د خېبر پښتونخو د جنوبي ضلعې ډيره اسماعیل خان په ټانک اډه سیمه کې د پولیسو د ګاډي ترڅنګ بمي چاودنه شوې چې د چارواکو تر مخه 5 کسان پکې وژل شوي اؤ د دوؤ پولیس عسکرو په ګډون پکې 21 تنه نور ژوبل شوي دي.
د پولیسو سیمه ییز افسر یا ډي ایس پي محمد عدنان وي او ای ډيوه ته ویلي دا چاودنه نن سهار د ټانک اډه سیمه کې هغه مهال شوې چې کله د پولیسو یو ګاډي کې قیدیان د ډیره اسماعیل خان سیمې څخه ټانک ضلعې ته وړل کېدل.
نوموړي وویل چاودیدونکي مواد په یو موټر سایکل کې اېښودل شوي وؤ اؤ کله چې د پولیسو ګاډی په سړک تېرېدو نو په دغه مهال د ګاډي ترڅنګ چاودنه شوې ده.
نوموړی وویل په سمدستي توګه یې پېښه کې د مړو اؤ ژوبلو دقیقه شمیره نه ده ترلاسه کړې خو په چاودنه کې د عامو خلکو ترڅنګ پولیس عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چاودنې سره سم په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین سیمې ته رسېدلي اؤ په پېښه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان یې روغتون ته رسولي دي.
د ډيره اسماعیل خان د مرستندویه ادارې ریسکیو1122 ضلعي مشر اویس بابر پخپل یو بیان کې پخلی کړی چې چاودنه کې پینځه کسان وژل شوي اؤ د دوو پولیس عسکرو اؤ یوې مېرمنې په ګډون پکې 21 کسان ژوبل شوي دي.
د شیرخان په نوم د چاودنې یو عیني شاهد وي او ای ډیوه ته ویلي هغه خپله رکشه په سړک سورلیو لپاره ودرولې وه چې په دغه مهال یوه زورداره چاودنه وشوه اؤ اسمان ته ګردونه جګ شول.
هغه وایي" په لږ ساعت کې دومره ګردونه خواره شول چې ټوله سیمه پکې پټه شوه اؤ بیا زه هیڅ پویه نه شوم چې څه وشول اؤ څه ونه شول خو وروسته چې مې وکتل نو مړي اؤ ژوبل کسان په سړک پراته وؤ"
په کومه سیمه کې چې دا چاودنه شوې هلته د لاریو درې اډې دي اؤ زیاتره مهال دغلته د لاس ګاډو مزدورانو خپلې ریړې ودرولي وي اؤ رکشې هم په سیمه کې په زیاته اندازه ولاړې وي نو له دې امله دغلته مدام د خلکو زیات بېروبار وي.
په سمدستي توګه ددې چاودنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې په خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو اؤ پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان یا هم وسله والې ډلې ډاعش پغاړه اخستې ده.
تر دې تازه پېښې وړاندې په 29م اکتوبر ډيره اسماعيل خان کې نامالومه وسله والو د پولیسو په یو مرکز یا کیمپ برید کړی ؤ چې د پولیسو په وینا یو پولیس عسکر پکې وژل شوی ؤ.
ځايي خلک او په خپله امنیتي چارواکي مني چې په دې ورستیو کې خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د وسله والو فعالیتونه سیوا شوي دي.
د حکومتي چارواکو وینا ده چې د وسله والو په بریدونو کې په سوؤنو امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
تېره د اکتوبر میاشت کې یوازې ډیره اسماعیل خان ضلعه کې په پولیسو څلور بریدونه شوي وؤ،
لومړی برید د اکتوبر په څلورمه په کلاچي سیمه کې د پولیسو په تاڼه شوی ؤ چې دغلته تندلارو د لاسي بم برید اؤ ډزې کړې وې او هغه وخت پولیسو ویلي ووپه دې برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په نهم اکتوبر د ډيره اسماعیل خان په هتهاله سیمه کې د کلاچي تاڼې په پوليس پوسته بريد کې يو پولیس عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ټپيان شوي وو.
په 21م اکتوبر هم وسله والو په کلاچي تاڼه برید کړی و خو څه مرګ ژوبله پکې نه وه رامینځ ته شوې
د دغه بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې وې