کورمه کې په شپږمه ورځ نښتې روانې دي، ټوله سيمه یې اغېزمنه کړې

د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعې کورمه کې د ځمکې په سر د شوې لانجې له امله د سني او شیعه و تر مینځ پیل شوې خونړۍ نښتې نن په شپږمه ورځ هم روانې وې، او ضلعه کې حالت لا نور کړکېچن شوي دي.

د پولیسو سرچینې وايي چې کورمې ضلعې په درېو تحصیلونو کوز، بر او مینځنۍ کورمه کې په څلورو بېلابيلو سیمو کې د ګڼو ډزو تبادله روانه ده، او دواړه خواوې يو بل ضد سپکې او درنې وسلې کاروي.

په کورمه کې دا نښتې په ۲۱ ستمبر بوشېره سیمه کې د ځمکني ماین چادنې او بیا تر هغې وروسته د مورچې جوړولو په سر بوشېره سني او احمدزو شیعه و ترمینځ د ډزو تبادله شوې چې وروسته بیا دا جګړه نورو سیمو ته غځېدلې چې دې وخته پکې د ځايي انتظامیې، پوځ او د پولیسو ټولې هڅې تر دې دمه ناکامه شوي، او د ډزو شدت په کمېدو نه دی، بلکې زیاتيږي.

د کورمې خلک وايي په دې ناوړه حالت حکومت یواځې ننداره کوي او د اوربند د پاره څه کوټلي ګامونه نه اخلي.

انتظامیه وايي د کوهاټ سیمې مشرانو په منځګړیتوب د دواړو ډلو ترمینځ د اوربند هڅې روانې دي او هغه چې څه پریکړه وکړي هغه به عملي کوي.

پاړا چنار کې د شيعه و انجمن حسېنیه مشر جلال حسېن بنګش قامي جرګې ته ویلي دواړو ډلو د قامي مشرانو په ډاډ د اور بند پریکړه وکړه، مشرانو مورچو خالي کولو ته لاړل دوی ته وویل شوي چې دا مورچې به امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي خو دوی ته هیڅ حکومتي کومک رانغلو چې بیا د ډزو لړۍ پیل شوه.

هغه ویلي انتظامیې او نورو امنیتي ادارو خپله زمه واري د دوی په اوږو غورځولې ده.

د سنيانو سره تړاو لرونکی د پاکستان د قامي پارلیمان پخوانی غړی ملک فخر زمان ویلي چې د مشرانو په ډاډ جنګ ودرول شوی او په اوربند رضا شوي دي.

هغه ویلي دغلته د سدې نه تر پاړا چناره امنیتي پوستې دي چې د شناختي کارډ پرته پرې ځايي خلک نه شي تېرېدلی، دا اسلحې د کوم ځایی نه راوړول کیږي.

هغه زیاته کړې، کورمه انتهايي وروسته پاته کړل شوې خو د دغو سیمو خلک یواځې د امن خواست کوي.

د نښتو په نتیجه کې ځاني زیان

د سیمې روغتيايي سرچینې وايي چې تر اوسه په دې نښتو کې ۳۰ کسان وژل شوي چې پکې یوه زنانه شامله ده او د پينځو زنانو په ګډون تر ۸۰ زیات ټپیان شوي دي. ټپیان د پاړاچنار او سدې مختلفو روغتيايي مرکزونو ته انتقال کړل شوي دي، خو د روغتونونو د بنیادي اسانتیاو کموالي له امله ټپيانو ته په وخت او مناسب علاج برابرول ستونزمن شوي دي.

طبي چارواکي وایي چې د ټپيانو په شمېر کې د زیاتوالي اندېښنه شته، ځکه چې ډېر کسان په دې جګړو کې ایسار شوي او هغوی ته د جدي مرستې امکانات نه دي برابر شوي.

د پاړا چنار روغتون مشر ایم اېس میر حسن وايي په ضلعه کې بیړنی حالت پر ځای کړل شوی او د ځينې ټپیانو حالت مرګونی دی چې د صوبې نورو سیمو ته د لېږلو اړتیا لري خو لارو بندیز په کې لوی خنډ دی.

هغه وویل په ټوله ضلعه کې د عملې چوټیانې منسوخې کړل شوي او 24 ساعته د دوی خدمات روان دي.

د تګ راتګ ستونزې

نښتو د کورمې ضلعې مهمې لارې، په ځانګړي ډول د پاړاچنار ټل مرکزي سړک او د پاکستان او افغانستان تر منځ خرلاچی پوله، د هر ډول ګاډو لپاره تړلې دي. د دې سړک بندېدو له امله په کورمه ضلعه کې د خوراکي توکيو، تېلو او د دارو درملو سخت کمی راغلی دی.

ځايي خلکو شکایت کړی چې په بازارونو کې د خوراکي توکيو د کموالي له امله نرخونه سېوا شوي دي.

او د سده اوسېدونکي عبدالقادر وویل بازارونه بند دي جنګ روان دی او خلک د وېرې نه په کورونو کې ایسار شوي او ضرورت سامانونو پوره کولو هیڅ اسانتیا نشته او نه انتظامیې دوی ته د خوراکي توکيو کومې مرستې رسولې دي.

تعلیمي ادارې او سوداګریز فعالیتونه

په ښار او جګړه ځپلو سیمو کې د تېرو شپږو ورځو راهسې ټولې شخصي او دولتي تعلیمي ادارې تړلې دي، چې له امله یې د زده کوونکو تعلیمي فعالیتونه ځنډول شوي دي.

ځايي خلک وایي چې د جګړې چاپېریال په ماشومانو ژورې رواني اغېزې کړي، او میندې پلاران د خپلو ماشومانو د خونديتوب په اړه سخت اندېښمن دي.

د سیمې سوداګر هم اندېښنه ښيي چې که نښتې همداسې روانې پاتې شي، د هغوی کاروبار به په ټپه ودرېږي او د سخت مالي زیان سره به مخ شي. دوکانونه او بازارونه تړل شوي، چې له امله یې هره ورځ سوداګریز فعالیتونه په بشپړ ډول د ځنډ ښکار دي، او دا حالت په پشپړه توګه د سیمې پر اقتصاد منفي اغېز لري.

د سیمې تجارو د اتحادیې غړی اسلام علي وايي یوازې د افغان ټرانزیټي لارې بندیز له امله د کروړونو روپو تاوان سره مخ شوي دي.

هغه وویل په پوله د مېوو او د سبزیو ډکو ټرکونه کې ټوله سودا ضایع شوې چې دا ټول نقصان د تجار دی.

د جرګې او انتظامي هڅې ناکامې شوي

د ضلعې انتظامیې، پولیس، پوځي چارواکي او قبیلوي مشراون په دوامداره توګه د نښتو د درولو او د امن د بحالۍ لپاره جرګې کوي، خو تر دې دمه دا هڅې بې نتیجې پاتې شوې دي. د ځايي سرچینو په وینا، د دواړو اړخونو تر منځ د ځمکې لانجه ډېره پېچلې ده، او د دې ستونزې حل آسانه کار نه دی.

قبایلي مشران وایي چې د دواړو خواوو ضد او سخت دریځ د اوربند هڅې ناکامه کړي دي. خو مشران وايي چې د امن د بحالۍ لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي، او ژر تر ژره به یو مثبت نتیجه راووځي.

د حکومت څخه په بیړاني حالت کې د مداخلې غوښتنه

ځايي خلکو له وفاقي او صوبایي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دې حالت ژر تر ژره نوټس واخلي او د نښتو د درولو لپاره رغنده ګامونه پورته کړي. د خلکو په وینا، که حکومت سمدستي مداخلت ونه کړي، حالات به نور هم خراب شي، چې له امله به نه یوازې د زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړي، بلکې د سیمې اقتصاد او تعلیمي فعالیتونه به هم له تباهۍ سره مخ شي.

د سیمې ټولنیزو کارکوونکو او د بشري حقونو استازو هم له حکومت څخه غوښتي چې د سیمې د امنیت د بحالۍ لپاره ټول موجوده وسایل وکاروي او دواړه اړخونه د مذاکراتو مېز ته راولي.

د دغه ناوړه کړکېچنو حالاتو پرضد پاړه چنار او نورو سسمو کې احتجاجي مظاهرې شوي دي.

د سیمې نه د قامي پارلیمان غړي حمېد حسن د احتجاجي غونډې ته وینا پرمهال حکومتي چارواکو څخه د امنیت د ټېنګښت غوښتنه کړې ده.

د ښځو او ماشومانو ستونزې

دې نښتو ښځې او ماشومان سخت اغېزمن کړي دي. ځايي ښځو ویلي چې له کوره بهر وتل ډېر خطرناک شوي، او هغوی د خپلو ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره په کورونو کې ایسارې دي.

ماشومان د وېري په فضا کې دي، او د لوبو کولو یا ښوونځي ته د تګ عادي حالت ته ستنېدل نه شي کولای.

ښځې وایي چې که حالت نور هم خراب شي، نو هغوی به اړ شي چې له خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته کډه وکړي، چې دا به یو لوی بشري ناورین وګرځي.

د ښځو د حقونو د پاره کارکونکی مدني فعال نوشین ملک وایي په جنګونو کې تر ټولو زیاتې ښځې ځورول کیږي یو خو په مورچه کې ناست کسان دوی خاوند، وروڼه او زامن وي چې هغوی ته اندېښمنې وي او ذهني ناروغه کوي یې، په داسې حالت کې د کور کار او د ډاکټر درملنه اغېزمنه کیږي بل د خوراکي توکيو د نشتوالي له امله ماشومانو ته د شاود يا پيو ورکولو سره د دوی په صحت بدې اغېزې کیږي.