د لادرکه بلوچانو کورنیو او اسلام اباد کې د بلوچ یووالي کمېټۍ غړو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د بشري حقونو د نړیوالو ډلو او نړیوالو مطبوعاتو تر څارنې لاندې دې د لادرکه بلوچانو د قضيو پلټنې دې وکړي.
دوی غوښتنه کړې چې حکومت دې دا خبره هم باوري کړي چې نور به بلوچ ځوانان په جبري توګه نه لادرکه کېږي او نه به په جعلي پوليس مقابلو کې وژل کېږي. د پاکستان مرکزى حکومت لا هم د دوی غوښتنو ته جواب نه دی ویلی.
په جبري توګه د لا درکه بلوچانو خپل خپلوان له تېرو څلورو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې د خپلو لادرکه تنانو او په جعلي پوليس مقابلو کې د هغو د وژنو خلاف د لوږې علامتي کېمپ کې په احتجاجي پرلت ناست دي.
یو احتجاج کوونکی ځوان دوستېن وایي د راشد حسېن په ګډون دې د بلوچستان څخه لا درکه کړی شوي ټول کسان وموندل شي. دوستېن خپلې غوښتنې داسې بیان کړې:
"پاکستان دې د بشري حقونو د نړيوالو ادارو د څار لاندې يوه داسې لوظنامه وکړي چې په کې د بلوڅانو په جبري توګه د نه لا درکه کولو باور شامل وي او دريمه غوښتنه مو دا ده چې پاکستان دې د نړیوال مطبوعاتو سره په ګډه د لا درکه تنانو او جعلي پوليس مقابلو په حواله تحقيقات وکړي".
د لا درکه بلوچانو د کورنیو غړي په داسې وخت کې احتجاج کوي چې اسلام اباد هاىکورټ د 50 نه د زياتو لا درکه بلوچ زده کوونکو په نه راخوشې کېدو د ملک نګران وزیر اعظم، د کورنیو او بهرنیو چارو وزيران، سکرټريان او د بشري حقونو وزیر په 29 نومبر عدالت ته بللي دي.
هايکورټ ویلي دي چې د بې درکه بلوڅ طالب علمانو په اړه د جوړ کمېشن رپورټ ښیي چې امنیتي ادارو بلوڅ زده کوونکي له تعليمي ادارو څخه پورته کړي دي.
نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ ویلي په 29 نومبر به هغه په هېواد کې نه وي نو ځكه عدالت ته یې وړاندې کېدل ممکن نه وي.
د لا درکه بلوچانو آصف او رشید بلوچ خور سایره بلوچ وایي دوی تل غوښتنه کوله که لا درکه تنانو څه جرم کړی وي باید عدالت ته وړاندې کړل شي، خو وایي نور یې پر عدالت هم هغه باور پاته نه شو:
"په تربت کې عدالت ته د بالاچ بلوچ له وړاندې کولو وروسته د ترهګرۍ ضد پوليسو هغه قتل کړ او هغه په مقابله کې وژل شوی دی، دغې پېښې ته په کتو اوس مونږ عدالت ته د لا درکه وروڼو د پېش کولو غوښتنه هم نه کوو او غواړو چې زموږ لا درکه کسان زموږ په وړاندې راوستل شي".
په بلوچستان کې د بې درکه تنانو د موندنې لپاره کارکوونکی تنظیم وايس فار مېسنګ بلوچ پرسنز په ترهګرۍ ضد اداره د عدالت نه پرته د بالاچ بلوچ د قتل الزام لګوي، خو د بلوچستان د ترهګرۍ ضد پوليس دعوه کوي چې بالاچ بلوچ د لا قانونه تنظیم بلوچستان لبرېش ارمي غړی وو.
د لا درکه کسانو خپلوان، د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه اکثر په جبري توګه د خلکو د لا درکۍ تورونه د پاکستان د پوځ په خفيه ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي.
پوځ وايي کېدی شي چې لا درکه کسان د بلوچ وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي او له امنیتي ادارو سره په نښتو کې وژل شوي وي او یا افغانستان ته تښتېدلي وي.
د یو بل لا درکه کس خور ماه زېب بلوچ وایي دوی چې کله په خپل کور کې يو ځای ناست وي نو خپلې هغه زړې خوشالۍ ور یادېږي چې ورور یې بې درکه نه وو:
"مونږ کله خبره کوو نو د خپل ورک ورور راشد هره خبره رایادېږي، خو د راشد وروسته زموږ خوشالۍ، زموږ د کور ښکلاګانې او زموږ اخترونه د راشد سره ورک شوي دي".
د لا درکه تنانو د کورنیو او د بلوچ یکجهتي کمېټۍ غړي وايي احتجاج به یې تر هغې روان وي ترڅو چې یې غوښتنې نه وي منل شوې.