د آی اېس آی د پخواني مشر فېض حميد نيولو ته غبرګون، د ترهګرو راوستو او سیاست کې د لاسوهنې حساب دې ورسره هم وشي

د پاکستان پوځ پرون ویلي، د آی اېس آی پخوانی مشر لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد د سپريم کورټ د حکم ترمخه د ټاپ سټي قضيه کې نيول شوی دی، پرضد یې د فيلډ جنرل کورټ مارشل يا د پوځي قانون لاندې کارروايي پيل شوې ده. (فایل فوټو)

د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر لفټنټ جنرل (ر) فېض حميد نیولو ته په غبرګون کې ويل شوي، د هغه سره دې خېبرپښتونخوا ته د ترهګرو راوستلو حساب وشي او ځینو بيا غوښتي د هغه سره دې په سیاست کې د لاسوهنې حساب هم وشي.

د پاکستان پوځ پرون ویلي، د آی اېس آی پخوانی مشر لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد د سپريم کورټ د حکم ترمخه د ټاپ سټي قضيه کې نيول شوی دی، پرضد یې د فيلډ جنرل کورټ مارشل يا د پوځي قانون لاندې کارروايي پيل شوې ده.

د وزيراعظم شهباز شريف د سياسي چارو مشاور او مسلم ليګ ن ګوند مشر رانا ثناالله ويلي، د فېض حميد د نيولو سره به په پوځ د ولس باور سېوا شي.

هغه ويلي، دا غېر معمولي پېښه ده له دې وړاندې کله داسې نه دي شوي، جنرل فېض حميد به په سياسي چارو کې لاسوهنې کولې.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ويلي، د نهمې مې پېښې او حالات او واقعات هم فېض حمید پله اشاره کوي، خو هغه يواځې په دې کې ککړ نه وو.

جيو ټي وي سره خبرو کې خواجه اصف ويلي، فېض حميد د نهمې مې په پېښو کې لاجسټک ورکړی، اهداف یې ټاکلي وو.

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک ‏‏انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې.‏

دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ‏‏‏ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.

د فېض حمید نيولو ته په ټولنيزو رسنيو غبرګون کې د سولې نوبېل جايزه ګټونکې تعلیم مبارزې ملاله يوسفزۍ پلار ضيا الدين يوسفزي په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي،

"د فېض حمید تر ټولو غټ جرم د عمران خان په خوښه د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) د زرګونو په شمېره کې ترهګر خېبرپښتونخوا ته راوستل وو، ايا د هغې حساب به ورسره هم کيږي؟".

په فېض حميد تور لګول کيږي، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف صوبایي حکومت او فېض حميد د پښتنو خاوره یو وارې بیا د اور لوبې ته ټېله کړې او په زرګونو وسله وال یې خېبرپښتونخوا ته بيرته راوستي وو.

د تېر کال اپرېل په مياشت کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان پېښور هايکورټ ته خواست کړی وو چې خېبرپښتونخوا ته د وسله والو راوستو پلټنې دې وشي او په خواست کې یې پخوانی وزيراعظم عمران خان، د پاکستان صدر عارف علوي، د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] پخوانی مشر فېض حميد، د خېبرپښتونخوا پخوانی وزيراعلا محمود خان او د صوبې پخوانی وياند او د وزيراعلا مشير بېرسټر سېف، مرکزي او صوبايي حکومت فريق جوړ کړي وو.

د خېبرپښتونخوا د حکومت د اطلاعاتو مشاور بېرسټر سېف د اېمل ولي خان د خواست په غبرګون کې وي او اې ډيوه ته ویلي وو د ټي ټي پي سره د مذاکراتو په نتيجه کې يو کس هم نه دی اباد کړی شوی او که د چا سره ثبوت وي نو را وړاندې دې کړي، هغه په صوبه کې د وسله والو د اباد کارۍ خبره دروغ بللې وه.

اېمل ویلي خان بيا د وزیراعظم شهباز شريف نه په يو خط کې غوښتنه کړې وه چې مرکزي حکومت دې په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرو د بيا ابادکارۍ عدالتي پلټنې وکړي.

جرنلسټ احمد نوراني په اېکس ليکلي،

"د جنرل فېض حميد په څېر غدار او قامي مجرم پرضد د پوځ کارروايي د ستايلو ده، هغه ته دې په سياست کې د لاسوهنې د جرم سزا هم ورکړل شي، او غېر پوځي چارواکو ته دې وسپارل شي، ايا د ټاپ سټي قضيه کې د هغه ورور نجف حميد هم نيول شوی، که نه وي، سمدست دې ونيول شي".

لفټننټ جنرل (ر) فېض حميد د استخباراتي ادارې (آی اېس ای) پخوانی مشر، د پېښور کور کمانډر او بيا د بهاولپور کمانډر پاتې شوی، د دې ترڅنګ په پوځ کې په نورو عهدو هم پاتې شوی دی.

د کال 2022م د نومبر په میاشت کې په پاکستانيو رسنيو خبر ورکړل شوی چې هغه د وخت نه وړاندې ريټايرډمنټ اخستی او د ريټايرډ کېدو خواست یې قبول کړل شوی وو.

د فېض حميد نوم وخت په وخت سياستوالو د بېلابيلو موضوعاتو په تړاو ياد کړی دی