چيف جسټس ته د ګواښ کوونکي، ټي اېل پي د مشر پرضد مقدمه درج کړل شوې

د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف او منصوبه بندۍ مرکزي وزیر احسن اقبال نن په اسلام اباد کې يوه خبري غونډه کې وويل، چيف جسټس قاضي فايز عيسا د کلونو راهسې په هدف دی خو رياست به چاته د داسې کولو اجازه ور نه کړي او په پوره قوت سره به په حرکت کې راځي.(فایل فوټو)

د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس قاضي فايزعیسا ته د ګواښ کوونکي تحریک لبېک پاکستان (ټي اېل پي) ډلې د مرستیال مشر پرضد د لاهور په ګوجر سينګ تاڼه کې مقدمه درج کړل شوې ده. حکومتي وزيرانو ویلي، رياست به چاته اجازت ور نه کړي چې څوک د چا د وژلو فتوې جاري کړي.

د ټي اېل پي د مشر پرضد مقدمه

د ټي اېل پي د مرستیال مشر (نايب امير) پير ظهيرالحسن شاه پرضد مقدمه پرون په 28مه جولايۍ درج کړل شوې ده.

مقدمه کې ویل شوي، د تحریک لبېک 1400/1500 مسلح کارکنانو ته په وينا کې ظهيرالحسن، د چيف جسټس د وژلو ګواښ کړی، مذهبي کرکه یې خوره کړې، د تشدد د لارې یې د اړي ګړي جوړولو، د اعلا عدليې په چيف جسټس یې د فشار راوستلو، د قانون په لار کې خنډ جوړولو او د 144 مادې سرغړونه یې کړې، ويره یې خوره کړې او په ولس کې یې د انتشار خورولو جرم کړی دی.

د مرکزي وزيرانو غبرګون

هم په دغې اړه د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف او منصوبه بندۍ مرکزي وزیر احسن اقبال نن په اسلام اباد کې يوه خبري غونډه کې وويل، چيف جسټس قاضي فايز عيسا د کلونو راهسې په هدف دی خو رياست به چاته د داسې کولو اجازه ور نه کړي او په پوره قوت سره به په حرکت کې راځي.

هغه وويل، چیف جسټۍ قاضي فايز عيسا د کلونو راهسې په هدف کولی شي او د يو نوی شرارت دی په عدليه کې د يو داسې غږ غلي کولو، چې هغه حق او رښتيا خبره کوي.

خواجه اصف زياته کړه، د کابينې لخوا ویل غواړي چې رياست به چاته هم د چا د وژلو د فتوې جاري کولو اجازت ور نه کړي، او که چرته داسې وشي نو رياست به دړې وړې شي.

نوموړي وويل، په رياست کې يو نظام وي، بې بنياده تورونه نه شي لګول کېدی، په قانون کې دي، که څوک بې بنياده تور ولګوي نو د هغې د جرم هومره سزا ده.

د خواجه اصف په خبره، د کومې ډلې د مذهب، سیاست يا شخصي ګټو په نوم به ریاست د چا ډکټېشن يا حکم قبول نه کړي، رياست به د قانون ترمخه د دغه ډول غېر قانونه اقداماتو او فتوو ځواب ورکوي.

وروسته احسن اقبال وويل، چيف جسټس قاضي فايز عيسا د عدليې مشر دی او د رياستي ادارې د مشر خلاف په ښکاره داسې اعلان کول، چې څوک د هغه سر قلم کړي، يو کروړ روپۍ انعام به ورته ورکړم، دا د ايين او دين نه ښکاره بغاوت دی، دا هغه طبقه ده چې په 2017 او 2018 کې د سياسي ايجنډې لاندې ودرول شوې وه.

او خواجه اصف بيا وويل، هر سړی د مذهب په نوم سیاست او دوکانداري کوي. هغه زياته کړه د فېض اباد پرلت وروسته چيف جسټس په هدف کول کيږي او د هغې فيصلې وروسته د هغه وخت حکومت چیف جسټس په هدف کړی، رېفرنس یې پرې جوړ کړی او وروسته یې پرې پښېمانتيا هم کړې وه.

ياده دې وي د تحریک انصاف په حکومت کې د جسټس قاضي فايز عيسا پرضد رېفرنس جمع کړی شوی وو.

د احمدي مبارک احمد ثاني قضيه او فيصله

په 24مه جولايۍ د پاکستان سپريم کورټ د مبارک احمد ثاني په نوم تن چې د احمدي ډلې سره تعلق لري، د هغه په ضمانت د خوشي کولو فيصله په ځای ساتلې وه، او د دغه فيصلې وروسته مذهبي ګوندونو بيا د احتجاجونو اعلان کړی وو.

د 2022م په دسمبر کې د پنجاب په چنيوټ ښار کې د چناب نګر په تاڼه کې د احمدي ډلې د يوې ښځې او پينځو نورو کسانو پرضد مقدمه درج کړل شوې او ويل شوي وو، په مارچ 2019م کې په مدرسته الحفظ عايشه اکېډمۍ کې په يوه دستوره کې په مبينه توګه د تحریف شوي قران تفسیر [تفسيرصغير] په 30 هلکانو او 32 جينکو وېشل شوی او دغه کار ته د مذهب د سپکاوي د مادو لاندې د قران د قانون سرغړونه ويل شوې وه.

په مقدمه د دستورې راجوړونکو او تحریف شوي قران وېشونکو پرضد د کارروايۍ غوښتنه شوې وه، او تېر کال د جنورۍ په میاشت کې بيا مبارک احمدنومې تن نيول شوی د چا چې په مقدمه کې نوم نه وو.

خو ياده قضيه بیا سپريم کورټ ته رسېدلې او سپريم کورټ د روان کال په شپږمه فرورۍ مبارک احمد ثاني د پينځه زره روپو د مچلکو په بدل کې په سمدستي توګه په ضمانت د خوشي کولو حکم کړی وو.

هغه وخت هم د پاکستان سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا پرضد د کرکې کمپاين چلول شوی وو.

بيا د پنجاب حکومت د مبارک ثاني نومې تن د فيصلې په اړه عدالت ته د نظرثانۍ خواست کړی او چيف جسټس قاضي فايز عيسا پرې فيصله ليکلې او جسټس نعيم اختر افغان دغه فيصله اورولې وه.