د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلع ټانک کې کور ته په رخصتۍ د ورغلي ایف سي یا ملېشه ځواک د عسکر مړی موندل شوی، کورنۍ یې وايي د چا سره شخصي دوښمني نه لري.
پولیس پېښه تاييد کړې او وايي دوی ته د ټانک په وراڼه سیمه کې د یو مړي تر لاسه کېدو اطلاع شوې او پولیس ته هلته مړی په داسې حال موندل شوی چې په ډزو ویشتل شوی وو.
د پولیس په وینا د نوموړي پیژندګلو د فضل رحمان په نوم شوې چې د کوز جنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کې د ایف سي ځواک عسکر وو.
د صدر تاڼې چارواکي وايي مقدمه یې د نامعلومه کسانو پرضد د قتل د مادو لاندې درج کړې ده.
د دوی په وینا کورنۍ ورته ویلي چې نوموړی په ملیشه ځواک کې عسکر وو او د اختر د پاره د جنوبي وزیرستان واڼه سیمې څخه کور ته راغلی وو. دوه ورځې وړاندې هغه په خپل شخصي موټر سایکل د کور څخه د ټانک ښار ته وتلی او بیا بیرته نه وو راغلی.
عمرخېل د ټانک ښار نه نیزدې ۶۰ کلومیټره قطب او ورڼه سیمه د ښار نه نیزدې ۲۰ کلو میټره سویل لور ته موقعیت لري.
د پولیسو وینا د وژل شوي عسکر کرنۍ په چا دعوېداري نه ده کړې او نه پولیسو ته د هغه شخصي دوښمنۍ څه مالومات په لاس ورغلي دي او د دغه پېښې هر اړخیزه پلټنې یې پیل کړي چې د ترهګرۍ پېښه ده که بل لامل یې کېدی شي.
په ټانک ضلع کې په امنیتي ځواکو دا څلورم برید دی، دې نه وړاندې په تیره یوه اونۍ کې درې پولیس اهلکار په بیلا بیلو هدفي پېښو کې وژل شوي وو.
په ټانک ضلعې یو شمېر کسانو وي او ای ډیوه ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل دوی انتهایي د مشکل او پریشانۍ سره مخ دي په علاقه کې په خلاص مټ وسله په لاس کسان ګرځي چې د خلکو نه قلنګ او ډوډۍ غواړي او چې چا نه ډوډۍ یا پېسې واخلي بیا یې پوځ ځوروي، ګرفتاروي او تشدد پرې کوي.
دوی وویل تیره اونۍ د ټانک ضلعې بزایی سیمه ته ورغلي خلکو ته ویلي چې کوم کسان په پولیس ملیشه او پوځ کې دنده لري هغه ته به په پینځه لکه پور او یو کلاشنکوف ورکوي.
د دوی په وینا تر هغه وروسته ځایی خلکو د وسله والو پرضد چیغه کړې او د علاقې نه یې زغلولي دي.
د ټانک د بیټني جرګې یو غړي ملک اکبر علي وویل خلک انتهايي په ویره کې دی کوم چې شتمن خلک دي هغوی خپل کورونه پرایښي او ځایی خلک اندیښنې لري چې که د وسله وال پرضد عملیات کیږي نو دوی به د کورونو په پریښول محبورشيږ
هغه زیاته کړه په علاقه کې هیڅ حکومتي واک نه لیدل کیږي او هر کس د غېر یقیني صورتحال سره مخ دي ځکه چې د دوی په ساتنه مامور پولیس په خپله محفوظ نه دي.
د ټانک ضلعې د ټولو قومونو د اتحاد مشر زمان بیټني وویل په ضلع کې د ناامنۍ د نورو پېښو ترڅنګ غلا ډاکې او شوکې سېوا شوي دي او هر ورځ ښار کې د خلکو کورونه او دوکانونه لوټل کیږي خو په دې پېښو کې ککړ کسانو پرخلاف نه څه کاروايي کیږي او نه یې مخنيوي کیږي.
د ټانک د ضلعې د پولیسو مشر عبد السلام خالد وايي په ضلعې کې د هر قسمه د ناامنۍ د مخنيوي د پاره بلا تفرق کاروایانې رواني دي او زر به ویره خورونکي عناصر د قانون منګولو ته راکش کړي.
هغه وویل په ضلع کې د ډکیتۍ سېوا کېدل یو علت دا دی چې پولیس د وسله ووالو پرضد بوخت دي خو زیاته یې کړه دغه خلک چې په عام ولس کې ویره خوروي سختې سزا ګانې به ورکړل کیږي.
د هغه په وینا خلکو ته ویل شوي چې د اختر پرمهال د ښاریې کورونه یوازې نه پریږدي او هغې د پاره د څوکېدار انتظام وکړي ځکه چې دا ورانکاري د دغسې ځایونو په لټون کې دي.