يو اين ايچ سي ار: افغانستان کې حالت عادي نه دی بايد پاکستان او نور هېوادونه افغان کډوال بيرته ونه لېږي
د پاکستان د بيلا بيلو سيمو نه رپورټونه ښيي چې د افغانستان نه د سرپناه په تمه راغلو افغان کډوالو په ضد د پوليس عمليات تېز شوي او ګڼ شمېر بې کوره افغانان نيول شوي چې بيرته د لېږلو سره مخ دي.
د يو اين ايچ سي ار چارواکی قيصر افريدي وايي، په تېر دوه کاله کې يې شپږ لکه نوي افغان کډوال راجسټر کړي چې د طالبانو د واک نه وروسته پاکستان ته اوښتي.
تفصيل د مدثر شاه او هاشم علي په رپوټ کې