سیاستوال اؤ قانون پوهان د سپریم کورټ د تازه پرېکړې ستاینه کوي خو په نواز شریف به یې څه اثرات وي؟

د پاکستان سياستوالو او قانون پوهانو د سپريم کورټ د پرېکټس اېنډ پروسيجر اېکټ 2033 په حق کې د ستر عدالت فېصله ستایلې ده او ویلي یې دي چې ستر عدالت د قانون جوړولو په اړه د پارليمان واک اختيار تسليم کړی دی.

د پاکستان مسلم لیګ نون ګوند صدر او پخواني وزیر اعظم شهباز شريف د سپريم کورټ د پرونۍ فېصلې هرکلی کړی او دا یې د ستاېنې وړ ګام بللی دی.

نوموړي په ټولنیزه رسنۍ اېکس (پخواني ټویټر) خپل بيان کې ويلي، دا ویل ضروري ګڼي چې د ماضي د پرېکړو خلاف د اپيل په حواله د بحث لاندې د مخصوص شق اثر به په نواز شریف نه پريوځي.

خو د پاکستان تحریک انصاف یو مرکزي مشر اؤ پخواني ویاند ښاغلي شهباز ګل بیا ویلي چې د سپریم کورټ د پرېکړې نه وروسته د نواز شریف له لوري عدالت ته د اپیل حق ختم شوی دی اؤ اوس هغه نه شي کولی چې دخپلې نا اهلۍ پرضد عدالت ته رجوع وکړي.

همدا راز د پيپلز ګوند مشرې او پخوانۍ وزيرې شيري رحمان هم په اېکس جارى کړي خپل بیان کې ویلي دا فېصله د پارليمان د بالا دستۍ لپاره اړينه ده د چا لومړۍ ترجيح چې قانون سازي کول دي.

دپاکستان د سپریم کورټ وکیل شېخ احسن الدین، اېډوکېټ وایي،دا يوه ډېره متوازن فېصله ده. وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل په دې پرېکړه کې که يو خوا د پارليمان بالا دستي منلې شوې ده نو ورسره د عدالت په ازادۍ هم د قدغن لګولو خبرې دروغ ثابت کړی شوې دي.

دسپريم کورټ په فېصله کې ویل شوي، په یاد قانون کې د سپريم کورټ از خود نوټس ته د بيا کتنې په ځاې د نوټس ضد د اپيل حق ورکړل شوی او عدالت دغه خبره پرځای ساتلې ده. خو د سپريم کورټ د تېرو فېصلو ضد د اپيل حق په 15ؤ کې اتوؤ ججانو رد کړی او دغه شق یې کالعدم ګرځولی دی.

د سپريم کورټ پرېکټس اېنډ پروسيجر اېکټ لاندې د از خود نوټس اخستو او د کوم بېنچ جوړولو واک اختيار د چيف جسٹس څخه اخستل شوی او د سپريم کورټ د درېوؤ ججانو کمېټۍ ته ورکړل شوی ؤ او عدالت د یاد قانون دا ماده هم پرځای ساتلې ده.

دتحریک انصاف ګوند پخواني ویاند اؤ مرکزي مشر ښاغلي شهباز ګل پخپل یو ویلاګ کې ویلي د چیف جسټس نه د از خود نوټس اؤ د بینچ جوړولو د واک اخستو تر شا د پاکستان د پوځي اسټیبلشمنټ لاس دی ځکه اسټیبلشمنټ نه غوښتل چې د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسا ورته یو ځل بیا د تېر په څېر ستونزې راپورته کړي.

هغه ویلي اسټیبلشمنټ د یاد قانون منظورولو لپاره د اوږدې مودې نه لاره هواره کړې وه اؤ اوس چې سپریم کورټ دا قانون پځای وساتلو نو له دې لارې یو خو چیف جسټس د اسټیبلشمنټ د هر رقم فیصلو په وړاندې زیات طاقتور نه دی پاتې شوی اؤ بل د نواز شریف لخوا د خپلې نااهلۍ پرضد عدالت ته د اپیل کولو لاره هم ورسره تړل شوې ده.

قانون پوهه شېر امان خان وي او ای ډیوه ته وایي ،د عدالت لخوا د پارليمان د جوړ کړی شوي قانون په ځاې د ساتلو ګټه تر ټولو زياته پخواني وزیر اعظم عمران خان ته رسېدلې ده.

هغه وایي ،دده په خيال جهانګیر ترين او پخواني وزیراعظم نواز شریف ته له دې فېصلې هېڅ ګټه نه شي رسېدلی او هغوي ددې پرېکړې له کبله نقصان سره مخ شوي دي .

د پاکستان تېر پارليمان د اپریل په میاشت کې یاده قانوني مسوده د پارليمان په ګډه غونډه کې منظوره کړې وه او بیا د لاسلیک کولو لپاره دوه ځله صدر ته لېږل شوې وه او دواړه ځل صدر پرته له لاسلیک کولو بېرته پارلیمان ته لېږلې وه. او په خپله اييني موده کې په خپله قانون کې بدله شوې وه.

خو د قانون جوړېدو نه وړاندې د سپريم کورټ د پخواني مشر قاضي عمر عطا بنديال په مشرۍ کې سپريم کورټ په دې قانوني مسوده عمل کول ودرولي وو.

دسیاسي چارو کار پوهه اؤ کالم لیکونکی حماد حسن وایي ،د عدالت پرونۍ فېصله ددې هېواد د تاريخ په شانداره فېصلو کې يوه ده ځکه چې دلته خلک د خپل اختیار او اقتدار لپاره غېر اييني کارونه کوي او د سپريم کورټ چيف جسڼس ددې فېصلې نه ثابته کړه چې هغه د خپلو اختياراتو پرضد جنګېدو او خپل اختيارات یې کم کړل .

نوموړی وایي " زه ګڼم چې دا فېصله ددې هېواد د ايين او قانون د عمل دارۍ لپاره غوره فېصله ده "

د پي ډي اېم په تېر حکومت کې د قانون پخواني وزیر ښاغلي اعظم نذير تارړ د سپريم کورټ پرونۍ فېصلې ته خپل عکس العمل کې ویلي چي د یاد قانون په اړه فېصله کې ستر عدالت د قانون جوړولو د پارليمان طاقت منلی دی.