شمالي وزيرستان: ځانمرګي برید کې د دوه پوځيانو، څلورو پوليسو په ګډون اته تنه وژل شوي

خېبرپښتونخوا صوبه کې پرله پسې په دويمه ورځ امنيتي ځواکونه په نخښه شوي، په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته ځانمرګی برید شوی، د څلورو پولیس او دوو پوځيانو په ګډون پکې اته کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.

له دغې يوه ورځ وړاندې خېبر پښتونخوا کې په 24 ساعتونو کې په بېلابيلو وسله والو بريدونو او پېښو کې د 17 امنیتي اهلکارو په ګډون لږ تر لږه 24 کسان وژل شوي وو.

‎د ځايي چارواکو په وینا، برید د میرعلي تحصیل عیدک سیمه کې په اسلم نومي امنیني چیک پوسټ شوی دی، او ځانمرګي بریدکونکي له بارودو ډکه رکشه د پوستې نه تمبولې ده.

‎پوځ په دې اړه کوم رسمي بیان لا نه دی ورکړل شوی، خو د پاکستان صدر اصف علي زرداري او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پېښې غندنه کړې ده او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه د خپلو قربانیو له لارې د امنیت د ټېنګښت لپاره کار کوي.

‎ د دې برید زمه واري د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې په غاړه اخیستې ده.

‎د میر علي تاڼې چارواکي وايي د برید وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په ګیره کې اخستې او پلټنې یې پیل کړي دي.

‎تر دغه برید وروسته ورسره په پوله بنو ضلع کې هم نامعلومه وسله والو یو پولیس اهلکار فرمان الله په ډزو سره وژلی چې زمه واري یې ټي ټي پي منلې ده.

‎پولیس وايي دا پېښه د بنو میرا خېل سیمه کې هغه وخت وشوه چې نوموړی د دندې وروسته کور سره نزدې جماعت ته د لمونځ لپاره روان وو چې وویشتل شو.

پولیس وايي مقدمه یې د ترهګرۍ مادو لاندې درج کړې او پلټنې یې پیل کړې په بنو کې پولیسو په تېرو 24 ساعتو کې دا دریم برید چې پکې دې نه وړاندې د جاني خېل تاڼې ایس ایچ او د هغه یو اهلکار وژل شوي وو.

‎په خېبر پښتونخوا کې په تېرو 24 ساعتونو کې د وسله والو بریدونو لړۍ نوره چټکه شوې. او په تېرو 24 ساعتونو کې دا د ناامنۍ 13مه پېښه ده. تر اوسه په دې بریدونو کې 35 کسان وژل شوي، چې پکې 26 امنیتي اهلکار شامل دي. زیاتره بریدونه د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې شوي دي.

لوی بريد د ډېره اسماعيل خان درازنده علاقه کې د اېف سي ځواک په پوسته شوی، چرته چې 10 اهلکار وژل شوي دي.د زیاتره بريدونو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

‎د پاکستان صدر اصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شریف او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دې پېښو غندنه کړې او ویلي یې دي چې ترهګري به د جرړو څخه ایستل کېږي.

‎په خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ پېښو په زیاتېدو سره، ځايي خلک د امنیت لپاره د احتجاجونو او ولسي پاڅونونو پرمهال غږ پورته کوي. او وايي دې ناامنۍ تر شاه د پاکستان پوځ لاس دی.

‎خو پوځ دا تورونه رد کړي او د پوځ ویاند چوهدري احمد شریف د ستمبر په پينځمه میډیا ته ویلي وو د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ، پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې هره ورځ د 130 نه زيات عمليات کوي، او د اخري ترهګر د خاتمې پورې به جګړه روانه وي

هغه ویلي وو، د روان کال په لومړو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي دي او يواځې د اګست په مياشت کې 4021 عمليات ترسره شوي، او د تحریک طالبان پاکستان 90 وسله وال وژل شوي وو.

‎څېړونکي وايي، که څه هم چارواکي د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې پرمختګ دعوه کوي، خو امنیتي حالات لاهم د خرابۍ په لوري روان دي.