ټي ټي پي او نورې ډلې پخپلو بریدونو کې تېزي راولي چې حکومت د امن خبرو ته مجبوره کړي - رپوټ

د پاکستان لپاره د سولې مطالعاتو ادارې - انسټیټیوټ فار پیس اينډ سيکيورټى - راپور وايي تېر کال کالعدم ګرځولې شوي تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) وسله واله ډله، داعش خراسان او د بلوچستان د ازادۍ ډله ( بې ایل اې) د ترهګرۍ اړوند د ۸۲ فیصده مرګونو ذمه وار وو، او په ۲۰۲۳ کال کې یې ۷۸ سلنه ترهګریز بریدونه کړي چې په کې د پاکستان امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوړيدلې ده.

رپورټ وايي توندرو بريدونو کي تيزي راتلل ښايي چې ټي ټي پي او دوی سره تړلې ډلې به پخپلو فعاليتونو کي نور تيزوالې راولي چې پاکستان دي ته مجبوره کړي چې دوى سره د امن خبرې اترې بيا پيل کړي.

دا رپورټ يوه ورځ وروسته له هغې راغلې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سينټ ته ويلي چې دحکومت او ټي ټي پي تر منځ د امن خبرو په وخت ټى ټي پي ځان ډير مضبوط کړو، د خپلو خلکو روزنه يې وکړه، خودکش بمبار یې تيار کړل چې په خيبر پښتونخوا او پخواني قبایلي سيمو کي بريدونه وکړي. وزارت په دې هر څه غبرګون څرګند کړې ؤ.

رپوټ وایي، دا پرمختګ په پاکستان کي د عمومي ټاکنو نه لږ وړاندې د سياستمدارانو او په انتخابى غونډو کې د ګډونوالو د امنيت په اړه سوالونه راپورته کړي.

رپورټ زياتوي د پاکستان لخوا ترهګرو ته برابر ځواب نه ويلو هم ترهګري سيوا کړه او د ټي ټي پي سره د خبرو له وجې هم دې کي زياتوالې راغلو او ضرورت د دې خبرې دی چې په دې اړه يو جامع او دوامداره د ترهګرۍ ضد تګلاره جوړه کړي.

رپورټ وايي، په پاکستان کې په کال ٢٠٢٣ کې د ۱۴ ځانمرګو بریدونو په ګډون ۲۶۲ ترهګریز بریدونه شوي، چې ۴۱۹ کسان یې وژلي او ۷۳۴ نور یې ټپیان کړي دي. د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې په مرګ ژوبله کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امنیتي راپور یادونه کوي چې په کابل کې د افغان طالبانو واک ترلاسه کول، او د TTP سره د سولې په خبرو کې د ښکیلتیا لپاره د پاکستان حکومت غلط او دوامداره هیلې دا ډله وهڅوله چې په هیواد کې ترهګریز تاوتریخوالی بیا تنظیم او پراخ کړي.

راپور په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره د ترهګريز تاوتریخوالی زیاتوالی سره تړاو لري، د TTP د پولې پورې غاړې فعالیتونو کنټرول لپاره د افغان طالبانو ناتواني یا نه لیوالتیا په ګوته کوي.

په ۲۰۲۳ کې، امنیتي او د قانون د انفاذ ادارو د کال ۲۰۲۲ ،په پرتله د اورپکو په ضد ۱۲۹ عملیات و کړل چې په کې څلور سوه پېنځه ویشت (۴۲۵) مړه او يو پنځوس (۵۱) ټپیان شول. راپور وايي، له دې بریدونو څخه، ۹۷ په خیبر پښتونخوا، ۲۸ په بلوچستان، درې په پنجاب، او یوه په کراچۍ - سند کې ترسره شول.

په ۲۰۲۲ کې د ترهګريز بریدونو له امله د ټولې مړینې شاوخوا نیمایي (۴۱۹) د امنیتي ځواکونو او د قانون پرځای کوونکو ادارو چارواکي ٶ.

د راپورونو له مخې په ترهګریزو بریدونو کې د امنیتي او قانون پرځای کوونکو ادارو ۲۳۴ نور کارکوونکي هم ټپیان شوي دي. دغه راز په دغو بریدونو کې ۱۵۲ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹۸ نور ټپیان شوي دي.

په تېر یو کال کې په پاکستان کې د ټولو ثبت شویو ترهګرو بریدونو شاوخوا ۹۵ سلنه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا (K-P) کې شوي دي.

د پولې هاخوا بریدونه

د پاکستان لپاره د سولې مطالعاتو اداره وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راپدېخوا په پاک افغان پوله کې ناامنۍ او تاوتریخوالی په تدریج سره مخ په زیاتېدو دی. د دې ادارې په رپوټ کې راغلي: «طالبانو ظاهراً د پاکستان د هغو هڅو په ځواب کې چې پر پوله یې اغزن سیم لګولی، سخت او قومي دریځ غوره کړی دی.»

رپوټ زیاتوي چې دوهم، د کډوالو مسله او همدارنګه د پولې څخه ناقانونه تګ راتګ هم د پولې کړکیچ زیات کړی دی. په ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې د پولې پورې پنځلس (۱۵) بریدونه ترسره شوي. له دې جملې څخه، دیارلس (۱۳) بریدونه د افغانستان سره د هیواد له پولې هاخوا په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي. له افغانستان څخه په دغو بریدونو کې د ۲۰ امنیتي چارواکو په ګډون ۳۴ کسان ووژل شول او ۵۲ نور ټپیان شول.

حکومتي غبرګون:

د تیر کال د ۶۳ عملیاتو په نسبت، د پاکستان امنیتي ځواکونو او د قانون د انفاذ ادارو په ۲۰۲۲ م کال کې د پاکستان په ۲۵ ضلعو او سیمو کې د وسله والو پر ضد ۸۷ عملیات ترسره کړل. په دغو عملیاتو کې د ۳۰۲ اورپکو، ۲۲ پوځيانو ، او يو د ايف سى سرتېری، پولیس او ملکي وګړي په ګډون ټولټال ۳۲۷ تنه وژل شوي دي – په ۲۰۲۱ کال کې د ۱۹۷ په پرتله – ۵۱ نور ټپیان شوي دي.

سپارښتنې:

راپور وړاندیز کوي چې حکومت باید د ملي امنیت پالیسي (NSP) او همدارنګه د ترمیم شوي ملي امنيت تګ لارې (NAP) پلي کولو لپاره یو مناسب میکانیزم يا طريقه کار رامینځته کړي؛ د ملکي قانون پلي کونکو ادارو ظرفیت او رول زیات کړي چې د پام وړ ترهګريز ګواښ مخه ونیسي، د ترهګرو ډلو په وړاندې د صفر زغم تګلاره غوره کړي، او له هغو کسانو سره چې د تاوتریخوالي پریښودو ته زړه نه ښه کوي باید خبرې اترې ونه شي.

د PIPS راپور استدلال کوي چې پاکستان باید د بهرنۍ پالیسۍ په تعقیب کې مهم بدلونونه معرفي کړې.