د وړوکي اختر په دويمه ورځ د خېبرپښتونخوا په نوښار، چارسده او کوهاټ کې په بېلابيلو پېښو کې لږ تر لږه 18 کسان ډوب شوي دي. د ژغورنې ادارې (رېسکيو 1122) ترمخه اته کسان ژوندي ژغورل شوي دي.
د ژغورنې ادارې وي او اې ډيوه ته ویلي، په نوښار کې د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې اووه کسان ډوب شوي، شپږ ژوندي ژغورل شوي او يوه ماشومه ورکه ده.
د چارسدې په خيالي درياب کې شپږ کسان ډوب شوي، درې ژغورل شوي او درې تراوسه لاپته دي.
په کوهاټ کې په ډېم کې لمبېدونکي دوه کسان ډوب شوي او دواړه ژوندي ژغورل شوي وو.
د ادارې ترمخه په دغو ټولو پېښو کې څوک مړه شوي نه دي، بلکې ورک دي.
شپږ ساعته وړاندې د شپې په خواشا دولس نيمې بجې د خېبرپښتونخوا حکومت د اطلاعاتو څانګې په فېس بک پوسټ کې ويلي، د نوښار په کُنډ پارک کې د کشتۍ په پېښه کې لس کسان ډوب شوي او درې کسان پکې ژغورل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو مشر بېرسټر سېف په پېښه د افسوس څرګندونه کړې او ويلي يې دي د کُنډ پارک د پېښې د لټون عملياتو کې د رېسکيو 1122 د نوښار، مردان او صوابۍ ټيمونه برخه اخلي.
د سېف په خبره، خېبرپښتونخوا کې د کشتي رانۍ دپاره د خونديتوب اصول موجود دي، کشتۍ چلوونکي دې د سېلګرو حفاظت يقيني کړي.
خېبرپښتونخوا کې دغه پېښې د وړوکي اختر په دويمه ورځ په داسې وخت کې شوي چې خلک د سېل دپاره د دريابونو غاړو او ډېمونو ته ځي په کشتو کې سېلونه کوي او لامبي.
په چارسده او نوښار کې په خيالي، سر درياب او کابل درياب کې د سېلګرۍ ځايونه جوړ دي چرته چې خلک په کشتو کې سېل کوي او داسې هم لمبيږي.
ځايي خلک وايي په کشتو کې د حسابه زيات خلک کښېنول کيږي او د ژغورنې دپاره کوم انتظام نه وي که پېښه کيږي نورې کشتۍ يې مرستې ته ځي او د ژغورنې ادارې بيا امدادي کارونه ترسره کوي.