په شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې پوليس په کې وژل شوی او يو ملکي وګړی ژوبل شوی دی. په شمالي وزیرستان کې په تیرو درېو ورځو کې د هدفي وژنو دا درېمه پېښه ده.
ترې دې وخته د دې پېښو زمه داري چا نه ده منلې د هدفي وژنې یوه بله پېښه لکي مروت کې شوې چې د بر جنوبي وزیرستان سره تړاو لرونکی یو تنکی ځوان په کې وژل شوی دی.
پولیسو دا پېښې تاييد کړي، او د شمالي وزیرستان پولیس وايي د هدفې وژنې دا پېښه د ضلع مرکز میرانشاه په تپي سیمه کې شوې ده.
تپي د میرانشاه بازار نه نیزدې پینځه کلو میټره سویل ختیز سیمه ده او د لس کلن ضرب عضب پوځي عملیاتو پرمهال دا سیمه د هرقسمه ناامني څخه پاکه ګرځول شوې وه.
د میرانشاه تاڼې چارواکي وايي د ډزو په پېښه کې پولیس طارق خان وژل شوی چې د ډیوټۍ وروسته کور ته ستون شوی وو.
د دوی په وینا دا د ترهګري پېښه ده چې هدف یې پولیس اهلکار وو، د نامالومه کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.
په سیمه کې د پوځ مشر مېجر جنرل انجم ریاض او د ضلعې پولیسو او انتظامیه مشرانو د پولیس عسکر په وژنه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د ضلعې پولیسو مشر روحانزیب د هغه جنازې پرمهال ویلي د هغه قرباني به نه ضايع کوی، په دې پېښه کې ککړ کسان به زر مالوم کړي او عدالت ته به یې راکش کړي.
په شمال وزسرستان کې په تیرو درې ورځو کې د هدفي وژنو دا دریمه پېښه ده چې پکې یو د مذهبي سیاسي ګوند د ضلعې د مالیاتو سیکتر او په بله پېښه کې د پولیسو یو افسر د هغه د کور مخې ته وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې په کال 2014 کې عملیات کړي ووي ځايي خلک په دې عمل پوښتنې راپورته کوي خو پوځ دعوه کوي چې د عملیاتو په پایله کې وسله والو ته پراخه ضربونه لګول شوي چې د وسله والو ملا یې ماته کړې ده.
بل لور ته چارواکي وايي لکي مروت تحصیل نورنګ په زندي اکبر خان سیمه کې یو ځوان نامالومه کسانو په هدف کړی دی.
پولیس وايي دغه تن پېژندګلو د عدنان مسید په نوم شوې چې تړاوو یې د بر جنوبي وزیرستان ځانګړې سیمې سره دی او په لکي مروت کې سره د کورنۍ مېشته دي.
د دوی په وینا کورنۍ یې په چا دعوداري نه ده کړې او پولیس ته یې ويلي چا سره شخصي دوښمني نه لري.
د پولیسو په وينا د نامالوم کسانو پرضد مقدمه درج کړې او پلټنې پیل کړې دي.
هم دې تر څنګ بنو ضلع کې د پولیس یو پخوانی اهلکار په ډزو وژل شوی دی. پولیس وايي د بنو میرا خېل تانې په حدود کې دا پېښه شوې چې د پولیس پخوانۍ اهلکار باندې نامالوم موټر سایکل سواره کسانو ډزې کړې او بیا تښتېدلي دي .
په دې وروستیو کې په پاکستان او بیا په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د ترهګرۍ د پېښو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده چې د عامو خلکو تر څنګ پکې امنیتي ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سنټر فار ریسرچ اینډ سیکیورټي سټدیز نومې ادارې ترمخه سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ او پرضد عملیاتو کې یې د ترهګرو په ګډون 430 کسان وژل شوي دي. راپور وايي، په دې کې د عامو خلکو او د امنیتي ځواکونو له ډلې څخه د وژل شویو کسانو شمېر 281 ده.
دغه ډول تر ټولو نه زیاته ترهګري یعنې 92 فیصده پېښې بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې رپورټ شوي. دغه شان بلوچستان صوبه کې په لومړیو دریو میاشتو کې د وژل شویو کسانو شمېره 178 ده.