خېبر: د تیرا اوسېدونکي وايي د وسله والو موجودګۍ اندېښمن کړي

پوليس چارواکي وايي، په بازاري علاقو کې وسله وال نشته، پوليس موجود دي او د پولې سره جوختو پرتو علاقو په اړه پوځ ځواب کولی شي، خو پوځ تراوسه پورې په دغه اړه ځواب نه دی ويلی. (فایل فوټو)

د خېبرپښتونخوا د افغانستان سره لګېدلې خېبر ضلعې د تيرا سیمې اوسېدونکي وايي، د تيرو څو ورځو راهسې په سيمه کې د وسله والو موجودګي سېوا شوې، خلک سخت اندېښمن او په ويره کې دي.

ځايي خلک وايي، پوليسو ځای په ځای څوکۍ پرېښودي د تاڼو پورې محدود شوي او خلک دې ته ډېر پرېشانه دي چې په سيمه کې پوځ هم موجود دی او وسله وال هم ليدل کيږي.

پوليس چارواکي وايي، په بازاري علاقو کې وسله وال نشته، پوليس موجود دي او د پولې سره جوختو پرتو علاقو په اړه پوځ ځواب کولی شي، خو پوځ تراوسه پورې په دغه اړه ځواب نه دی ويلی.

د تيرا د قمبر خېلو يو مشر د نوم ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، چاپېره ټولو علاقو کې وسله وال شتون لري، خلک سخت په ويره کې دي حالات سخت خراب دي.

هغه زياته کړه، پوليس نه ښکاري، په علاقه کې پوځ او وسله وال دواړه موجود دي ځکه خلک ډېر اندېښمن دي چې څه روان دي.

هغه وویل، خلک د سيمې نه بيا کډو کولو ته بيخي نه دي تيار، ځکه په 2013م کې چې خلکو د سيمې څخه کډې کړې وې تراوسه لا هغه خلک ټول بیرته نه دي اباد شوي.

يو بل ځايي تن وويل، د تیرا مېدان، سنډا پال، لنډور، ادم خېل او چاپېره علاقو کې وسله وال موجود دي. يادې علاقې د افغانستان سره پولې ته نزدې پرتې دي.

ډان ورځپاڼې ويلي، په سيمه کې د تحریک طالبان پاکستان او لشکر اسلام وسله وال ګزمې کوي.

ځايي خلک د کومې وسله والې ډلې د نوم اخستو څخه ډډه کوي خو وايي وسله وال موجود دي او ګرځي راګرځي.

يو بل ځايي تن چې هغه هم خپل نوم ښکاره کول نه غوښتل، وې یې ويل، د تیرا په مختلفو علاقو کې وسله وال ګرځي، خلک په ويره کې دي، او څو ورځې وړاندې وسله والو د دوو تنو نه وېښتان خرولي وو، په هغو تور وو چې د وسله والو په نوم خلک ځوروي
.

هغه وويل، تر دې پورې چې وسله وال په علاقه کې ځای په ځای د خلکو تلاشۍ هم کوي او تر دې چې د مېداني علاقو پورې هم موجودګي لري.

د خېبر ضلعې د پوليسو مشر (ډي پي او) رای مظهر اقبال وي او اې ډيوه ته وويل، په بازارونو کې د وسله والو موجودګي نشته او په پوله پرتو علاقو په اړه پوځ بيان ورکولی شي.

د وي او اې دغه پوښتنې ته چې په پوله پرتو علاقو کې د وسله والو موجودګي شته؟ هغه وویل، "کېدی شي چې وي، خو په هغې پوځ څه ويلی شي زه پرې نه شم ويلی".

وي او اې ډيوه آی اېس پي ار ته په دغه اړه پیغام استولی خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

خېبر ضلعه او په ځانګړي ډول تيرا سيمه د کال 2009م راهسې د ناامنۍ سره مخ پاتې شوې وسله واله فعاليتونه پکې وو، بيا دغلته د [درغلم، بیا درغلم او په 2014م په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عمليات خېبر ته غځول شوي او د خېبر ون او خېبر ټو] په نوم په خېبر کې پووځي عمليات شوي حکومت او پوځ دغه سیمې د وسله والو فعاليتونو څخه پاکولو دعوې هم کړې وې.

په سيمه کې د پوځي عملياتو له امله د زرګونو په شمېره کې کورنۍ کډه شوې چارواکي وايي زياتره کډوال بيرته ستانه شوي خو د افغانستان سره په پوله پرتو راجګال او خواوشا سیمو ځينې کډوال تراوسه نه دي ستانه شوي.

ځايي خلک وايي، ډېرو کډوالو ته د حکومت لخوا د وران شوي کور په سر څلور لکه روپۍ چې هيڅ پرې نه کيږي، بيا هم تراوسه نه دي ترلاسه شوي.

د خېبر په بېلابيلو سیمو کې د لشکر اسلام، انصارالاسلام او تحریک طالبان پاکستان سره امر باالمعروف او توحيدالاسلام وسله واله ډلې فعاله پاتې شوي دي.

خېبر ضلعه کې په وروستیوکې د امن دپاره او ناامنۍ ضد څو ځله پاڅونونه هم شوي دي