د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو خصوصي چارواکې ميري لولر تېره ورځ په اسلام اباد کې په جبري توګه د بې درکيو پرضد د بلوچ احتجاج کوونکو مشرانو سره خبرې اترې کړي، او نوموړې په بلوچستان کې په جبري توګه لادرکيو خلاف د مظاهره کوونکو د پولیس لخوا د ويرولو په اطلاعاتو سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.
د پاکستان حکومت دې پرمختګ ته لا کوم عکس العمل نه دی ښودلی خو د اسلام اباد پوليسو ملګرو ملتونو بيان ته په غبرګون کې ویلي باید بې له شواهدو تورونه تکرار نه کړی شي.
د ملګرو ملتونو د لوړ پوړې چارواکې سره د خبرو په اړه ماه رنګ بلوڅ وویل هغې او سمي دين بلوڅ د ملګرو ملتونو د چارواکې سره لنډې خبرې کړي، هغه یې د اسلام اباد پريس کلب مخې ته پرلت کونکو ته په ګواښونو، نيولو او د دوی پرضد د غدارۍ په مقدمو درج کولو خبر کړې ده.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅ وويل، "د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د خصوصي رپورټر له لوري مونږ ته باور راکړی شوی چې ټول صورتحال به له نزدې څاري او د پاکستان چې څومره هم انتظاميه ده هغوي ټولو ته به هم دا ليکي چې د دې مارچ سره تړلې چې څومره هم د بشري حقونو فعالين او د ورکو بلوڅانو کورنۍ دي د هغوي حفاظت او امنيت دې باوري کړی شي".
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو خصوصي رپورټر ميري لولر په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي، د سيمي دين بلوڅ او ماهرنګ بلوڅ سره په بلوچستان کې د جبري لا درکيو پرضد روانو مظاهرو باندې یې د خبرو لپاره ليدل وکړل.
ميري لولر ویلي، چې د پولیس لخوا د مظاهره کوونکو د وېرولو رپورټونه د اندېښنو وړ دي.
دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی چې په بلوچستان کي د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د سوري لاندې د لا درکه بلوڅانو د لاريون ګډون وال د ترهګرو ملګري بللي.
د ښځو او ماشومانو په ګډون دا مهال د لسګونو په شمېره کې بلوڅان د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د تيرو څو ورځې راهیسې د جبري لا درکيو او عدالت پرته د وژنو خلاف احتجاجي پرلت کوي.
د اسلام اباد پوليسو د ملګرو ملتونو بيان ته خپل عکس العمل کې د اېکس د لارې ویلي، تمه لري چې د شواهدو بغېر به داسې تورونه تکرار نه کړی شي.
په پاکستان کې په جبري لا درکيو نظر لرونکي څيړونکي وايي د جبري لا درکيو په اړه د بلوڅ احتجاج کوونکو غوښتنو ته په غوږ نه کېښودو د پاکستان چارواکو دا موقع ملګرو ملتونو ته ورکړې ده.
خبريال حامد مير وايي د پاکستان عدالت وايي مونږ د پاکستاني وګړو د نه لا درکه کولو حکم ورکوو خو د هېواد استخباراتي اېجنسۍ خبره نه اوري.
د حامد مير په خبره، "کله چې هم په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشن د هند د انتظام لاندې کشمیر کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه رپورټ جاري کوي نو پاکستان د هغې ستاينه کوي خو اوس په پاکستان دننه د بشري حقونو سرغړونې کېږي نو ښکاره خبره ده چې ملګرو ملتونه به د نړیوال قوانینو او خپل کنونشنز لاندې د هغې نوټس اخلي".
ماه رنګ بلوڅ تېره ورځ په خبري غونډه کې دعوه کړې وه چې د روانې احتجاجي ناستې دوران د بلوچستان څخه 40 کسان پورته کړی شوي دي.
پاکستان کې د کلونو راهیسې خلک بې درکه کيږي چې زياتره يې بلوڅان او پښتانه دي، بلوچ ملت پاله سياستوال، د بشري حقونو مبارزين او غورځنګونه د پاکستان امنيتي او جاسوسي ادارې د خلکو په لا درکه کولو تورنوي خو پوځ دا تورونه ردوي او ځينې کسان چې ورک بلل کيږي د ناقانونه وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي دي.