د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د څاروو يا ځناورو د خېر ښېګړې دپاره قانوني مسوده منظوره کړل شوې، چې د څاروو سره ناوړه چلند، ظلم زياتي او غفلت مخه ونيول شي. قانوني مسوده کې د بند او جرمانې سزاګانې مقرر کړل شوي دي.
ياده قانوني مسوده صوبه کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت د صوبې د مالدارۍ او ماهي ګېرۍ وزير فضل حکيم وړاندې کړې ده. وايي قانوني مسوده اسمبلۍ کې پاس شوې ده.
د نوموړي په خبره د قانون جوړولو هدف یې په څاروو پام نه کول، زیاتي او ظلم پېښو کې کمی راوستل دي.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، "په څاروو د ظلم زیاتي د مخنيوي قانون خيال يې ذهن ته داسې راغلو چې په انسان خپله سخته او تکليفونه راشي د بل احساس ورته وشي، په مونږ سختې تېرې شوي، بې ګناه نيول شوي، تکليفونه راباندې تېر شوي، برداشت کړي مو دي، چا به مو خبره نه اورېده".
نوموړي وويل، د پخوا راهسې به مې کتل، چې څاروي به جنګول کېده، خلکو به پرې خوند اخسته، لکه بانګيان به جنګول کېده وينې به پرې راماتې وې" قانون ځکه جوړوي چې دوی خپله هم انصاف غواړي او نورو ته هم د انصاف ورکولو خبره کوي.
اسمبلۍ کې د وړاندې کړل شوې قانوني مسودې ترمخه، څارو ته د غېر ضروري تکليف رسولو د مخنيوي، او ځناورو ته کم نه کم تکليف سره په کار راوستل، د هغو په همدردۍ سره خیال ساتل او د علاج کولو سره د معيار ټاکل دي.
د قانون په خلاف ورزۍ کولو د يو لک روپو جرمانې يا شپږ میاشتې بند او يا دواړه سزاګانې هم ورکړل کېدی شي.
زېبا مسعود د تيرو شپږو کالو راهسې پېښور کې د څاروو د ساتنې دپاره د [قسمتي څاروو د ساتنې کور] په نوم غېر دولتي اداره جوړه کړې ده.
وايي د دغه قانوني مسودې او قانون جوړېدو هرکلی به وکړي خو که دا بيا په حقيقت کې په عمل کې راوستل شي.
وي او اې ډیوه ته یې وويل، خواوشا شپږ کاله وړاندې یې پېښور کې د سپو راټولول پيل کړل د هغو ساتنه یې کوله، اوس دغه سپي او نور څاروي لکه پيشوګان او نور، ورسره د 300 نه زيات شوي دي.
هغې وويل، پښتونخوا کې د څاروو د ساتنې يا سمبالښت دپاره له دې وړاندې يوه اداره نه وه، دوی دغلته د څاروو کلېنک جوړ کړی او تر دې چې د بهر نه ورته خلک خپل خره، اسونه او نور څاروي علاج له راولي.
اغلې مسعود زياته کړه، ژوند یې په امریکا کې کړی، د څاروو سره مينې دغه کار ته اړ کړې چې په لارو کوڅو کې چې خلک د کومو ځناورو سره ظلم کوي، بې ځايه وي، ژوبل يا ناروغه وي هغه راولي او ساتنه یې کوي.
هغې وويل، د میاشتې یې د دغو ځناورو په ساتلو خواوشا پينځه، شپږ زره ډالره خرڅ راځي، دغه پېسې ورته راټوليږي ځينې غېر دولتي ادارې او مخور شتمن خلک یې مرسته کوي، خو ګيله یې وکړه، په ځانګړي ډول سپي او پيشوګان یې د دې دپاره ساتل چې خلک به یې ترې بوځي او ساتنه به یې کوي په دوی به بوج کميږي خو څوک یې ترې نه بوځي.
فضل حکيم ویلي، د څارو د خېرښېګړې دپاره به کميټي جوړولی شي، کمپاين به کولی شي چې خلک د څاروو يا ځناورو سره سم سلوک کوي، هر ډول خيال یې ساتي او په جنګولو یې بنديزونه وي.
خېبرپښتونخوا او پاکستان په نورو برخو کې ځای په خلک سپي، چرګان او نمړزان او نور څاروي هم جنګوي.