د تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر هم وایي په مرکز، پښتونخوا او پنجاب کې به حکومت جوړوي

د مسلم لیګ (ن) ګوند د مشر نواز شریف تر دعوې وروسته د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) چېرمېن بېرسټر ګوهر علي خان هم دعوه کړې چې په قامى اسمبلۍ او دوو صوبایي اسمبلیو کې د اکثريت تر لاسه کولو وروسته د دوى ګوند به په مرکز، پښتونخوا او پنجاب کې حکومت جوړوي.

بېرسټر ګوهر وایي په کومو سیمو کې چې تر اوسه د انتخاباتو نتیجې ځنډول شوې دي، ګوند به یې د هغو سیمو د ریټرننګ افسرانو د دفترونو مخې ته سبا د فرورۍ پر 11مه احتجاج کوي.

د خالي- شنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وينا کې ګوهر علي خان دعوه وکړه چې د دوى د ګوند ملاتړ کوونکي د قامي اسمبلۍ په 170 څوکيو باندې بريالي شوي دي.

ياده دې وي چې د پاکستان اليکشن کميشن تر دې دمه د 253 غيرسرکاري او غيرحتمى نتيجو اعلان کړی دی چې پکې ازاد کاميابه شوو کسانو تر ټولو زياتې 99 څوکۍ ترلاسه کړې دي او په دوی کې اکثر د پي ټي ای ملاتړي کسان ګڼل کيږي.

ګوهر علي خان وویل، ګوند یې له هیچا سره جنجال نه لري، غواړي پرمخ ولاړ شي او د آیین او قانون له مخې حکومت جوړ کړي:

"زه له اليکشن کميشن او د پاکستان له اعلی عدالته غوښتنه کوم چې دا د ولس ږغ دى او همدا جمهوري حق دى چې خلک خپل نمایندګان وټاکي، څوک چې په اکثریت سره کامیابه کېږي باید هغه ومني شي او احترام ورته وشي".

ګوهر على خان وويل په خيبرپښتونخوا او پنجاب کې به هم تحریک انصاف حکومت جوړيږي او چې څومره ژر د انتخاباتو نتیجې مخې ته راځي، وایي دوی به تر سلا مشورو وروسته د وزیراعلی لپاره خپل نوم وړاندې کړي.

هغه وویل چې اقتصاد به د خلکو د غږ د ځپلو او د مطلوب حکومت جوړولو توان ونه لري. بېرسټر ګوهر زیاته کړه چې د انتخاباتو وروستۍ نتیجې باید نن د شپې له 12 بجو مخکې اعلان شي:

"د تحریک انصاف لپاره باید کوم خنډ جوړ نه شي او پایلې باید ژر تر ژره اعلان شي. د قانون له مخې، وروستۍ نتیجې له 45 فام اخیستل کیږي او موږ ټولې نتیجې ترلاسه کړې".

ګوهر وویل چې د دوی غړي له دوی سره په تماس کې دي، دوى ګوند ته وفادار وو او همداسې به پاتې وي، هغه زياته کړه، چې خپل خپلواک حکومت به جوړوي.

ده وويل چې خلک په ازاده توګه د رايې ورکولو حق کاروي. هغه زياته کړه، صدارتي افسرانو رايې شمېرلې او 45 فارم يې چمتو کړی وو. د پي ټي آئي مشر وويل نتايج بايد د دې فارم مطابق جوړ کړل شي ځکه چې هغه ټول فارمونه ترلاسه کړي دي.

بل لور ته د مطبوعاتي رپوټونو له مخې، د یو شمېر لویو سیاسي ګوندونو مشرانو د جمعې په شپه ناوخته غونډې وکړې او په حکومت جوړولو یې خبرې پيل کړې دي.

د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف ويلي پاکستان د روانې سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ څخه د راويستلو لپاره د پي ډي ايم په شان د يو اتحادي حکومت جوړولو ضرورت دی.

څېړونکي وایي د يو ګوند لخوا ښکاره اکثريت نه تر لاسه کېدو له وجې په مرکز کې د ايتلافي حکومت جوړولو نه پرته بله څه لار نه ده پاتې خو وایي دا به کتل وي چې کوم کوم ګوندونه په دې حوالې سره پخپلو کې اتفاق ته رسېږي.