پاکستان تحريک انصاف نن د خالي يا شنبي په ورځ په ټول هېواد کې په اتمه فرورۍ شویو انتخاباتو کې د ښکاره درغليو پرضد احتجاجونه کړي
د خېبر پښتونخوا سرښار پيښور کې هم پي ټي ايي يوه لويه احتجاجي غونډه کړيده چې پکې د ګوند مشرانو له اليکشن کميشن، عدليي او نورو اړونده ادارو څخه غوښتي چې اليکشن کې د شويو درغلیو دې په سمدستي توګه پلټني وکړي.
د پيښور په رېنګ روډ د شوې احتجاجي غونډې نور حال د ډېوه خبريال عثمان خان وړاندي کوي: