بنګله دېش کې د طالبعلمانو مظاهره چيانو مشرانو غوښتنه کړې، عبوري حکومت دې نوبېل جايزه ګټونکي محمد يونس ته ورکړل شي، پرون په پينځم اګست د بنګله دېش د اوږدې مودې وزيراعظمې شېخ حسينه واجد استعفا ورکړې او د هيواده تښتېدلې وه.
بنګله دېش کې د مظاهرو مشري کوونکي د طالبعلمانو مشر ناهيد اسلام په يو ویډيو پيغام کې ويلي، د زده کوونکو لخوا تجويز شوي عبوري حکومت نه علاوه به ورته بل حکومت قبول نه وي.
هغه د نورو زده کوونکو مشرانو سره په ګډه په فېس بک خپره کړې ويډيو کې ويلي،
دوی د نوبېل انعام ګټونکي محمد يونس سره خبره شوې، او هغه د زده کوونکو په غوښتنه عبوري حکومت کې شاملېدو باندې خوښي څرګنده کړې ده.
هم پرون د بنګله دېش د پوځ مشر وقار الزمان وويل، حسينه واجد ملک پرېښودی او عبوري حکومت به جوړولی شي.
وقار الزمان ويلي وو، په ملک کې د اېمرجنسي یا کرفيو لګولو ضرورت نشته او په زده کوونکو یې غږ کړی وو چې پرامنه پاتې شي، او ويلي يې وو، د عبوري حکومت دپاره به د صدر او ټولو سياسي ګوندونو د استازو سره ويني.
محمد يونس د حسينه واجد استعفا د هيواد د "ازادۍ دويمه ورځ" بللې ده، نوموړی د پخوانۍ وزيراعظمۍ په وخت کې د کرپشن د يو شمېر تورونو سره مخ شوی او پرضد یې مقدمې شوې وه.
هغه ته په کال 2006م کې د نوبېل جايزه ورکړل شوې چې کله یې د مايکرولېنډنګ پيل کړی، هغه ويلي وو پرضد یې د کرپشن مقدمې د انتقام په توګه جوړې کړل شوې وې.
اسلام ويلي، مظاهره چيان زده کوونکي به نور نومونه هم اعلان کړي، او دا به د مشرتابه دپاره ګرانه وي چې د دوی غوښتنې ونه مني.
بنګله دېش کې مظاهره چیانو د وزيراعظمې شېخ حسينه واجه څخه د استعفا غوښتنه کړې وه، يادې مظاهرې تېره میاشت د زده کوونکو لخوا په سرکاري نوکرو کې د کوټې ختمولو دپاره پيل شوې وې، او د حسيه واجد د 15 کلنۍ واکمنۍ دپاره په چېلنج بدل شوې وې.
د حسينه واجد د تلو څخه د ګڼې ابادۍ جنوبي اسيايي هيواد بنګله دېش کې د نورې بې ثباتۍ خطرې راولاړې شوي، چرته چې د وړاندې نه بې روزګاري، بډې رشوته او د موسمي بدلون په څېر چېلنجونه ورپېښ دي، د امنيت له کبله په پلازمينه ډهاکه کې په هوايي اډه پروازونه معطل شوي دي.
ويل شوي، ډهاکه کې نن ارامي او د تشدد کوم خبر نه دی ترلاسه شوی، خو مظاهره چیان اوس هم د پخوانۍ وزيراعظمطې د کور مخې ته جمع دي. پرون ځينې مظاهره چیان د هغې په کور ورغلي، سامانونه یې ترې لوټلي وو.
نن د نهې په ورځ د ډهاکې مرکزي هوايي اډه حضرت شاه جلال د اتو ساعتونو د بنديز وروسته فعاله شوې ده.
د رپورټونو ترمخه د حسينه واجد د استعفا نه وړاندې او وروسته د تشدد په پېښو کې د 109 کسانو د وژل کېدو ويل شوي، خو د دغو خبرونو په ازاده توګه تاييد نه دی شوی. ويل شوي نور څو کسان د حسينه د ګوند په هوټل د اور لګېدو پېښه کې وژل شوي دي، او د ډهاکې نه بهر تشدد په پېښو کې لږ تر لږه 25 کسان وژل شوي او لس نور د ډهاکې په اتارا کې وژل شوي دي.
د بنګله دېش خبري ادارې ويلي، په ستهيرا ضلعه کې په جېل بريد کې 596 بنديان خوشي کړل شوي دي.
د رپورټونو ترمخه د بنګله دېش صدر محمد شهاب الدين د طالبعلمانو په غوښتنه پارلیمان مات کړی دی.
ويل شوي، د پخواني وزيراعظمې خالده ضيا په کور د نظر بندۍ ختمولو هم امکان دی.
بنګله دېش کې په سرکاري ملازمتونو کې د کوټې د نظام خلاف په 15مه جولایي طالبعلمانو احتجاجي مظاهرې پیل کړې وې خو کله چې سپریم کورټ په سرکاري ملازمتونو کې د کوټه سسټم خلاف د هایکورټ فیصله معطل کړه نو دا مظاهرې یو څه ودرېدلې وي.
مظاهره چیانو د پاکستان څخه د ازادۍ اخستو په جګړه کې د شاملو کسانو د کورنیو غ
ړو ته سرکاري ملازمتونو کې د 30 فیصده کوټې ځانګړې کولو خلاف احتجاج کولو.
مظاهره چیانو تور لګولی وو چې ملازمتونو کې د کوټې ځانګړې کولو ګټه به د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد ګوند عوامي لیګ ته ورسیږي.
عوامي لیګ هغه یواځينی ګوند وو چې مشر یې شیخ مجیب الرحمان په کال 1971م کې پاکستان نه د بیلیدو لپاره د بنګله دېش جوړولو د تحریک مشري کړې وه.