د ماحولياتو یا چاپېریال ماهرين وايي د ګاډو او کارخانو زياتوالي سره د هوا ککړتيا هم ورځ تر بلې سېوا کېږي چې له امله يې د انساني صحت ترڅنګ د يخنۍ په موسم کې ورځنی ژوند هم اغېزمن کېږي۔
ماهرين وايي فضايي الودګي یا خچنوالی جغرافيايي سرحدونه نه لري او د پاکستان تر څنګ د منطقي نور هېوادونه هم اغيزمن کوي بايد د مخنيوي د پاره يې ګاونډي هېواونه په ګډه ګامونه واخلي۔
د ماحولياتو ماهرين وايي که څه هم پاکستان د هوا په ککړتيا کې ډېر کم کردار لري خو د خرابو اثراتو نه يې زيات اغيزمن کېږي چې لوی علت يي په ګاونډيو هېوادونو هندوستان، بنګله دېش او چين کې لګول شوې يو شمېر کارخانې يا د صنعتي پرمختیاوو پروژې ښودل کېږي۔
عبدالولي خان پوهنتون مردان کې ماحولياتو ماهر ډاکټر سيد وقاص علي وایي د پاکستان ګاونډیو هیوادونو په صنعتونو کې زیات پرمختګ کړی اؤ د هغو کارخانو نه رقم رقم ګېسونه خارج کیږي چې هغه بیا په هوا کې شاملیږي اؤ دغه ککړه هوا بیا په پاکستان هم منفي اغېزې کوي.
وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وویل پاکستان کې د خیچن چاپېریال اؤ ککړې هوا له امله د ساه، پړپوسانو اؤ د زړه ناروغۍ په چټکتیا سره خوریږي.
اېسوسي اېټېډ پريس خبري ادارې د نړيوال بیک د شمېرو په حواله خپل رپورټ کې ویلي چې پاکستان کې 93 فيصده او هندوستان کې 96 فيصده خلک په ککړه هوا کې ساه کوي۔
د خبري ادارې ترمخه د پاکستان پنجاب صوبه کې هرکال شاوخوا دوه لکه او 20 زرو پورې خلک د هوا د ککړتيا سره د تړلو ناروغیو له امله مري۔
څېړونکي وايي هر کال په ژمي کې د هوا ککړتيا يا سموګ د پاکستان په لاهور او د هندوستان په ډيلي ښار کې نه يوازې خلک ناروغه کوي بلکې د اقتصادي هلو ځلو ترڅنګ ورځنی ژوند هم اغېزمن کوي۔
ډاکټر سيد وقاص علي وایي" يو خو د يخنۍ دا څپه ده چې يخني ډېره سېوا شوې ده او د هغې سره سره الودګي ده، بيا لړه او لوګي چې يوځای شي نو هغې ته سموګ وايي، هره اوونۍ دا مالومه نه وي چې سکولونه بند دي که خلاص، سهار د وخته څوک نه شي راوتلی او د ژوند ټول امدورفت متاثره دی چې خراب اثر يې په اقتصاد او روزګار هم کېږي"
اېسوسي اېټېډ پريس ليکلي چې د هوا په ځینو شرایطو کې، د هندوستان په پلازمینه نوي ډیلي کې 30 فيصدي ککړتیا د پاکستان د پنجاب صوبې نه راځي۔
د ماحولياتو ماهرين وايي چې د هوا الودګي جغرافيايي سرحدونه نه لري، دوی وايي په علاقايي هېوادونو کې د کارخانو، خښتو بټیو او ګاډو نه وتونکو ګېسونو د خرابو اثراتو مخنيوي دپاره بايد ټول ګاونډي هېوادونه په ګډه کار وکړي۔
عبدالولي خان پوهنتون مردان کې ماحولياتو ماهر ډاکټر شمس علي بېګ وایي، که یو هیواد په انفرادي توګه د چاپېریال د ژغورنې لپاره هڅې کوي نو دهغې دومره ګټه نه وي خو که دغه هڅې د نورو هیوادونو لخوا هم په اجتماعي یا ګډ ډول وشي نو ښې پایلې لرلی شي.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي" څنګه چې ددې سرحد نشته نو که يو هېواد د دې حوالې سره يوه ډېره ښه فېصله يا اقدام وکړي نو د هغې اثر به دومره زيات نه وي، نو د دې دپاره يو جامع حل پکار دی او ټول هېوادونه بايد په شريکه داسې ګامونه واخلي چې د هغې په زريعه د هوا د الودګۍ سرچينو ته ورسېږي او په هغې کې کمی وکړی شي په ځای د دې چې د الودګۍ پېدا کېدو وروسته د هغې دپاره حل لټوي"
د بشري حقونو د څار د نړيوالې ادارې د يو راپور ترمخه په پاکستان کې د هوا ککړتيا اوسطاً 4 کاله عمر کموي او د پنجاب سر ښار لاهور چې د هوا خچنوالي نه تر ټولو زيات اغېزمن کېږي د الودګۍ له وجې متوقع عمر پکې اوو کالو پورې کم شوی دی۔