د خېبرپښتونخوا بره دير ضلعه کې د پنچکوړې سيند کې راغلي سېلاب د سېلګرۍ سيمې کمراټ ته تلونکې لاره، سړک تباه کړی، د ګاډو تګ راتګ ودرېدلی او سېلانیان په کمراټ کې ایسار شوي دي. چارواکي وايي، د سېلانیانو را ايستلو او بدلې لارې جوړولو هڅې کوي.
د بره دير د کلکوټ تحصيلدار افسر جان وي او اې ډيوه ته وويل، د زيارت او جمعې په مينځنۍ شپه کې د پنچکوړې په سيند کې سېلاب راغلی، د تهل او کمراټ ترمنځ لاره یې په دوه درېو ځایونو کې وړې ده، سړک د ګاډو د تلو راتلو جوګه نه دی پاتې.
هغه وويل، د سړک تباه کېدو له امله په کمراټ کې سېلانيان ايسار شوي چې شمېره یې خواوشا د 150 پورې ده، ضلعې انتظاميې د سېلانيانو دپاره په کمراټ کې په يو هوټل کې انتظامات کړي، ځينې سېلانيان پرون او ځینې پاتې نن را ايستل کیږي.
نوموړي زیاته کړه، سېلانيان په سړک د مات ځای پورې په ګاډو کې راوستل کيږي، په مات ځای کې پياده او د هغه ځایه بيا په ګاډو کې را ايستلی شي.
افسر جان وويل، امدادي ټيمونه ورسره دي، او د بدلې لارې دپاره د ځايي خلکو سره خبرې روانې دي، چې په پټو کې لاره ورکړل شي او کمراټ ته د تلو راتلو لاره جوړه کړل شي.
نوموړي زياته کړه، هغه نه شي ويلی چې دغه لاره به په څومره وخت کې جوړه شي خو وې یې ويل سړک ډېر خراب شوی دی.
د ځايي خلکو په وينا، په کمراټ کې د تندر لګېدو له امله د پنچکوړې په سيند کې سېلاب راغلی، او د سيند په غاړه پټو کې ولاړو د الوګانو او ګوپيانو فصل ته یې ډېر تاوان اړولی دی.
د زيارت او جمعې په مينځنۍ شپه کې د بره دير پاتراک مېدان علاقه کې په يو کور غر رانړېدلی، 12 تنه پکې مړه شوي وو.
د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور په پېښه د خفګان څرګندونه کړې او اغېزمنې کورنۍ سره د مرستو اعلان کړی دی.
خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي، د تهل نه تر کمراټ پورې سړک د هر ډول ټرېفک دپاره بند دی، انتظاميه د ټرېفک بحالولو دپاره د بدلو لارو بندوبست کوي او ټول وسايل په کار راولي، او امدادي ټيمونه د مرستو په هلوځلو بوخت دي.
د پي ډي اېم اې ترمخه د جولاۍ د لومړۍ نېټې څخه نن د اګست د 31مې پورې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پشکالي بارانونو پېښو او سېلابونو کې 88 کسان مړه شوي، 958 کورونو ته تاوان اوښتی چې پکې 260 په بشپړ ډول تباه شوي دي.
د موسمياتو محکمې نن د 31م اګست پورې خېبرپښتونخوا کې د بارانونو وړاندوينه کړې وه.