نړیوال بېنک د پاکستان، افغانستان او هندوستان په ګډون شپږ هيوادونه د پلاسټک په الودګۍ يا خچنوالي خورولو تورن کړي او ويلي يې دي چې دا هيوادونه د غټو سيندونو د لارې پلاسټکي، صنعتي او د کورونو د خځلو خورولو کې اسنتياوی برابروي.
د ماحولياتو ماهرين وايي د نورې الودګۍ ترڅنګ د پلاسټک سيندونو ته تلل د فصلونو پيداوار متاثره کوي، او د سمندري ځناورو ژوند هم د ګواښ سره مخ کوي.
په جنوبي اسيا کې د پلاسټک الودګۍ په ګوته کولو سره نړيوال بېنک پخپل وروستي رپورټ کې د منطقې شپږ هيوادونه چې يو بل سره په پوله پراته دي، د پلاسټک، صنعتي ګنده موادو، د کورنيو خځلو او د مایکرو پلاسټک د 20 لويو سيندونو د لارې د خورولو په لړ کې د اسانتیا برابرلو دپاره تورن کړي دي.
د ماحولياتو ماهرين وايي د سيندونو او خوړونو په زريعه چې پلاسټک د کرکيلې يا کښت ځمکو ته رسي نو د فصلونو پيداوار اغېزمن کوي او د عام يا مايکرو پلاسټک په شکل کې سيندونو او سمندر ته غورځېدو په نتيجه کې د ځناورو ژوند د خطر سره مخ کوي.
پېښور پوهنتون کې د ماحولياتي چارو کارپوه پروفېسر ډاکټر محمد نفيس وايي، "نن سبا چې يو بل ټرېنډ روان دی هغې ته مونږه مايکرو پلاسټک وايو، ميکرو پلاسټک دا دی چې دا پلاسټک خو په قدرتي توګه د بېکټېريا په زريعه نه تحليل کېږي خو د لمر شعاګونو يا د اوبو د اثراتو دا وړو وړو زراتو کې بدل شي نو دا که د هوا برخه جوړه شي او که د اوبو حصه جوړه شي او که هغه هر زنده څيز يې خوري نو منفي اثر پرې لري، سمندر ته خو د ډېرو ملکونو نه پلاسټک راځي نو هلته يې اثر ډېر زيات جوړ شي".
د نړيوال بېنک په رپورټ کې ويل شوي، چې په ټوله سويلي اسیا کې، په ځانګړې توګه یو ځل کارول شوي پلاسټکونه د کثافتونو له منځه وړولو ناکاره انتظام له وجې په خوړونو، نهرونو او سیندونو کې غورځيږي.
په رپورټ کې د پولو دواړو اړخونو ته موجود دريابونه، طاس او ګنګا براهم پترا ميګهنا (جي بي ايم بېسن) چې پکې بنګله دېش، هندوستان، بوټان او نيپال شامل دي او سند طاس يا انډس ريور بېسن چې پکې پاکستان، افغانستان او هندوستان شامل دي، د پلاسټک د فضلې په لویه کچه پکې وتل په نخښه شوي دي.
د اقتصادي چارو پوهان وايي د داسې ډول الودګۍ مخنيوي او خلکو ته روزګار ورکولو دپاره مهم دي چې د بېکاره پلاسټکي څيزونو څخه نور د کار څيزونو جوړولو کارخانې ولګول شي.
پېښور پوهنتون کې د اقتصادي او ماحولياتي چارو کارپوه ډاکټر ملک شکيل خان وايي، "په مختلفو ځايونو کې چې خلکو کوم پلاسټک غورځولي وي هغه راغونډ کړي او د هغې نه دوباره دانې ترې جوړې کړي او بيا ترې نور څيزونه جوړوي نو مونږه ورته ويلي شو چې ويليو پکې اېډ شوه، معيار یې ښه شو نو چې څومره مقدار اوبو او ځمکې ته رسي هغه کوم شي نو په سرکولر اکانومي کار کول پکار دي او دې دپاره خلکو ته د پوهې ضرورت دی، دې سره سره خلکو ته د هنر او ټينکالوجي ضرورت دی".
نوموړی وايي دا عمل چې څومره اسان شي او ډېر شي نو د پلاسټک چې کوم استعمال دی دا به هم کم شي او خراب اثراتو به يې مخنيوی هم وشي.
د ماحولياتو ماهرين وايي خوړونه او سيندونه د پلاسټک او نورې الودګۍ نه خوندې ساتلو دپاره پکار ده چې د منطقې هيوادونه په دې لړ کې په ګډه تګلاره جوړه کړي.
د ماهرينو ترمخه پاکستان کې سړي سر نږدې 100 ګرامه د پلاسټک استعمال کيږي او شاوخوا 30 فيصده پورې يې ريسايکلنګ يا د دوباره استعمال دپاره کارامد جوړولی شي.
دوی وايي په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف صوبايي حکومت په عام پلاسټکي کڅوړو جوړولو او استعمال بندېز لګولی او جرمانې يې هم پرې نافذ کړي دي.