"د پنجاب زياتره سياسي غړي د پښتون جرګې مخالفت کوي"، مرکزي او صوبايي حکومتونو ته خط

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پښتين په خپلو ټولنيزو رسنيو پاڼو، "د پښتنو لخوا څلور واړو صوبايي او مرکزي حکومت، او پوليس محکمې ته پرانستی خط" پوسټ کړی دی، په خط کې د 11م اکتوبر د پښتنو د جرګې په اړه خبرې شوي او ويل شوي، "د پنجاب ټول نه، خو د اکثريتي سياسي ګوندونو غړي د پښتنو د جرګې او اتحاد مخالفت کوي".

په خط کې ويل شوي، "په 11م اکتوبر د پښتنو جرګه کيږي، مقصد یې په پښتنه سيمه امن، وسايلو او ولس د مسلو د حل دپاره مشوره کول دي، او په دې جرګه کې به د 30,000 نه زيات پښتانه علاقايي، قبايلي مشران، علما او سیاسي مشران او د ټولنې د هرې طبقې خلک برخه اخلي".

په خط کې د پښتنو د جرګې په اړه ويل شوي، چې دا د "پښتنو يو مثبت دستور او اصولاً شريک عمل دی".

په خط کې زياته کړل شوې، چې "ځينې پراکسي او د ډالري جنګونو ملاتړي جرنېلان او وسله وال پراکسي تنظيمونه خواهش لري چې دا جرګه ناکامه کړل شي، د امن غټه هڅه سبوتاژ شي، او د ډالري جنګونو او وسايلو لوټ مار په ځای وساتي".

یاد خط ته د صوبايي يا مرکزي حکومت او پوځ لخوا تراوسه کوم رسمي ځواب نه دی ویل شوی خو دا خط په داسې وخت کې ليکل شوی، چې پي ټي اېم د خېبر ضلعې په ريګي للمه سيمه کې د 11م اکتوبر د جرګې دپاره تياريانې پيل کړي دي.

د لومړي او دويم اکتوبر په مينځنۍ شپه او بيا په دويم اکتوبر پي ټي اېم ويلي، د پېښور پوليس ورغلي، خېمې یې ورله سوځولي او غړو پرضد یې اوښکی بهيونکی ګېس شيندلی او ډزې یې پرې کړي دي.

پي ټي اېم ويلي، له دغې وروسته د صوبې په بېلابيلو برخو کې د بي ټي اېم د غړو په کورونو چاپې وهل کیږي او ګڼ شمېر نيول شوي هم دي.

په دويم اکتوبر د خېبرپښتونخوا مشير اطلاعات بېرسټر سېف ويلي وو، "د پي ټي اېم په کېمپ د پوليس کارروايي د مرکزي حکومت په حکم شوې وه، مرکزي حکومت چيف سيکرټري ته د پي ټي اېم په اړه خط ليکلی، او په خط کې ليکل شوي چې پي ټي اېم د رياست مخالفه بيانيه او نسلي کرکه خورولو کې ککړ دی ځکه پرضد دې یې کارروايي وشي".

هغه ویلي، "په تېرو ورځو کې منظور پښتين د وزيراعلا علي امين ګنډاپور سره اوږده ليدنه کړې او د پي ټي اېم په غوښتنو پکې خبرې اترې شوې وې".

منظور پښتين تېره شپه هم ویلي، چې پولیس بيا د جرګې په ځای ورغلي، خو له دغې وروسته بيا د جرګې د ځای څخه کوم خبر نه دی ترلاسه شوی.

په خط کې "پولیس او سياسي حکومت ته ويل شوي چېد د جرګې د ناکامه کولو سهولت کاري دې نه کوي".

ويل شوي، "مونږ تاسو ته په تفصيل سره سپيناوی کولی شو چې دا جرګه زمونږ د پښتون ولس او امن غوښتونکو انسانانو په ګټه ده. دا کومه جلسه يا جلوس نه دی بلکې انتهايي سنجيده عمل، جرګه ده".

په خط کې زیاته کړل شوې، "که مونږ د خپل امن او حقونو دپاره جرګې ته نه پرېښودل کيږو او د طاقت د لارې د جرګې عمل ځپلو هڅه کيږي نو دا به ونه زغمل شي او په راتلونکې کې به د پښتنو ځوانانو د سخت دريځ او ظلمونو ضد غبرګون زمه واره تاسو یئ".

د خط په اخره کې ليکل شوي، "د پنجاب ټول نه، خو د اکثريتي سياسي ګوندونو غړي د پښتنو د جرګې او پښتون اتحاد مخالفت کوي. هغو ته خواست دی چې دا جرګه د امن او وسايلو، او خپل راتلونکي ژوند دپاره ده. ايا دلته کوم قام ته د خپل امن او وسایلو دپاره د جرګې کولو حق هم نشته؟".