منظور پښتين: په تېرو 22 کلونو کې 76,584 پښتانه په ډزو، بمونو او چاودنو کې وژل شوي

خېبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پښتون قامي جرګه

د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين د پښتون قامي جرګې ته د کال 2002 نه تر 2024م پورې پښتنو ته د اوښتي ځاني او مالي تاوانونو شمېرې وړاندې کړي دي. هغه وويل په تېرو 22 کلونو کې 76,584 پښتانه په ډزو، بمونو او چاودنو کې په داسې جګړه کې وژل شوي چې هغه زمونږ جنګ نه وو.

خېبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پښتون قامي جرګه

منظور پښتين په خېبر کې روانې پښتون قامي جرګې ته وويل، دوی د پښتنو په خاوره د اوښتو تاوانونو پوره معلومات بيا هم نه دي راټول کړي ځکه د ده په وينا په وړاندې یې خنډان وو.

پي ټي اېم د پاکستان حکومت لاقانونه ګرځولی دی، پي ټي اېم د 11م نه تر 13م اکتوبر پورې خېبر کې د پښتون قامي جرګې عدالت اعلان کړی دی.

پښتين پرون په 12م اکتوبر د جرګې ګډون والو ته وويل، تر ټولو زياتې وژنې 9,522 په خېبر ضلعه کې شوي دي، هغه دغه شمېرې په غټ سکرين وړاندې کړې، چې پکې د بې درکه، ژوبلو، وژل شوو او معذوره کسانو شمېرې ښودل شوي دي.

خېبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پښتون قامي جرګه

هغه وویل، د پښتنو په خاوره ښخو ماينونو 7,538 کسان معذوره کړي دي، او په دې موده کې 9,237 غټې چاودنې شوي، د دې چاودنو نه يو ځای، او يو سياسي ګوند هم نه دی پاتې، خو په سياسي ګوندونو کې تر ټولو زيات تاوان عوامي نېشنل ګوند او په دویم نمبر پسې جمعيت علمااسلام ګوند ته اوښتی دی.

منظور پښتين زياته کړه، 1,738 قبايلي مشران وژل شوي، د هغو نه سرونه پرې کړل شوي او يا وژل شوي دي، جرګې ته د وړاندې کړل شوو شمېرو ترمخه په ياده موده کې خېبرپښتونخوا او بلوچستان پښتون مېشته ضلعو کې 6,700 کسان بې درکه کړل شوي، چې تر ټولو زيات 1120 پکې په سوات او په دویم نمبر شمالي وزيرستان کې بې درکه کړل شوي دي.

هغه وویل، څه کم 200 چاودنې په جوماتونو کې شوي دي، پوهنتون، سکول، کالج، هاسټل، مدرسه، جومات، امام بارګاه، تر دې چې په دې خاوره د کرسچن، هند، سيک د هغو عبادتخانې په نخښه شوي، د 200 نه زیاتې چاودنې په مزارونو شوي دي، تبليغي مراکز، يو شی نه دی پاتې، اووه چاودنې يواځې په ماشومانو شوي، شپږ چاودنې يواځې د ښځو په بازارونو شوي دي.

خېبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پښتون قامي جرګه

د منظور پښتين په خبره، د پښتنو په خاوره 213 د پوليو کارمندانې وژل شوي دي، په کورمه کې د 4000 نه د شيعه سني په نوم خلک وژل شوي دي.

هغه وویل، د دې جګړو له امله 57,10,928 کسان کډوال شوي او په هغو کې 23,0000 لکه اوس هم کډوال دي، لس لکه اېکړه ځمکه په قبضه کې ده، د 2003 نه تر 2024 پورې د پښتنو 2,17,007 شناختي کارډونه بلاک شوي، د دوه لکه نه زيات کورونه ړنګ شوي دي.

نوموړي زياته کړه، 36 بازارونه ړنګ کړل شوي په هغو کې 11 بازارونه دي چې د هغو نوم و نشان نه دی پاتې، په پښتون وطن کې د 25,000 نه زيات دوکانونه ړنګ کړل شوی دی.

منظور پښتين دعوه وکړه، کومې شمېرې یې چې وړاندې کړې د دې ثبوت لري.

خېبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پښتون قامي جرګه

پاکستان د منظور پښتين دغو شمېرو ته فوري ځواب نه دی ويلی، خو پاکستان د وړاندې نه دعوه کوي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د 80,000 پورې کسان وژل شوي او په اربونو ډالره تاوان ورته اوښتی دی.

په خېبر کې روانې جرګې ته د خېبرپښتونخوا د ټولو ضلعو او بلوچستان صوبې د پښتون مېشتو ضلعو څخه پلاوي ورغلي دي، په دغه جرګه کې ګڼ کسان هغه هم ورغلي چې د کورنيو غړي یې بې درکه دي.

د بې درکه کسانو خپلوان وايي، دوی د پاکستان هرې سرکاري ادارې ته ورغلي خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی، او اوس د دغه جرګې نه تمه لري چې د بې درکه کسانو څه لاره به یې د دلته نه جوړه شي.

د پښتون قامي جرګې ته خېبرپښتونخوا کې د زياتره سياسي ګوندونو مشران او پلاوي ورغلي دي.

د يادې جرګې د پلان ترمخه، نن په 13م اکتوبر به د شريکو مشورو او وړانديزونو وروسته ختمي فيصله کوي.