د اتمانزو جرګه د يو کال راهسې ولې په احتجاج ده؟ علتونه او غوښتنې یې څه دي؟

د افغانستان سره په پوله شمالي وزیرستان، چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د خپل تاريخي او ستراتیژیک وړتا له امله ځانګړتیا لري، یو ځل بیا د ناامنۍ او احتجاجي حالاتو سره مخامخ ده.

د شمالي وزیرستان د ټولو خېلونو شریکه اتمانزۍ جرګې له تېرو څو ورځو راهسې احتجاجي پرلت وهلی دی او نن یې په درېمه ورځ کې د احتجاج په ترڅ کې د ټولې ضلعې داخلي او خارجي لارې د احتجاج په توګه تړلې دي.

دغه احتجاجي پرلت د علاقې خلکو د روانۍ ناامني او د حکومت له خوا د حقونو نه ورکولو په خلاف پیل کړی دی.

د احتجاج لامل او غوښتنې

د اتمانزۍ جرګې ویاند، مولانا بېت الله وايي چې د احتجاج موخه د سیمې خراب امنیتي حالت او د دې پر وړاندې د حکومت پاملرنه ترلاسه کول دي.

هغه وايي، سره له دې چې په زرګونو پوځیان او افسران په سیمه کې موجود دي، د سیمې امنیتي حالت لا هم ډېر خراب دی او د ناامنۍ له امله خلک عادي ژوند نه کوي.

مولانا بېت الله زیاته کړه، سیمه له اوږدې مودې راهسې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو تر منځ د جګړې ډګر ګرځېدلی، چې له امله یې عام خلک سخت جاني او مالي زیانونو سره مخ کيږي.

د نوموړي په خبره، تېره اوونۍ د میرعلي په بازار کې د پوځ عملیاتو په ترڅ کې د توپونو څخه په ګولو سره ویشتل شوې، چې له کبله یې کروړونه روپۍ زیان اوښتی دی.

هغه زیاتوي چې دا عملیات نه یوازې معیشت ته زیان رسوي، بلکې د عامو خلکو ژوند یې ستونزمن کړی دی.

حکومتي دریځ او غبرګون

حکومتي چارواکي وايي چې دوی د خلکو ستونزې درک کوي او د حالات قابو کولو لپاره کار کوي.

د سیمې نه د صوبایي اسمبلۍ غړی او وزیراعلا معاون نېک محمد خان هم د عملیاتو په پایله کې میر علي بازار کې د زیان په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، اړونده ادارو لارښوونې کړې چې د دې زیان تلافی وکړي.

خو له بلې خوا، د سرکاري دفترونو بندول حکومتي مشینري هم په حرکت راوستې ده.

د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر، یوسف کریم، د لوړپوړو چارواکو ته لیکلي، چې د حکومتي دفترونو ساتنې لپاره اضافي ځواک ځای پر ځای کړي. هغه وویل، "د حکومتي دفترونو تړل د ترهګرۍ ضد قانون لاندې راځي، او په دې اړه باید سخت اقدامات وشي."

د اتمانزۍ جرګې وضاحت

د اتمانزۍ جرګې مشران، بیا، دا احتجاج د خپلې سیمې د ناامنۍ او نامعلومې وضعیت پر ضد خپل حق بولي. د هغوی په وینا، دوی د خپل ايیني او قانوني حقونو لپاره احتجاج کوي او یوازینۍ غوښتنه یې په سیمه کې د امن راوستل دي.

د جرګې یو بل غړی، ملک اکبر خان وايي چې په ضرب عضب عملیاتو کې دوی ته باور ورکړل شوی وو چې سیمه به له ترهګرۍ څخه پاکه شي، خو حالات لا هم خراب دي.

هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو وروسته، په سیمه کې 800 څخه ډېر مشران، ښځې او ځوانان نامعلومه کسانو وژلي دي.

په حکومتي کچه دا شمېرې نه دي تایید شوي.

د سیمې د خلکو ستونزې

ځايي خلک وايي یو خوا ته پوځ او ادارو ته د جاسوسۍ په نوم قتل کیږي بل بیا د ناامنۍ پرضد عملیاتو پرمهال عام خلک ځورول کیږي، تشدد پرې کوي او زندانو کې بندیوان کوي چې تر اوږدې مودې بیا درک نه مالومیږي چې په څه جرم نیول شوي او نه یې عدالتونو ته وړاندې کوي.

په احتجاج کې ګډونوال، ربنواز خان وایي چې د عملیاتو وروسته په سیمه کې د عادي ژوند تصور ختم شوی دی. هر څوک له خطر سره مخ دي، که هغه دیوال وي او که کومه ونه.

هغه ویلي په علاقه کې د وسله والو ډلو او امنیتي ځواکونو ترمینځ له اوږدې مودې نه د جګړو او نښتو له امله عادي ژوند نه کوي.

هغه وایي، "حالات داسې دي چې خلک په جاسوسي تورنو وژل کېږي، او د پوځ عملیاتو پر مهال عام وګړي سخت ځپل کېږي."

هغه زیاته کړه، چې د سلګونو کسانو نیولو او لا درک کولو ستونزه هم لا تر اوسه نه ده حل شوې. "د څو کلونو راهسې د جبري لادرکه شویو خلکو مسله بې ځوابه پاتې ده، او حکومت یې له منلو څخه انکار کوي."

د ادارو ستونزې او حکومتي اقدامات

مقامي انتظامیه وايي چې د احتجاج کوونکو غوښتنې اورېدل کېږي او د مذاکراتو عمل روان دی. خو هغوی وایي چې ځینې عناصر هڅه کوي چې دې معاملې ته نورې پېچلتیاوې ورکړي. یو لوړپوړی امنیتي افسر، چې نوم یې نه دی ښکاره کړی، وایي چې تېرې اوونۍ په رزمک کې د ترهګرو پر ضد عملیاتو کې اته وسله وال ووژل شول.

سرکاري چارواکي وايي چې د حالات د کنټرولولو لپاره امنیتي ځواکونه موجود دي او په سیمه کې د امن راوستلو لپاره هلې ځلې روانې دي. د هغوی په وینا، په سیمه کې د پولیسو او پوځ موجودیت د امن ساتلو لپاره کافي دی او نور اقدامات هم تر لاس لاندې دي.

د سوداګرو ستونزې

د احتجاج او د سیمې خراب امنیتي وضعیت د سیمې سوداګرو ته هم لوی زیان اړولی دی. د سوداګرو مشر، ثناء الله، وایي چې په عملیاتو کې تر ۲۰ زرو پورې دوکانونه وران شول او اربونه روپۍ زیان شو، خو تر اوسه موږ ته هیڅ تاوان نه دی ورکړل شوی."

هغه وویل چې په سیمه کې خراب امنیتي وضعیت د دوی کاروبار نور هم له منځه وړی دی او دوی د حکومت څخه فوري مرستې تمه لري.

وروستي احتجاجونه

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزۍ قبیلې دا احتجاج کوم نوی عمل نه دی. په تېر یوه کال کې، دا جرګه په بېلابيلو موقعو کې د امنیت خراب وضعیت پر ضد احتجاجونه کوي. دوی د پاکستان د ازادۍ ورځ "توره ورځ" په توګه لمانځلې او د سیمې لپاره یې د دوامدار امن غوښتنه کړې ده.

هغه وخت انتظامیې ویلي وو دوی غوښتنې منل شوې او د امن او د علاقې د ترقۍ د پاره به کوټلي ګامونه اخستل کیږي.

ضرب عضب عملیاتو وروسته ناامنۍ پېښې

شمالي وزیرستان کې په 2014 کال کې د ضرب عضب په نوم د یو لوی پوځي عملیات شوي، چې هدف یې د القاعده او افغان طالبانو په ګډون ملکي او خارجي ترهګرو څخه د سیمې پاکول وو.

په دې عملیاتو کې په زرګونو خلک بې کوره شول او د کډوالو په کېمپونو کې یې ژوند پیل کړو.

که څه هم د پاکستان پوځ د دې عملیاتو بریا اعلان کړی، او ځایي خلک یې بیرته ستانه کړي د علاقې خلک تر اوسه پورې د ناامنۍ له کبله کړاو ویني او وايي د علاقې حالات تر عملیاتو وروسته د تسلۍ وړ نه دي .

په سیمه کې د سياسي اتحاد مشر خلیل وزیر تور پورې کوي چې د دوی په سیمه کې جګړه د وسایلو د قبضه کولو لپاره پلان شوې ده.

خلیل وزیر وایي، د مرګ په خوله کې ژوند کوو او نور دغه تکلیفونه نه شو زغملی.

هغه ویلي یوازینۍ یو غوښتنه یې د تلپاتې امن دی."

میډیا کې ځایې نه ورکول

په پاکستان میډیا کې د شمالي وزیرستان دې ولسي احتجاج ته ځایی نه ورکول کیږي.

د سیمې یو وتلي خبریال ناصر داوړ وویل، دا احتجاج ښکاره کوي چې په شمالي وزیرستان کې دایمي امن لا هم یو لویه ستونزه ده. د دې مسلې حل یوازې په پوځي عملیاتو یا مذاکراتو کې نه دی، د خلکو حقونه منل او د هغوی خوندیتوب یقیني کول د وخت یوه مهمه اړتیا ده.

هغه وويل، د شمالي وزیرستان خلکو غږ اورېدل او ستونزې حل کول د حکومت اییني ذمه واري ده.