کوټه: پولیس اهلکار د توهین رسالت په مقدمه کې بندي ملزم په تاڼه کې دننه په ډزو وژلی

د توهين رسالت يا مذهب د سپکاوي په مقدمه کې يو تورن تن چې د کوټې په تاڼه کې بندي وو، د تاڼې يو پوليس عسکر پرې په حوالات کې دننه ډزې کړي او دغه تورن تن یې وژلی دی. اسلامي نظرياتي کونسل وايي په داسې ډول پېښو کې، "چې څوک وسله راواخلي او په خپل سر اقدام وکړي، د دې جواز نه شي وړاندې کول کېدی".

چارواکي وايي دا پېښه نن په 12م ستمبر غرمه د کوټې په کېنټ پوليس تاڼه کې شوې ده.

د پوليس يو لوړ پوړي چارواکي [اېس اېس پي] محمد بلوڅ وي او اې ډيو ته پېښه تاييد کړه، او وې یې ويل،

"د پولیس یو سپاهي راغلی، په لاک اپ(حوالات) کې بند ملزم باندې یې ډزې کړ‎ې او وژلی یې دی".

پوليس چارواکي وويل، برید کونکی پولیس عسکر نیول شوی او د پېښې پلټنې روانې دي.

یاد تن د کوټې پولیس تیرہ ورځ د خلکو له احتجاج پس نیولی وو او بیا یې د کوټې کېنټ تاڼې پولیسو ته حواله کړ‎ی وو.

د کوټ خروټ آباد پوليس تاڼه کې د تورن تن پرضد مقدمه درج شوې وه.

د مقدمې ترمخه د مذهب د سپکاوي تون د کوټې خروټ آباد اوسېدونکی دی.

د مقدمې ترمخه ، "د عبدالعلي عرف لالا په نامه تن یوہ ویډیو پر ټولنيزو رسنیو خپرہ شوې، دا ویډیو پر خواله رسنیو زیاته خپرہ شوې، د یاد تن او ويډیو جوړ‎ونکي( نامعلوم) تن پر ضد د ختم نبوت څخه انکار د ختم نبوت قانون لاندې مقدمه درج کړ‎ې".

د پوليس چارواکي په وينا، "د یاد تن د ګرفتارۍ پر ضد تیرہ ورځ د خروټ آباد پولیسو تاڼې مخې ته خلکو احتجاج کړ‎ی وو او تاڼې ته د ننوتلو او د ملزم و احتجاج کونکو ته په لاس ورکولو غوښتنه یې کوله، چې له هغې پس مو یاد تن د کوټې کېنټ تاڼې ته د حفاظت په موخه راوړ‎".

د وژل شوي تن زوی محمد علي تیرہ شپه په خپره کړې يوه ويډيو کې ويلي، چې له خلکو څخه یې د خپل پلار او د کورنې معافي غوښې وه.

هغه ويلي، "موږ‎ پښتانه او مسلمانان یو، زہ په خپله حافظ قرآن یم، ما د کراچۍ په بیلا بیلو مدرسو کې دیني زدکړ‎ې کړ‎ې دي، زما پلار پینځه وخته لمونځونه او هر سهار د قرآن شریف یوه سيپاره سبک وایي، هغه سخته لویه غلطي کړ‎ې دہ، مونږ‎ شرمنده یو مونږ‎ معاف کړ‎ی".

پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د پېښو او په دغو پېښو کې د تورنو کسانو د خلکو په د وژنو خبرونه مخې ته راځي.

پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر مولانا راغب حسېن نعيمي وايي، د داسې پېښو کېدو څو علتونه وي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، ټولنه د قانون، د قانون عملدارۍ، پوهه خلکو او غوره انتظامیه باندې مشتمله بندوبست نوم دی، او هغه ټولنې په ښه انداز چليږي چرته چې هر څوک د خپل کار سره کار ساتي.

نوموړي وويل، "پاکستانۍ ټولنه د تېرو څو کلونو راهسې د ټولنيزې، مذهبي، اقتصادي او اخلاقۍ پستۍ سره مخ ده، او د هغې له امله مونږ هره ورځ د مختلفو جرمونو کېدل وينو، پاکستان کې دا وخت په مختلفو عدالتونو کې د وژنو خواوشا 50,000 قضیې د بحث لاندې دي او داسې نورې قضيې هم دي".

ښاغلي نعيمي وويل، ځکه خلک په خپله د مسلو د حل نورې لارې لټوي، د پوليس پلټنيزه نظام او عدالتونو کارروايانې هم داسې دي او مجرمان د عدالتونو نه خلاصيږي، خو "د توهين مذهب د قضيو هوارولو متبادلې لارې نشته چې هوارې شي، ځکه د کوټې په څېر پېښې کيږي".

خو نوموړي وویل، "د دې هر باوجود بيا هم د کوټې په څېر پېښو جواز نه شي وړاندې کول کېدی، چې څوک وسله راواخلي او که هر ډول پېښه وي چې په خپل سر پکې داسې اقدام وکړي".

د روان کال جون د مياشتې په وروستيو کې د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه خپل کلني رپورټ کې پاکستان کې د مذهبي ‏ازادۍ په وضعیت اندېښنه ښودلې وه.‏

رپورټ کې ویل شوي وو، په تېر کال ‏‎2023‎م کې پاکستان کې ‏‎16‎کسان د هغوي د عقیدې له امله وژل شوي او هم په دغه کال کې په پاکستان کې په ‏‎329‎‏ ‏کسانو د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي وو.‏

د امریکې خارجه محکمې په رپورټ کې ویل شوي وو چې پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو د مذهب د سپکاوي په تورونو کې ‏‎140‎‏ کسان نیول شوي او ‏‎11‎‏ ته د مرګ ‏سزا اورول شوې ده.‏

د ياد رپورټ ترمخه پاکستان کې وسله والو فرقه ییزه ډلو د مذهبي اجتماعاتو او عبادتخانو په ضد له تشدد ډکې کارروایۍ دوامداره ساتلي دي.‏