څېړونکي: پاکستان د لاقانونه بهرنیانو د ویستلو تګلاره یوازې په افغان کډوالو عملي کوي

د قانوني چارو ماهرين وايي که څه هم په پاکستان کې د افغان کډوالو نه علاوه يو شمېر نور بهر ملکي وګړي هم په غېر قانوني توګه مېشت دي خو داسې ښکاري چې د غېر قانوني بهر ملکيانو ايستلو تګلاره يوازې افغان وګړو لپاره ده.

د پاکستان د کورنیو چارو مستعفي نګران وزیر سرفراز بګټي وايي د هغو بهر ملکي وګړو شمېرې نه لري چې په دې هېواد کې په غېر قانوني توګه مېشت دي او افغانان ځکه یادوي چې تر ټولو زیاته شمېره د هغو ده.

دقانوني چارو ماهرين وايي پاکستان د بشري او سياسي حقونو د نړيوالو لوظنامو لاندې پابند دی چې د پناه غوښتونکو کډوالو د حقونو تحفظ باوري کړي.

د پاکستان څخه د غېر قانوني بهر ملکيانو د وتلو لړۍ دوام لري او تر اوسه پورې د حکومتي شمېرو تر مخه څلور نېم لکه غېر قانوني افغان کډوال خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

پاکستان کې يوازې افغان وګړي په لا قانونه توګه نه دي مېشت بلکې د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه دلته نزدې 3 مېلیونه روهنګيان، يو شمير کشميريان او د نورو قومونو وګړي هم اوسېږي، ولې د لا قانونه بهر ملکيانو د ايستلو د تګلارې په ترڅ کې يوازې افغان وګړي په نښه کېږي.

په نزدې ورځو کې اسلام اباد کې د مطبوعاتي غونډې په مهال د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د ډيوه دې پوښتنې ته ځواب و نه ویلي چي تر دې دمه د غېر قانوني افغان وګړو سربېره نور کوم غېر قانوني بهر ملکي وګړي ايستل شوي دي؟

د نوموړي وینا وه چونکې په پاکستان کې په غېر قانوني توګه د اوسېدونکو لويه شمېره د افغان کډوالو ده نو ځكه افغانان ويستل کېږي خو ورسره یې دا دريځ هم تکرار کړی ؤ چې د غېر قانوني بهر ملکيانو د ايستلو حکومتي تګلاره يوازې د افغان وګړو لپاره نه ده.

د پاکستان حکومت دې هېواد کې له مودو راهیسې مېشت يغور وګړو ته هم د وتلو لپاره د شپږو میاشتو وخت ورکړی دی.

قانون پوهان وايي د کوم بهر ملکي وګړي لپاره د پاکستان شهريت ترلاسه کولو لپاره درې قوانین دي چې نېچرلايزېشن اېکټ، د کال 1951 سټيزن اېکټ او د کال 1956 فارن اېکټ پکې شامل دي.

قانون پوهه مصدق عزيز خټک ډیوه ته وایي ، يوه طريقه دا ده چې يو کس دلته پېدا شي نو د سټيزن اېکټ لاندې هغه د پاکستان تابعیت ترلاسه کولی شي،

د نوموړي په خبره" دوېمه دا چې که د هغه مور پلار دلته زېږېدلي وي او هغوي ته شهريت ورکړی شوی وي نو هغه تن ته به هم شهريت ورکړی کیږي، درېمه طريقه د سټيزن شپ اېکټ 1951 لاندې دا وي چې که يوه بهر ملکي ښځه د پاکستاني سړي سره واده وکړي نو د لسمې مادې لاندې د هغوي حق دی چې هغې ته به شهريت ورکړی کیږي، خو دلته مسله دا ده چې بهر ملکيانو ته ددې قوانینو لاندې کوم حقونه ورکړی شوي دي هغه ورته په عملي توګه نه ورکول کېږي"

د ترهګرۍ د پرله پسې خونړیو حملو وروسته د پاکستان نګران حکومت د تېر اکتوبر میاشت کې دلته مېشت ټولو غېر قانوني بهر ملکيانو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پخپله خوښه د وتلو امر کړی ؤ او د پاکستان په دې پرېکړه نه يوازې په افغانستان کې واکمنو طالبانو بلکې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړيوالو ادارو هم سختې نيوکې کړې دي.

د پاکستان پوځ په دې هېواد کې د غېر قانوني افغان وګړو شتون د هېواد امنيت او اقتصاد ته خطره بولي.

د پاکستان حکومت هېواد کې د امنيت د خراب صورتحال علت غېر قانوني افغان وګړي ګرځوي او په دې وروستیو کې د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي تور پورې کړی ؤ چې هېواد کې ترسره شوو 24 ځانمرګي بريدونو کې 14ؤ کې افغان وګړي ککړ وو.

خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي پاکستان د خپلو ناکاميو پړه پر افغانستان نه شي اچولی.

قانوني ماهران وايي بې شکه چې د غېر قانوني بهر ملکيانو ايستلو د پاکستان تګلاره به د ټولو خلاف وي خو ليدل کېږي چې ددې زيات ښکار افغان وګړي دي.

قانون پوهه شاه زېن مندوخیل ډیوه ته وایي "د مايګرېشن او یا د شهريت د قوانینو نه علاوه که مونږ په ايين خبره وکړو نو د پاکستان د دستور 4مه ماده يوازې هغو خلكو ته تحفظ نه ورکوي چې د پاکستان باشنده ګان دي، څلورمه ماده ډېره واضحه خبره کوي چې کوم سړی ددې هېواد په جغرافيايي حدود کې دننه موجود دی نو هغه سړي ته به د ايين او قانون تحفظ ترلاسه وي"

ماهرين وايي پاکستان چې په کومه بې ترتيبه طريقه افغان کډوال له دې هېواده شړي، دا نه يوازې د بشري حقونو سرغړونه ده بلکې د نړیوالو کنونشنونو هم خلاف ورزي ده.

د مصدق عزيز خټک په وینا،د کډوالو نړیوال کنونشن د بشري حقونو د نړيوال کنونشن نه وروسته جوړ شوی و او بيا د هغې لاندې دوه نور کنونشنز دي چې د سياسي او سول حقونو په اړه دي،

هغه وایي پاکستان دغه لوظنامې لاسلیک کړي دي خو په دغو لوظنامو او ضابطو هغه شان عمل نه کېږي څنګه چې پکار دی .

په کال 2018م کې د پاکستان دهغه وخت وزیر اعظم عمران خان اعلان کړی و چې د هغه حکومت به په پاکستان کې زېږېدلو افغان وګړو ته د شهريت حق ورکوي، ولې د نوموړي په دغه اعلان وروسته عمل و نه شو.