په جېل کې بند د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان ويلي، "دا به حماقت يا بې وقوفي وي چې د پاکستان د پوځ سره ښې اړيکې ونه لري"، د يو کال راهسې بندي عمران خان د پاکستان په پوځ تورونه لګولي چې د حکومته یې لرې کړی او بندي کړی دی.
خو د پاکستان پوځ وخت په وخت د عمران خان تورونه رد کړي دي.
تېر کال په پينځم اګست د اسلام اباد د سېشن عدالت جج همايون دلاور د توشه خانې په قضیه کې عمران خان ته د درېو کالو بند سزا اورولې وه، او د هغې راهسې عمران خان په جېل کې بندي دی.
رويټرز خبري ادارې ويلي، عمران خان ورته په ليکلي بڼه ځوابونو کې ويلي، چې هغه "د امریکا څخه هيڅ ډول کرکه يا نفرت نه لري".
عمران خان د کال 2022م د اپرېل په میاشت کې د عدم اعتماد د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړل شوی، هغه په امریکا تور لګولی وو چې د امریکا په سازش د حکومت څخه لرې کړل شوی وو، خو د حکومت څخه لرې کېدو يو کال پس یې ويلي وو، "د حکومت د لرې کولو سازش یې د امریکا څخه نه د پاکستان نه پيل شوی وو".
امريکې، د پاکستان پوځ او حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی وو چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.
عمران خان ويلي، "د پاکستان جغرافيايي موقعيت او په شخصي سېکټر کې د پوځ کردار مهم دی، دا به حماقت وي چې د پوځ سره ښې اړيکې ونه لري".
نوموړي زياته کړې، د حکومت څخه لرې کېدو وروسته هغه په کسانو په نیوکې کړي، په پوځ يې د ادارې په توګه نه دي کړي، "د پوځي مشرتابه ناسم حساب کتاب بايد د ادارې په توګه وا نه خستل شي".
له دې وړاندې په 31مه جولايۍ عمران خان پوځ ته د مذاکراتو وړاندیز کړی او ویلي یې وو، پوځ دې د مذاکراتو لپاره خپل استازی وټاکي، هغه ورسره خبرو ته تیار دی.
حکومت د عمران خان لخوا پوځ ته د مذاکراتو وړاندیز ته سخت غبرګون ښودلی او د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ ویلي وو، حکومت د یو سازش له مخې پوځ سياست ته راداخلول غواړي.
عمران خان ويلي، جرنېلانو سره خبرو کې به هیڅ "تاوان نه" وي، که چرته هغه د جېل څخه وځي او بيا واک ته د رسېدو هڅه کوي.
هغه زياته کړې، ټولو هغو خبرو ته تيار دی چې پاکستان د بدو حالاتو څخه بهر کولی شي. هغه زياته کړې د شهباز شريف په وزيراعظمۍ کې د اتحادي حکومت سره خبرې کول بې ځايه دي، ځکه د نوموړي په وينا اوسني حکومت ته ولسي ملاتړ نه دی ترلاسه.
د عمران خان په خبره، "د هغو خلکو سره خبرې کول زيات ګټور دي څوک چې اصل قوت دی".
په پاکستان کې دننه او د ملک نه بهر څيړونکي د ډېر وخت راهسې د هېواد پوځ یوه داسې مضبوطه ادارې بلي چې حکومتونه جوړوي او غورځوي او دا الزام لګوي چې د سیاسي حکومتونو د ختمولو او د اقتدار سمبالولو دلارې پوځ د خپل اییني حد نه تجاوز کوي.