د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې د مالي خېل په سیمه کې د پوځ په یو مرکز برید شوی دی.
د رپورټونه ترمخه د نهې، سه شنبې په ماسخوتن وسله والو لومړی ځانمرګی برید کړی او د دې وروسته وسله وال دغه چیک پوسټه ته ننوتلي دي.
امنیتي سرچینې او ځایي خلک د دغه رپوټونو پخلی کوي او وايي دغه مرکز کې تر 30 پورې امنیتي عسکر موجود دي او وسله والو سره جګړه روانه ده چې پکې جنګي هیلي کاپټر هم کارول کېږي.
تر اوسه په دغه پبښه کې د مرګ ژوبلې په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي.
بلخوا د خیبر پښتونخوا د بنو پولیسو مشر ضیاالدین احمد د نومبر پر ۱۹مه وي او اې ډیوه ته ویلي چې د وسله والو لخوا تښتول شوي 7 پولیس عسکر بیرته خوشې کړل شوي دي.
د نوموړي په وینا برمته کړل شوي پولیس عسکر د سیمې د مشرانو د جرګې په منځګړیتوب خوشې کړل شوي دي.
په هم بنو کې د نهې – سه شنبې په سهار د جاني خېل په سیمه کې د نامالومه وسله والو لخوا د يو قامي مشر حاجي شودي خېل په ګاډي برید شوی، په نتیجه کې یې د دوو سیمه ییزو مشرانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه، او ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي.
پولیسو ویلي، پېښه د بنو د بکا خېل سر په پوله د جاني خېل سپین تنګي سیمه کې هغه وخت شوې، کله چې حاجي شودي خېل د خپلې کورنۍ سره په خپل شخصي ګاډي کې بنو ښار ته روان وو.
د پوليسو په وينا، وسله والو ورته د وړاندې نه کمین نیولی وو، د هغه په ګاډي یې ناتاره ډزې کړي دي. په ډزو کې حاجي شودي خېل، یوه ښځه، او دوه نور کسان په ځای وژل شوي، او څلور کسان ژوبل شوي، بنو ښار کې روغتون ته وړل شوي دي.
د بنو روغتون چارواکو ویلي، په ټپیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي. د ډاکټرانو په وینا، د ټپیانو حالت نازک دی، او هغوی ته بېړنۍ طبي مرسته ورکول کېږي.
پولیسو ویلي، د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي، او د حاجي شودي خېل د کورنۍ په وینا، نوموړي له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده. پولیسو د نامالومو کسانو پر ضد مقدمه درج کړې ده. د سیمې د چارواکو په وینا، بریدکوونکي له پېښې وروسته د موقعې څخه تښتېدلې دي.
د سیمې اوسېدونکي د ناامنۍ د پېښو د دوام په اړه اندېښمن دي او په ورستیو کې پرله پسې د ناامنۍ پرضد یې لویې ولسي غونډې کړي، او غونډو ته په وينا کې یې د حکومت نه غوښتنې کړي، چې د امنیت ټينګ ساتلو دپاره کلک اقدامات وکړي.
په 25مه جولايي د صوبې وزیراعلا علي امين ګنډاپور یوې احتجاجي ولسي غونډې ته په وينا کې ژمنه کړې وه، چې دا سيمه به د هر ډول ناامنۍ څخه پاکوي.
خو ځايي خلک وايي ناامني ورځ تر بلې سیوا کې کیږي مرکزي او صوبايي حکومتونو له خوا دې ناامنۍ ته سنجيدګي نه ښودل کیږي.