د پاکستان بېلابېلو سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغانانو په زوره ويستلو پرېکړې ته دې بيا کتنه وکړي
دوی د افغان کډوالو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د اکتوبر په 25 نېټه د پاکستان د بشري حقونو ملي کمېش اېن سي اېچ ار ته عریضه هم ورکړې ده.
دا عريضه د پيپلز ګوند پخواني سنېټر فرحت الله بابر، د ملي جمهوري غورځنګ ګوند پخواني سنېټر افراسياب خټک، د جماعت اسلامي سنېټر مشتاق احمد خان او د بشري حقونو فعالې امنه مسعود جنجوعه ورکړې ده.
تفصيل د ارشد حسېن په دې وېډيو رپورټ کې.