په کراچۍ کې د افغان طالبانو کونسلر وايي، پاکستان د سياسي مسلې زور د افغان کډوالو ماشومانو او ښځو نه وباسي او دا ناقص سوچ دی

Your browser doesn’t support HTML5

په کراچۍ کې د افغان طالبانو کونسلر عبدالجبار تخاري وايي، پاکستان د سياسي مسلې زور د افغان کډوالو ماشومانو او ښځو نه وباسي چې په زور يې بيرته افغانستان ته لېږي

په کراچۍ کې د افغان طالبانو کونسلر عبدالجبار تخاري وايي، پاکستان د سياسي مسلې زور د افغان کډوالو ماشومانو او ښځو نه وباسي چې په زور يې بيرته افغانستان ته لېږي او دا ناقص سوچ دی خو پاکستان تر اوسه د تخاري څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

عبدالجبار تخاري وايي، که څه هم پاکستان د افغان کډوالو بيرته لېږلو د لارې په افغانستان کې په واکمنو طالبانو فشار اچوي او دا سیاسي مسله وه نو په مجبوره خلکو د سياسي مسلې ورتپل، په زنانوو، ماشومانو او مريضانو د خپلې سیاسي مسلې حلول، که دا سوچ وي نو دا ناقص سوچ دی، ځکه سياسي مسله پکار ده چې په ناسته او خبرو حل شي.

عبدالجبار تخاري وايي، د ده د معلوماتو ترمخه له پاکستانه په تيرو دوو مياشتو کې د څلورو لکو پورې افغانان بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په کراچۍ کې د ډیوه خبريالانو فضل عزيز او ذوالفقار بېټني د عبدالجبار تخاري سره مرکه کړې ده.