د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې د خراب امنیت له امله د ګومل پوهنتون ټانک کېمپس تړل شوی دی. د پوهنتون انتظامیې ويلي، د پوهنتون ټولې تعلیمي چارې، په شمول د زدکړو عمل تر 18م اکتوبر پورې ځنډول شوي دي.
اعلامیه د پوهنتون ویاند راجه عالمزیب وي او اط ډیوه سره شریکه کړې ده، اعلاميه کې ويل شوي، دا اقدام په وروستیو کې د ترهګرۍ د پیښو په نتيجه کې د امنیتي اندېښنو له امله پورته کړل شوی دی.
چارواکي وايي تیره ورځ د ګومل پوهنتون د ټانک کېمپس د عملې ګاډی سهار د ډېره اسماعیل خان په هتاله سیمه کې د ناڅرګندو کسانو له لوري تر برید لاندې راغلی، هغه وخت چې ټانک ضلعې ته روان وو، خو په ګاډي کې سپاره ټول کسان روغ وتلي دي.
د ویاند په خبره په ګاډي کې د پوهنتون د 15 نه تر 20 پورې کارکوونکي ناست وو او د برید وروسته هغوی بیرته ډېره اسماعیل خان ته ستانه کړل شوي دي.
د پولیسو د سرچینو په وینا، برید کونکي لا تر اوسه نه دي پېژندل شوي، او د پیښې وروسته په سیمه کې امنیتي تدابیر لا نور سخت کړل شوي دي. او پلټنې یې پیل کړي دي.
له دې وړاندې هم د ترهګرۍ د زیاتېدونکو پیښو له کبله د ټانک او جنوبي وزیرستان عدالتونو خپلې چارې ډېره اسماعیل خان ته منتقل کړي دي. د عدالتونو له انتقال وروسته، په ټانک کې د نیشنل سېونګ بینک ټول اې ټي ایم مشینونه هم بند کړل شوي، چې له امله یې خلکو د ستونزو سره مخ شوي دي.
د ټانک خلکو د دې ناامنۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. سیمه ییزو حکومتي چارواکو خلکو ته ډاډ ورکړی چې د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره پوځ هم شتون لري او ژر به حالات عادي شي.
د ټانک بیټني جرګې مشر مولانا نقیب ویلي، دوی له اوږدې مودې راهیسې د امنیتي ستونزو په اړه خبرداری ورکوي، او په دې اړه یې غټې احتجاجي جلسې او غونډې هم کړې دي، خو د دوی اندېښنو ته سنجیدګی نه ده ورکړل شوې.
مولانا نقیب زیاته کړه، د عدالتونو انتقال، د ګومل پوهنتون کېمپس او بینکونو بندېدل، د خلکو په ستونزو کې نوره اضافه کوي، په فوري ډول د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره بیړني ګامونه پورته کول ضروري دي.
د ګومل پوهنتون محصلینو هم د کېمپس د بندېدو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي. د کېمپس د انګرېزۍ څانګې یو زده کونکي رحیم خان وویل چې کله ورته د استادانو پر ګاډي د برید په اړه وویل شول، نو وېرېدلي وو.
یوې بلې زده کونکې چې نوم یې نه ښکاره کول غوښتل، وې یې ویل چې د کېمپس بندېدل د دوی په تعلیم سخت ګوزار دی. هغې زیاته کړه که چرې کېمپس د اوږدې مودې لپاره بند پاتې شو، نو د دوی تعلیم به اغېزمن شي، کوم چې لا دمخه د امنیتي ستونزو له کبله ځپل شوی دی.
هغې دا هم وویل، که کېمپس ډیره اسماعیل خان ته منتقل کړل شو، نو هغه نه شي کولی، چې د خپلې ضلعې څخه بهر زده کړې ته دوام ورکړي، ځکه چې د سمسټر فیسونه لا دمخه زیات دي او د خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب دی.
د ګومل پوهنتون ټانک کېمپس ډاریکټر، احسان دانش سره د بیا بیا کوشش باوحود رابطه ونه شوله خو د ګومل پوهنتون رجسټرار ظاهر شاه وویل چې دا اعلامیه یوازې د لنډې مودې لپاره ده، او دا پریکړه وروسته له هغې شوې، چې د ټانک ضلعې انتظامیې دوی ته کېمپس په اړه ورپېښو خدشاتو سپارښتنه کړې ده.
هغه وویل د امنیتي چارواکو او ډي سي انتظامیې سره له مشورو وروسته به کېمپس بیا پرانیستل شي.
د ټانک ضلعې د ډپټي کمشنر، تنویر خټک دفتر په وینا، د ضلعې د امنیت ښه کولو لپاره په لوړه کچه مشورې روانې دي او ډېر ژر به د امن د بحالۍ لپاره ګامونه واخستل شي.
دوی وویل عوام ته ډاډ ورکړل شوی چې د حالاتو عادي کولو لپاره ټول ممکنه ګامونه اخیستل کیږي.