خېبر پښتونخوا: په کرک کې عملياتو او نښته کې پوليس افسر او جنوبي وزیرستان کې دوه تنه هدفي بريد کې وژل شوي

د خېبر پښتونخوا پوليس وايي په صوبه کې د ترهګرۍ خلاف جګړه کې يې 2000 نه زيات پوليس اهلکار وژل شوي دي، په دې کې 76 اهلکارو سږکال ژوند د لاسه ورکړی دی. (فایل فوټو)

په کرک ضلع کې د پولیس یو افسر د چاپې پرمهال نښته کې وژل شوی دی. بل لور ته په کوز جنوبي وزیرستان کې دوه کسان په هدفي برید کې وژل شوي دي.

د کرک پولیس چارواکو تاييد کړې، د تخت نصرتي پولیسو تاڼې افسر (اېس ایچ او) طارق خان وژل شوی دی، د پوليسو په وينا د تخت نصرتي په سرکي لواغر سیمه کې پولیس ته انتهایي مطلوبو مفرورانو چې په نشه يي توکو پلورلو کې ککړ وو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه شوې وه.

د پوليسو په وينا، چې کله د اېس ایچ او په مشرۍ د پولیسو پارټي د مفرورانو پرضد ګېره چاپیره کړه نو د دوی ترمینځ د ډزو تبادله شوې چې پکې اېس ایچ او طارق خان په ځایی وژل شوی او مفروران په تېښته کې بریالي شوي دي.

پولیس وايي د نامالومو ملزمانو پرضد مقدمه درج کړل شوې، او پېښې پلټنې پیل کړل شوي چې ککړ کسان مالوم کړي.

د کرک د ضلعې پولیسو مشر خانخېل په دې پېښه د افسوس څرګندونه کړې او ویلي پولیس د یو تکړه افسر نه محروم شوی.

هغه ویلي طارق خان یو تکړه افسر وو او دې نه وړاندې هنګو، کوهاټ لاچۍ او دره ادم خېل سیمو کې د ډیوټۍ پرمهال د نشه يي توکيو پلورنکو کسانو پرخلاف یې کاروایانې کړي او یو شمېر ګرفتاريانې یې کړي او سزاګانې ورته شوې دي.

د پولیسو افسر په وینا د طارق خان په وژنه کې ککړ کسان به زر مالوم کړي او سختې سزا ګانې به ورکړي.

په کرک کې دا پېښه په داسې حال شوې چې پرون په څلورمه جولايۍ د پولیس شهيدانو ورځ لمانځل شوې او په صوبه کې په دې لړ کې بېلابیلې غونډې شوې چې پکې د پوليسو د قربانيو ستاينه شوې او د عقيدت پيرزوینې ورته وړاندې شوې دي.

‎د خېبر پښتونخوا پوليس وايي په صوبه کې د ترهګرۍ خلاف جګړه کې يې 2000 نه زيات پوليس اهلکار وژل شوي دي، په دې کې 76 اهلکارو سږکال ژوند د لاسه ورکړی دی.

‎پوليس وايي دوي محدود وسایل لري خو بیا هم د ناامنۍ پرضد جګړه کې پوليس په لومړي قطار کې ولاړ دي.

بل لور ته په کوز جنوبي وزیرستان کې دوه تنه په هدفي برید کې وژل شوي دي.

پولیس وايي دا پېښې د افغان پولې سره جوختې پرتې سيمې بیرمل تحصیل په لنډي ډوګ علاقه کې شوې چې په موټر سایکل د تورو شيشو له ګاډي څخه ډزې شوې چې پکې دوه کسان په ځایی وژل شوي دي.

د پولیسو په وينا، وژل شوي کسان ځایي دي چې پکې یو د سکول استاز محمود خان کرمز خېل هم شامل دی.

د بیرمل پولیسو تاڼې چارواکي وايي کورنۍ یې په چا دعوېداري نه ده کړې د نامالومو کسانو پرضد مقدمه درج کړل شوې ده.

‎پاکستان کې د څيړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل تازه رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د جولايۍ په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي دي.

‎رپورټ وایي پاکستان کې تېره میاشت ترهګریز بریدونه 14 فيصده او ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی دی.

‎د پيکس د شمېرو ترمخه، "د خېبرپښتونخوا په بندوبستي علاقو کې 36 حملې شوي، 60 کسان پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي، او قبايلي ضلعو کې 26 حملې شوي، 30 کسان پکې وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".