امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خیل سیمه کې د امنیتي ځواکونو په قافله بمي برید شوی چې لږ تر لږه څلور پوځیان پکې وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
د جمعې په ورځ د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا د امنیتي ځواکونو په قافله د بنو د جاني خیل سیمې سره په برید پرته سیمه سره بنګله کې شوی دی.
سرچینې وایي د امنیتي ځواکونو درې ګاډي په سړک تېریدل اؤ غوښتل یې جاني خیل سیمې ته لاړ شي خو وایي په سره بنګله سیمه کې په دغه قافله د سړک پغاړه ښخ کړل شوی بم چاودیدلی دی
سرچینې وایي په بمي چاودنه کې څلور پوځیان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
له چاودنې وروسته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ سیمه یې پخپله ګیره کې اخستې ده.
سرچینې وایي په پېښه کې د وژل شوؤ پوځیانو پېژندګلو د زبیر،اصف، فیصل اؤ اعجاز ګل په نومونو شوې ده اؤ د قادر ، اصف اؤ نجیب په نومونو درې عسکر بیا ژوبل شوي دي.
ژوبل عسکر اؤ د وژل شوؤ پوځیانو جسدونه د سیمې پوځي روغتون ته رسول شوي دي.
په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په نزدې وختونو کې په خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ داعش وسله والې ډلې پغاړه اخستې ده.
په اګست کال 2021م کې چې طالبان یو وارې بیا په افغانستان قابض شوي، پاکستاني چارواکي اؤ د نړیوالو ادارو رپورټونه وایي چې پاکستان کې ورسره د ترهګرۍ لړۍ چټکه شوې اؤ په دې ترهګریزو پېښو کې زیاتره امنیتي ځواکونه په نښه کړل شوي دي.
څېړونکي وایي چې تر ټولو زیاتې د ترهګرۍ پېښې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې رامنځته شوي چې په دې پېښو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، بیلتون پاله بلوڅ وسله والو ډلو اؤ داعش پغاړه اخستې ده.
د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي تورونه لګوي ترهګر پاکستان کې د ورانکارۍ لپاره د افغانستان په خاوره خوندي ځالي لري خو د افغان طالبانو حکومت دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته.