د پاکستان نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ د لا درکه بلوڅ زده کوونکو په مقدمه کې اسلام اباد هایکورټ ته وړاندې شوی او عدالت ته يې ويلي چې څوک هم د جبري لا درکيو دفاع او کالت نه شي کولی.
وزير اعظم کاکړ عدالت ته ويلي په خپله هم د بلوچستان سره تعلق لري او د هغې ځای د حالاتو نه ښه خبر دی، رياست په بلوچستان کې د وسله وال بغاوت سره مخامخ دی او غېر رياستي عناصر هم د بشري حقونو سرغړونې کوي.
نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ او د کورنیو چارو نګران وزير ګوهر اعجاز د حکومتي وکیل یا اټارني جنرل منصور اعوان سره د اسلام اباد هایکورټ جج جسټس محسن اختر کياني په عدالت کې د لا درکه بلوڅو زده کوونکو په مقدمه کې حاضر شوي دي.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د مقدمې د اورېدنې په پيل کې اټارني جنرل د لا درکه طالبعلمانو د شمېرې په اړه خپل دلايل وړاندې کړي او ويلي يې دي، د لا درکه بلوڅ زده کوونکو د معلومولو لپاره يې هڅې کړي.
اټارني جنرل یا سرکاري وکیل ویلی نور 11 لا درکه زده کونکي بازياب کړی شوي دي، نهه د ترهګرۍ ضد محکمې سي ډي ټي سره دي، د څلورو لا هم درک نه دی معلوم او دوه لا درکه کسان په افغانستان کې دي.
ويل شوي، د اټارني جنرل د دلایلو وروسته نګران وزیر انوارالحق کاکړ عدالت ته وویل چې يوه اداره هم د قانون څخه بالا نه ده او عدالت ته د هغه حاضرېدلو ثابته کړه چې وزير اعظم هم قانون ته ځواب کوي.
د لا درکه بلوڅ زده کوونکو په مقدمه کې د دفاع وکيلې ايمان زېنب مزاري د اورېدنې وروسته د عدالت نه بهر مطبوعاتو ته وویل چې نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ د بلوڅ طالب علمانو لادرکي د ترهګرۍ او بغاوت سره د تړلو هڅه کړې ده.
هغې وويل، "ايا په ټول پاکستان کې بغاوت روان دی چې د ټول هېواد د ګوټ ګوټ او تر دې چې د اسلام اباد څخه چې خلک په جبري توګه لا درکه کولی شي. او بله خبره دا ده چې مونږ او د لا درکه بلوڅ زده کوونکو کور والو چېرې هم په عدالت کې دنننه او بهر چېرې هم د وسله وال بغاوت ملاتړ نه دی کړی، د دې ستونزې څخه پام اړول د رياستي تګلارې څرګندونه کوي او داسې ښکاري چې رياست لا هم د انکار په حال کې دی".
د مطبوعاتو ترمخه نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ عدالت ته وویل د خلکو د لا درکه کېدو او هره ورځ په رياست د تورونو د لړۍ دا معامله پکار ده چې ودرېږي.
عدالت ته د نګران وزیراعظم د حاضرۍ په اړه مطبوعاتو په خپلو رپورټونو کې ويلي، چې کله عدالت د وزیر اعظم څخه وپوښتل چې ایا تاسو په دې معامله قانون سازي کولی شئ؟ نو وزير اعظم وویل نوي پارلیمنټ سره به اختيار وي او قانون سازي کولی شي.
جسټس محسن اختر کياني ويلي، د دې مقدمې لکبله ډېر لا درکه کسان موندل شوي دي او کوم کسان چې د سي ټي ډي سره دي، د هغوي مقدمې به چليږي.
په پاکستان کې د لا درکه کسانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم دېفنس آف هيومن راېټس غړي عدالت ته د وزير اعظم له پېش کېدو او د هغه د دريځ څخه مطمين نه وو.
د غېر حکومتي تنظیم ډېفېنس اف هيومن راېټس مشره امنه مسعود جنجوعه وايي، "بلوڅ طالب علمان د خپلو کورونو او يونيورسټيانو څخه پورته کړل شوي دي او وزیر اعظم له خو پکار وه چې خپله غلطي یې منلی وای".
عدالت د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي سره د موجودو تنانو خلاف د درج مقدمو تفصيل د لا درکه بلوڅ زده کوونکو د دفاع وکيلانو ته د ورکولو امر کړی او د مقدمې اورېدنه يې ځنډولې ده.
په پاکستان کې د لا درکه بلوڅانو او پښتنو د حقونو غورځنګونه او د بشري حقونو تنظيمونه د خلکو په جبري توګه په لا درکه کېدو کې د ککړتیا تورونه د پاکستان په امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ او حکومت دا تورونه ردوي او وايي کوم خلک چې ورک بلل کېږي هغوي يا خو د بېلتون غوښتونکو وسله والو په ليکو کې شامل شوي، امنيتي ادارو سره جګړو کې وژل شوي او يا افغانستان ته تښتېدلي دي.