د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، پاکستان او چين، افغانستان کې له واکمنو طالبانو څخه د ټول شموله سياسي چوکاټ جوړولو، ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې د نه کارېدو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو لخوا يادې ګډې اعلاميې ته غبرګون نه دی ویل شوی خو د افغانستان د خاورې پاکستان پرضد ترهګرۍ دپاره کارېدو تورونه تل ردوي.
د سياسي چارو افغان څيړونکي وايي ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې لري او د هغې ترلاسه کولو دپاره په طالبانو دا ډول بيانونه د فشار په توګه کاروي، دوی وايي طالبان بايد د ګاونډيانو پرځای د خپل ولس د غوښتنو په اساس ټول ګډونه نظام او پاليسۍ جوړې کړي چې د افغانانو په ګټه وي.
پاکستان او چين د طالبانو نه غوښتي، يو ټول شموله سياسي نظام دې جوړ کړي او له ترهګرۍ سره دې کلکه مبارزه وکړي.
د سياسي چارو افغان څيړونکي واييو سره له دې چې رښتيا هم د طالبانو حکومت ټولشموله نه دی خو په چين او پاکستان کې هم د جمهوريت ترمخه په صحي معنو کې ټول ګډونه حکومت شتون نه لري.
د سياسي چارو افغان څيړونکی ډاکټر شېر حسن حسن وايي،" که ټولشموله دې ته وايي چې هغه هېواد کې انتخابات موجود وي او د هغې په نتيجه کې د يو حاکميت مخې ته راشي، هغه دې اساسي قانون ولري او هلته دې سياسي ګوندونو ته د فعاليت حق ورکړي نو دغه شان کار په چين کې هم نشته او پاکستان کې موجود دی بيا هلته د ټول شموليت خبرې نشي کېدلې هلته يواځې د انتخاباتو په نتيجه کې يو ګوند ګټونکی دی او قدرت د هغه په لاس کې دی".
نړيوالې ټولنې هم وار په وار له طالبانو څخه په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړولو غوښتنه کړې خو طالبان وايي چې حکومت يې ټولشموله دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ګډه اعلاميه چين ته د وزير اعظم شهباز شريف له سفر وروسته خپره کړې ده، چې پکې د طالبانو د سرپرست حکومت نه غوښتنه شوې چې د اعتدال پاليسي او ښه ګاونډيتوب دې غوره کړي.
د سياسي چارو افغان څيړونکي وايي ګاونډي هيوادونه په افغانستان کې د خپلو اهدافو ترلاسه کولو په خاطر دا ډول غوښتنې کوي، دوی وايي طالبان بايد د افغان ولس په خوښه تګلارې او حکومت راجوړ کړي.
د سياسي چارو بل افغان څيړونکی اخترمحمد راسخ وايي،" طالبان کاش چې د افغانستان ملت ته غوږ ونيسي، خپله اسلامي علماو ته غوږ ونيسي، اسلامي علما د دوی نه هم دغه غوښتنه کوي چې د نجونو مکتبونه خلاص کړي او داسې يو نظام جوړ کړي چې ټول افغانان پکې ځان وګوري خو دوی وايي چې نه، که اول وي که اخر وي دغه طالب به وي راسره، او د هر ځای طالب راسره دی دا همه شموله دی مګر دا ګاونډيان او نړيوال چې ټول ګډونه حکومت غواړي هغه کدرونه چې مسلکي دي هغه نه غواړي په نظام کې دوی خپل جاسوسان ور دننه کول غواړي".
د اعلاميي ترمخه دواړو هيوادونو د افغانستان په مستحکم پرمختګ او نړيوالې ټولنې کې د ضم کولو دپاره مثبت کردار لوبولو باندې اتفاق کړی او له طالبانو نه يې غوښتنه کړې چې اجازه دې ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګريزو فعاليتونو دپاره وکارول شي خو د سياسي چارو افغان څيړونکي دا يو دوه مخی سياست بولي.
ډاکټر شېر حسن حسن وايي، " پاکستان غواړي چې چين او غربي نړۍ ته ځان سپين کړي چې دوی ګويا له ترهګرو سره په مبارزه کې د ترهګرۍ قربانيان دي په داسې حال کې چې د ترهګرو د روزلو، پېدا کېدلو ځای هم هلته دی".
پاکستان د اوږدې مودې راهېسې تور لګوي چې د طالبانو واکمنېدو وروسته پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.
خو په افغانستان کې واکمن طالبان نه يواځې د پاکستان دا تور ردوي بلکې طالبانو بيا تور لګولې وو چې دوی د داعش خوارجو ګڼ موارد لري چې د پاکستان د خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي او د پاکستان خاوره د دوی پرضد کاريږي، پاکستان باید دغه تور ته ځواب ووايي خو پاکستان دغه تور ته ځواب نه ويلی.
(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي)