېدو له امله د ورځې په سر دواړو خواوو ته په زرګونو ډالره تاوان اوړي

د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي د تورخم پولې بندېدو له امله دواړو خواوو ته ډېر تاوانونه واوړېده، "د ورځې په سر دواړو طرفونو ته په زرګونو ډالره زيان رسيږي، هر څومره چې ورځې پرې زياتې تيريږي په هغه اندازه مشکلات نور هم زياتيږي".

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ غټه لاره، تورخم پوله نن په نهمه ورځ هم تړلې پرته ده. په شپږم ستمبر په پوله د دواړو خواوو د ځواکونو د ډزو وروسته پوله تړل شوې وه.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرو د ګډ چېمبر شريک مشر خان جان الکوزی وايي، د تورخم د پولې تراوسه د حل لاره نه ده راوتلې او دوی د پاکستاني چارواکو او چېمبر سره په تماس کې دي چې دغه مسله څنګه هواری کړی شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د تورخم په حواله د حکومت په سطحه تر اوسه کومې جدي خبرې نه دي شوي، تجاران په پېښور، کراچۍ، لاهور او تورخم کې د کابل او اسلام اباد تر منځ په تماس کې يو".

هغه زیاته کړه، "مشکلات شته تاوانونه ډېر واوښتل، زمونږ افغانستان لوري ته سبزيانې او مېوه خرابه شوه، اوس یې په غلام خان وړو، کنټېنرې ډېرې ولاړې دي په هغې ډېمبرج او تاوان راځي، د ټرانزټ مالونه هم غلام خان ته لاړه".

د نوموړي په خبره، "د تورخم لاره مونږ ته نزدې لار ده زه فکر کوم تراوسه پورې د دوه بيلينه ډالرو په ارزښت دواړو طرفو ته زیان رسېدلی دی او د ورځې په زرونه ډالره زيان رسيږي هر څومره چې ورځې پرې زياتې تیريږي په هغه اندازه مشکلات نور زياتيږي".

الکوزي وويل په ګردۍ نړۍ کې چې د هيوادونو ترمنځ په پولو هر ډول حالات جوړ شي او پولې بندې شي دوه ساعته وروسته بيا ازادې شي خو د بده مرغه د افغانستان او پاکستان په پولو داسې نه کيږي.

او د افغانستان او پاکستان د ګډ چېمبر مشر زبېر موتي والا وايي، "د تورخم پوله بندېدل سياسي او امنيتي معامله ده".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "اول د ملک د امنيت خبره ده، هغې ته په کتو نور هر څه کيږي د تورخم معامله سياسي ده".

هغه زياته کړه، د تورخم له امله په سوداګرۍ اثر پرېووځي په لاره کې مالونه ولاړ دي خو لاره ولې بنده شوې "د هغې تپوس د حکومت نه پکار دی".

د تورخم دروازې په حواله د پاکستان او افغانستان کې واکمنو طالبانو کوم تازه بيان مخې ته نه دی راغلی.

خو په پوله د نښتې وروسته په نهم ستمبر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، "د طالبانو حکومت د پاکستان له لوري خپلې غاړې ته د تورخم دروازې تړل او په افغان امنیتي ځواکونو ډزې کول د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام بولي".

او په 11م ستمبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزات د طالبانو د بيان په ځواب کې ويلي وو، "د افغانستان عبوري حکومت ته هېڅ کله اجازت نه شي ورکولی چې د پاکستان په خاوره څه تعمیرات وکړي او په شپږم ستمبر رامنځته شوې سرحدي شخړه په پرامنه ډول د هوارولو په ځای طالب ځواکونو بې دریغه ډزو ته لاس کړو".

په تورخم د شپږم ستمبر د پېښې په حواله طالبانو دعوه کړې وه خپل [افغانستان] لوري ته یې په پوله پوسته ترميم کوله او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړې وې.

او پاکستان بيا ویلي، په شپږم ستمبر په پوله د پرامنه حل په ځای افغان ځواکونو په پاکستاني ځواکونو ناتاره ډزې پېل کړې وې.