شمالي وزيرستان کې د ښځو او ماشومانو د وژنې پېښې ته سخت غبرګون ویل شوی

د خېبرپښتونخوا نا ارامه ضلعې شمالي وزيرستان مرکزي ښار میرانشا په تپي کلي کې د تېرې شپې پرمهال زوروره چاودنه کې وژل شوي پينځه کسان خاورو ته سپارل شوي دي.

ځایي خلک او حکومتي چارواکي وايي په وژل شوو کسانو کې د یوې کورنۍ دوه زنانه او درې ماشومان شامل وو، په وژل شوو کې يوه مور او څلور ماشومان شامل وو .

د دوی په وینا د کورنۍ یوازې زوی او پلار پاتې شوې دي.

په ټولنیزو رسنیو په یو قبرستان کې خاورو ته سپارلو پرمهال د یو تنکي ځوان ويډیو لېدل کېږي. هغه وايي زه چاته پاتې شوم، زما دنیا، مور، خویندې وروڼه مړه شول او کور وران ویجاړ شو.

په تپی سیمه کې د شورو/ چهارشنې او زيارت/پنجشنبې په شپه ناوخته یوه چاودنه شوې، د روغتون چارواکو په وینا د پينځو کسانو مړي او ۱۴ زخمیان راوړول شوي او په وژل شوو او ټپيانو کې زياتره ماشومان او ښځې شامل دي.

د صوبې وزيراعلا اعلي امین ګنډاپور په دې پېښه د افسوس څرګندونه کړې چې پکې عام ولس ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيمې خلکو ويلي، د چاودنې شدت دومره زيات وو چې نزدې کورونه يې ونړول او ګڼ شمېر کسان د کورونو ملبې لاندې بند پاتې وو.

د شمالي وزیرستان د ټولو قامونو استاتزې اتمانزۍ جرګې غړي خليل وزير وويل، د چاودنې زور دومره وو چې غږ يې د درپه خيل کلي پورې چې د پېښې ځای نه پينځه کيلومتره ليرې دی، اورېدل شوی.

د هغه په وينا، چاودنه شاوخوا د شپې دولس بجې وشوه او له هغې څخه 12 ساعته وروسته هم د ملبې لاندې بندو خلکو د را ايستلو هڅې روانې وې.

د انتظاميې او امنيتي چارواکو په وينا، ابتدايي پلټنې ښيي چې په يوه کور کې د بارودو ډک يوه ګاډی ناڅاپه وچاودېده. چې په نتیجه کې یې ورسره بل جوخت کور ودانۍ غورځېدو په پېښه کې مرګ ژوبلې شوي دي.

د انتظامیې مشر یوسف کریم دفتر چارواکو په وینا دا یو کليواله سیمه ده چې کچه د خاورو کورونه لري او دې چاودنه کې دوه کورونه په بشپړه توګه تباه شوي او ګڼو نورو کورونه ته یې تاوان اړولی دی.

پولیس وايي بارودي مواد په یو شازور ټرک کې ایښودل شوي چې زورورې چاونې سره چاودېدلي دي د دوی په وینا دا د وسله والو د استعمال لاندې یو مرکز وو چې پکې چاودنه شوې ده.

د امنيتي سرچينو په وينا، دغه مرکز د حافظ ګل بهادر اړوند جېش العمر ډله کارولو چې پکې د دوی د بارودي توکو کارخانه وه او دا ګاډی ممکن دی چې د دوی د ناامنۍ د پلان حصه وو چې هدف یې په سیمه کې پوځي املاک وو.

يو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم يې څرګند شي، وی یې ویل د دې نه وړاندې هم څو ځله په دغه ډول ګاډي پوځي املاک په نخښه شوي دي.

هغه وویل د اکتوبر په 24مه نېټه په ميرعلي کې د عيدک په سيمه کې په يو پوځي چوکۍ د ځانمرګي بريد له امله څو امنيتي اهلکار ووژل شول او ټپيان شول.او دا هم د هغه پلان حصه ښکاري.

تپي کلى د شمالي وزيرستان د ضلعي هيډکوارټر نه پينځه کلومټره سويل ختيځ لوري ته پروت دی. دا هغه سيمه ده چې په ضرب عضب عملیاتو کې د پاکستان پوځ او حکومت د هر ډول ترهګرۍ څخه د پاکولو دعوه کړې خو د سيمې خلک وايي چې حالات لا هم کړکېچن دي او د پوځ او وسله والو ډلو تر منځ نښتې دوام لري.

پېښې ته غبرګون

د پي ټي ایم مخکښ مشر حنيف پښتين ويلي، دا خلک له دوو لسيزو راهيسې په دوامداره جګړو کې ګېر دي، چې پکې زرګونو کسان وژل شوي او د خلکو کاروبارونه او ژوند تباه شوی دی.

هغه زياته کړه، له دوو لسيزو راهسې روان په یو نه ختمېدونکي جنګ کې عامو خلکو جاني او مالي تاوان معمول ګرځېدلی دی، او د امن هېڅ هيله نه ښکاري.

د اتمانزو قامي جرګې غړي او د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر ملک نثار علي ویلي دا پېښه انتهايي دردونکې ده چې پکې تنکي ماشومان او زنانه په داسې حال وژل شوي چې په خوب ویده وو.

هغه وویل تر پوځي عملیاتو وروسته په علاقه کې ارامه ژوند نه کوي د ناامنۍ دا پېښې او د عامو خلکو هدفي وژنې پکې دوام لري.

د علاقې یو مدني فعال عادل داوړ د پاکستان په میډیا او سیاسي ګوندونو نیوکې کوي او وايي وزیرستاني ماشومانو لپاره دا بدقسمتي ده چې د هغوی په حق کې څوک آواز نه پورته کوي.

هغه وویل، "که دا ماشومان د کشمیر، شام، عراق، یا فلسطین وای، نو نن به د سیمې جوماتونو ټول مولایانو د دوی لپاره ژړل، طارق جمیل به هم بیدار شوی وو، او مولانا فضل الرحمان او سراج الحق به د دې ظلم په خلاف په ټول ملک کې د احتجاج غږ پورته کړی وو. او پاکستانۍ میډیا به هم د دوی 24 ساعته خبرونو مرکو کې بیا بیا خپرولو".

د خېبرپښتونخوا د بيارغونې او مرستې وزير ملک نيک محمد خان داوړ د تپي کلي په دې ناوړه پېښه باندې د ژورې خواشينۍ څرګندونه کړې او د زر طبي مرستې لپاره يې د ګامونو پورته کولو ټینګار کړی دی.

هغه وايي په خپله ميرانشا روغتون ته ورغلی، د ټپيانو پوښتنه يې کړې او هغوی ته يې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی.